د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د مارچ اتمه؛ افغانستان کې سږ کال د دې ورځ نمانځل د تېرو کلونو سره څه توپير درلود؟


افغانستان کې سږ کال د مارچ اتمه د ښځو او نجونو له‌خوا د اعتراضونو په کولو ونمانځل شوه.
افغانستان کې سږ کال د مارچ اتمه د ښځو او نجونو له‌خوا د اعتراضونو په کولو ونمانځل شوه.

دا ورځ به په تېرو کلونو، یعنې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې د رسمي نمانځنو تر څنګ په شخصي ډول د کورنیو تر منځ هم نمانځل کېده.

د کابل يو اوسېدونکی واحد قاطع وايي: "دا ورځې د اړیکې پر کیفیت ډېر اغېز لري، کولای شي د خوښۍ د نمانځنې فضا را منځته کړي، هغه پېښې چې خلک خپه کوي ډيرې دي اودا ورځې چې کورنۍ خوشاله وساتي کمې دي، نو ځکه ارزښت لري."

د کابل دا اوسېدونکی دغه راز وايي، د ژوند په دومره ناخوالو کې د دغې ورځې نمانځل نعمت دی.

واحد چې خپلې کوژدنې ته ګلان او مور ته عطر اخیستي، وایي: "ډېره مهمه ده چې زموږ نارینه‌و د ښځو غوښتنو ته مو پام وي، ښځه مور، خور او مېرمن ده، نه یوازې پر دې ورځ بلکې وخت نا وخت باید ښځو ته ډالۍ واخیستل شي دا د روان‌شناسۍ له نظره هم ډېر اړین کار دی."

"ما مې د ژوند د ملګري له‌خوا ډالۍ تر لاسه کړه او خپلو لوڼو ته مې ډالۍ اخیستي دي

د کابل ښار اوسېدونکې او د دریو لورانو مور شبانه وایي، سحار وختي یي د ژوند ملګري ورته د دې ورځې د مبارکي ورکولو ډېر ښه احساس ورکړ.

نوموړې وایي، که څه هم دا ورځ اوس په رسمي ډول هېواد کې نه نمانځل کېږي خو دوی يې په خپل کور کې د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د نمانځلو پلان لري.

شبانه وایي: "ما مې د ژوند د ملګري له‌خوا ډالۍ تر لاسه کړه او خپلو لوڼو ته مې ډالۍ اخیستي دي چې، وروسته به يې ورته په خاصو مراسمو کې ورکوم، ځکه زه ډېره غمجنه یم، هغوی اوس ښوونځي ته نه‌شي تلای او د دې لپاره چې موږ ډاډګېرنه ورکړو، اطمینان ورکړو چې د مبارزې لاره خلاصه ده، خپلو حقونو لپاره څنګه مبارزه وکړي اوڅنګه یې لاسته راوړي؟"

کابل کې يوه ګل‌ پلورنځی، ارشيف
کابل کې يوه ګل‌ پلورنځی، ارشيف

نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده.

دا ورځ به په تېرو کلونو، یعنې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې په رسمي ډول هم په پراخه کچه نماځل کېده او د ښځو پر ستونزو او لاسته راوړنو به په‌کې خبرې کېدې، خو پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، تېر کال او سږ کال په ښکاره ډول نه‌ده نمانځل شوې.

خو په شخصي ډول د کورنیو له لوري لا هم نمانځل کېږي، که څه هم ښايي د پخوا په شان نه وي.

"پخوا به دا ورځ د ګل‌فروشۍ بازار ډېر ښه وه لکه د ولنټاین ورځ به چې خلکو نمانځله

بکتاش چې د کابل په کارته۳ سیمه کې د ګل‌فروشۍ دوکان لري، وایي پخوا به د ښځو ورځ هم لکه د ميینانو ورځ ډېره ښه نمانځل کېده او خلکو به خپلو مېرمنو یا هم میندو ته د ګلانو ګېډۍ اخیستې، خو په خبره یې اوس د پخوا په څېر ګرمه نه نمانځل کېږي.

بکتاش وایي: "پخوا به دا ورځ د ګل‌فروشۍ بازار ډېر ښه وه لکه د ولنټاین ورځ به چې خلکو نمانځله، زموږ پلورل ډېر ښه وه، نامزادانو به خپلو نامزاد ته او مېړونو به خپلو ښځو ته ګلان اخیستل، خو له هغه وخت راهیسې چې تحولات راغلي، له بده مرغه بازار ډېر ښه نه‌دی، اقتصادي شرایط خراب دي."

کابل کې يوه ګل‌فروشي، ارشيف
کابل کې يوه ګل‌فروشي، ارشيف

قاسم په کابل کې د کیک پلورولو دوکان لري، دا هم وايي پخوانۍ سودا یې نه‌شته.

نوموړی وايي: "ځینې تفاوتونه راغلي، پخوا دا ورځ ډېره نمانځل کېدله، موږ هم ډېر پلور درلوده، خو اوس د بېلابېلو دلایلو له امله یې نمانځل کم شوي، خلک اقتصادي ستونزو سره مخ دي او څه هم شرایط بدل شوي."

سږ کال د مارچ اتمه په افغانستان کې په داسې حال کې رارسېږي، چې د زده‌کړو تر څنګ د ښځو پر کار هم بندیز لګېدلی دی.

د تېر کال په دسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت ښځې په نادولتي مؤسسو کې له کار کولو راوګرځولې.

په افغانستان کې خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، نو ښايي له همدې امله د مارچ اتمې ته د ډالیو بازار هم سوړ وي.

د کار د نړیوال سازمان د ريپوټ له‌مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د کار کچه ۲۵ سلنه کمه شوې او د دغه نړیوال سازمان په وینا د ښځو پر کار او زده‌کړو د طالبانو محدودیتونو دغه وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ په یو راپور کې وویل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د ښځو پر زده‌کړو او د ښځو د کار د بازار پر لر لید سختې اغېزې لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG