د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

يو شمېر زده‌کوونکې: هیله لرو په پسرلي کې د ښوونځيو د پرانیستلو زېری راباندې وشي


پکتيا کې د نجونو يو ښوونځی
پکتيا کې د نجونو يو ښوونځی

نوي تعلیمي کال ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو لا هم طالب چارواکو د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د ښوونځيو زده‌کوونکې په ټینګار سره له طالبانو غواړي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي او د بندولو لپاره دې يې نورې بهانې نه لټوي.

په کندهار کې د يوولسم ټولګې زده‌کوونکې هاشمیه عثماني وايي، دوه کاله ښوونځیو ته نه تګ ناهیلې کړې خو بیا هم هیله لري چې، په نوي تعلیمي کال کې د ښوونځيو د پرانیستلو زېری پرې وشي.

دا زده‌کوونکې وايي: "دوه کاله پوره شول چې زموږ ښوونځی نه شروع کېږي، زړونه مو مات مات دي. موږ په دې تمه یو چې په نوي کال کې ښوونځي پیل شي او په موږ همدا زېری وشي. موږ خو اوس هم هره ورځ په تمه یو چې ښوونځي پیل شي، خو که په پسرلي کې هم پیل شي، ډېر ورته په تمه یوو."

د نجونو يو ټولګی، ارشيف
د نجونو يو ټولګی، ارشيف

په کابل کې د یوه دولتي ښوونځي د اووم ټولګې زده‌کوونکې بانو هم هیله لري چې په نوي تعلیمي کال کې به یو ځل بیا ښوونځي ته لاړه شي.

نوموړې وايي زده‌کړې کول غیرقانوني کار نه‌دی او باید طالبان د نجونو ښوونځي سږ کال بېرته پرانیزي.

اغلې بانو وايي: "دوه کاله وشول چې ښوونځي ته نه‌شو تللی، موږ چې ښوونځي ته ځو، په حجاب کې ځو او هيڅ غیرقانوني کار نه کوو چې په هغه خاطر ښوونځي وتړل شي. له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره زموږ ښوونځي خلاص کړي."

موږ چې ښوونځي ته ځو، په حجاب کې ځو او هيڅ غیرقانوني کار نه کوو

د دې زده‌کوونکو د دې غوښتنې په اړه مو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له ویاند احسان الله خطاب څخه هم وپوښتل، خو نوموړي په یوه پیغام کې ازادي راډيو ته ولیکل، هيڅ معلومات نه‌لري چې د نجونو ښوونځي به کله پرانیستل کېږي.

د قلم لار ټولنې مسوول مطیع‌الله ویسا وايي، د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې ښوونځي پرانیستل شي او که دا کار سږ کال هم و نه‌شي، خلک به مجبور شي چې د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د قلم لار ټولنې مسؤل مطيع‌الله ويسا چې ليرې پرتو سيمو کې يې محلي ټولګي جوړ کړي.
د قلم لار ټولنې مسؤل مطيع‌الله ويسا چې ليرې پرتو سيمو کې يې محلي ټولګي جوړ کړي.

ښاغلی ويسا وايي: "ټول افغانان چې له موږ سره اړیکه نیسي، همدا غوښتنه او هیله لري چې نوي کال ته به ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي. که چېرته ښوونځي او پوهنتونه خلاص نه‌شي، ولس به ټول مایوس او ناهیلی شي، ډېر کسان دا پلان لري چې که ښوونځي خلاص نه‌شي، دوی د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره افغانستان پرېږدي."

دا په داسې حال کې ده، چې نورو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته تللي یو شمېر افغانان هم وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه‌دي توانېدلي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.

طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او د تېر میلادي کال په پای کې یې دوی له پوهنتونونو څخه هم راوګرځولې او له ټولو کورنیو او بهرنیو فشارونو سره هم خپلې پرېکړې یې نه‌دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG