د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

لاس انجلس ټايمز: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ځپونکی هېواد دی


کابل کې د مېرمنو يو لاريون چې طالبان يې د تيت و پرک کولو هڅه کوي، ارشيف
کابل کې د مېرمنو يو لاريون چې طالبان يې د تيت و پرک کولو هڅه کوي، ارشيف

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه:

افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ځپونکی هېواد دی، امریکایۍ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، طالبانو په افغانستان کې له واک ته رسېدو راهیسې له ژمنو او د هغوی د یو شمېر مشرانو له نسبتاً نرم دریځ سره سره پر ښځو تر ټولو سخت محدودیتونه لګولي دي.

ورځپاڼه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا له قوله لیکي چې ویلي يې دي، دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې په افغانستان کې له عامه ژوند څخه د ښځو د حذف کولو لپاره اساسي، قصدي او سیستماتیکې هڅې روانې دي.

د مېرمن اوتونبایووا په وینا، یو هېواد چې له تر ټولو ستر بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی، په کورونو کې یې د نفوس د نیمایي برخې ایسارول د خپلو پښو وهل دي.

د هغې په خبره دا کار یوازې ښځې او نجونې له ناورین سره نه مخامخ کوي بلکې د دې هېواد ټول خلک او راتلونکې نسلونه منزوي کوي.

لاس انجلس ټایمز په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګروملتونو د استازي الیسن دیویډیان له قوله لیکلي چې ویلې یې دي، هغه زیانونه چې طالبان یې رامنځته کوي، یوازې پر ښځو پورې نه محدودیږي.

د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو هیڅ یو چارواکی نه‌دی حاضرشوی چې دغو څرګندونو ته ځواب ووایي.

فارن پاليسي:

بلې امریکایۍ ورځپاڼې، فارن پالیسي د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی، افغانستان د ښځو لپاره هدیره.

فارن پالیسي لیکي، دوهم کال دی چې افغان ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو نړیواله ورځ نمانځي.

د ورځپاڼې په لیکنه افغان ښځې دا ورځ په داسې یوه حالت کې نمانځي چې دوی د کور په څلورو دېوالونو کې ایسارې، له تعلیم، روغتیایي خدمتونو او بشري مرستو ته له لاس‌رسي بې برخې دي.

د فارن پالیسي په لیکنه د چارو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې که د افغانستان وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، احتمال شته چې دا هېواد بیا په جګړه کې ښکېل شي.

فارن پالیسي د امریکا د بهرني سیاست د باخبره سرچینو په حواله لیکي چې ویلي یې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تبعیض، لوږه او قحطي زیاته شوې او د طالبانو تاوتریخوالی د پاکستان قبایلي سیمو ته خپور شوی، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په پام کې لري چې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره وګوري.

دغو سرچینو چې نه یې غوښتل هویت یې افشا شي، فارن پالیسي ته ویلي چې دغه کتنه به د یوه ګډ هدف د موندلو لپاره له خبرو سره مرسته وکړي، چې له‌مخې به یې د افغانستان د ۴۱ ملیون وګړو، په تېره بیا د ښځو لپاره شرایط ښه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG