د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د کندهار يو شمېر محصلانې: خپل راتلونکي ته اندېښمنې يو


يو شمېر نجونې محصلانې، ارشيف
يو شمېر نجونې محصلانې، ارشيف

نن د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې، د پوهنتونونو او لوړ زده‌کړو مؤسسو د بندېدو سره د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم سلګونو ښځینه محصلانو خپلې زده‌کړې له لاسه ورکړې.

دغه محصلانې وايي، خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او باید د طالبانو حکومت ژر تر ژره د ښونځیو او پوهنتونو دروازې د دوی پر مخ خلاصې کړې.

بل‌خوا د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې په دې پرېکړې سره ښځې په بشپړ ډول له خپلو بشري حقونو څخه محرومېږي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG