د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

کابل کې يوه ځوان وړيا ښوونيز مرکز او کتابتون پرانيستي


 په کابل کې افغان هدایا پلس وړیا کتابتون او کورس
په کابل کې افغان هدایا پلس وړیا کتابتون او کورس

په کابل کې افغان هدایا پلس وړیا کتابتون او ښوونیز مرکز، چې چارې یې د نوید الله نیکزاد په نوم یو ځوان پر مخ وړي.

نوید الله نیکزاد چې خپله یو محصل دی، یو کال د مخه یې یو کتابتون اداره کاوه، چې په دې کتابتون کې شاوخوا دوه زره کتابونه موجود وو او دا کتابونه خلکو ته وړیا او د نورو کتابونو په بدل کې یعنې د تبادلې په ډول د مطالعې لپاره ورکول کېدل.

۲۵۰ زده‌کوونکي چې ۸۰ په سلو کې یې نجونې دي د تجوید، سواد زده‌کړي او د انګلیسي ژبې په زده‌کړو بوخت دي.

د ښاغلي نیکزاد په وینا وروسته له‌هغې چې د طالبانو حکومت له‌خوا پر ښځو او نجونو د زده‌کړو بندیزونه ولګول شول، د کتابتون فعالیت کم شو ځکه ډېری مراجعین یې نجونې وې او دی دې ته اړ شو، چې کتابتون بند کړي.

خو له‌دې ستونزو سره سره يې کتابونه کور ته یووړل او فعالیت یې بېرته له کوره پیل کړ.

نوموړي په کور کې د دې کتابتون تر څنګ اړمنو زده‌کوونکو لپاره یو وړیا ښوونیز مرکز هم پرانیستی، چې په خبره یې ۲۵۰ زده‌کوونکي چې ۸۰ په سلو کې یې نجونې دي د تجوید، سواد زده‌کړي او د انګلیسي ژبې په زده‌کړو بوخت دي.

د ده په وینا، غواړي په نږدې راتلونکي کې نجونو او ښځو لپاره د خیاطۍ روزنیز کورس هم پرانیزي تر څو دوی وکولای شي په ځان بسیا شي.

د افغان ښځو د مطالعې او زده کړو لپاره هڅې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

دا چې ولې نوید الله نیکزاد، دې کار ته اقدام کړی، ازادي راډيو ته یې وویل: "یوازنۍ انګېزه چې د دې لامل شوه، چې زه نن یو وړیا ښوونیز مرکز ولرم، همدا شرایط چې اوس زموږ پر خلکو راغلي، دا مخکې په موږ هم تېر شوي، مونږ ښوونیزو مرکزونو ته د تګ لپاره پیسې نه درلودې، د قلم او کتابچې د اخیستلو پیسې مو نه درلودلې، د کتاب ویلو حسرت مو درلوده، خو د اخیستلو پیسې مو نه درلودې."

مونږ ښوونیزو مرکزونو ته د تګ لپاره پیسې نه درلودې

نوید الله نیکزاد زیاته کړه چې دوی د برښنا نشتوالي او د سړې هوا له ستونزو سره سره، اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

دا وایي، ماشومان د قرطاسیې پیسې نه‌لري او که دا مرکز وړیا نه‌وي دوی زده‌کړو ته دوام نه‌شي ورکولی.

د یاد مرکز یوه زده‌کوونکې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د لسم ټولګي سبقونه وايي او له درې میاشتو راهیسې په یاد مرکز کې د انګلیسي ژبې او تجوید زده‌کړه هم کوي.

په کابل کې افغان هدایا پلس وړیا کتابتون او کورس
په کابل کې افغان هدایا پلس وړیا کتابتون او کورس

نوموړې وايي: "موږ به ډېر خوشحاله شو که همداسې وړیا کورسونه هر ځاې کې جوړ شي، ځکه زموږ په شان بې‌وزله زده‌کوونکي ډېر دي."

دا نجلۍ وايي، چې خور یې بیا په دې مرکز کې د سواد زده‌کړې کورس وايي.

افغان هدایا ښوونیز مرکز په داسې حال کې نجونو او بې‌وزلو ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابروي چې افغانستان له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی او کورنۍ د ژوند ورځنۍ چارې په سختۍ پر مخ وړي.

دغه راز د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو او کار کولو بندیزونه لګول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG