د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

يو شمېر کورنۍ: اولادونو مو د نوي تعليمي کال پيل ته هيڅ تياری نه‌دی نيولی


د زده‌کوونکو يو ټولګی، ارشيف
د زده‌کوونکو يو ټولګی، ارشيف

د ښوونځي يوه زده‌کوونکې چې د طالبانو حکومت د نورو زرګونه نجونو په څېر په دې هم له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې تړلي، خو وړه خور یې چې له شپږم په ښکته ټولګي کې زده‌کړې کوي ښوونځي ته د تګ چانس لري.

نوموړې وايي، د کوچني خور لپاره یې د ښوونځي د پیل هیڅ تیاری نه‌دی نیولی.

دا چې نه‌غواړي په راپور کې يې نوم خپور شي وايي، د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو د حکومت د محدودیت له امله یې له زده‌کړو سره د کوچنۍ خور مینه هم کمه شوې ده.

"زه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د زده‌کړو لپاره په ماشومانو کې هغه جذبه نه‌ګورم چې ما لرله

نوموړې وايي: "زه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د زده‌کړو لپاره په ماشومانو کې هغه جذبه نه‌ګورم چې ما لرله، د بېلګې په ډول کله مې چې خپلې کوچنۍ خور ته وایم چې ستاسې ښوونځي خو پیلیږي څه تیاری دې ورته نیولی دی؟ له خبرو یې ښکاري چې هیڅ دل‌چسپي نه‌لري."

د پلازمېنې اوسېدونکی جواد هم چې لور یې د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه وايي، د سږ کال لپاره یې زوی هم د زده‌کړو لپاره بې انګېزې دی.

د نجونو يو ټولګی، ارشيف
د نجونو يو ټولګی، ارشيف

دی وايي، تېر کال یې د ښوونځي د پیل په ورځو کې د لور لپاره د ښوونځي قرطاسیه اخیستې وه چې لا هم ورته چا لاس نه‌دی ور وړی.

جواد وايي غواړي وپوهیږي چې، د طالبانو حکومت په نوي تعلیمي کال کې د نجونو د ښوونځیو په اړه څه پرېکړه کوي.

نوموړی وايي: "تېر کال مې د لور لپاره کتابونه او کتابچې اخیستې وې، چې تر دې دمه ترې هیڅ ګټه وانه‌خیستل شوه،د دې لپاره د لور په وړاندې مې د ښوونځي دروازې تړلي دي زوی مې هم د تېر په څېر له زده‌کړو سره مینه او علاقه نه‌لري، سږ کال هم تر دې دمه یې د کتابونو ، قلمونو او کتابچونو په اړه هیڅ نه‌دي ویلي چې د ښوونځي د پیل لپاره تیاری ونیسم."

سږ کال د قرطاسيې د پلور بازار ډېر سوړ شوی دی

دا په داسې حال کې ده چې، د کابل ښار یو شمېر قرطاسیه پلورونکي هم وايي، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله د پلور بازار سوړ دی.

د عباس په نوم یو قرطاسیه پلورنکي وویل: "مخکې هر کال د حوت په میاشت کې زموږ پېر او پلور ډېر زیات و، د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر ښه وو، زده‌کوونکي هم په مینه او شوق ښوونځیو ته تلل او د دې لپاره یې کتابونو، قلمونو او کتابچو ته اړتیا لرله، سږ کال د قرطاسيې د پلور بازار ډېر سوړ شوی دی، د تېر جمهوري حکومت په پرتله اوس د خلکو مینه او علاقه ډېره کمه شوې ده."

يو شمېر زده‌کوونکي، ارشيف
يو شمېر زده‌کوونکي، ارشيف

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل ولکې له ټینګولو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګېده، که څه هم طالبانو ویلي وو چې، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانيستلو لپاره په یو طرحه کار کوي، خو د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه چې ایا سږ کال به نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي کنه؟ او دغه شان د نجونو د زده‌کړو په برخه کې طرحه کوم ځای ته رسېدلې؟ زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د نوي تعلیمي کال پیل ته ۲۰ ورځې پاتې دي.

خو لا معلومه نه‌ده چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د خلاصېدو په برخه کې کورنیو او نړیوالو هڅو پایله ورکړي او کنه.

دغه شان د پوهنیز نصاب او د زده‌کوونکو لپاره د یو ځانګړي یونیفورم په برخه کې هم دطالبانو حکومت تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG