د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

کابل کې يو مدني فعال د کور کرایې ورکولو لپاره خپل کتابونه خرڅوي


مدني فعال حفیظ اخګر د خپلو کتابونو د خرڅولو پرمهال
مدني فعال حفیظ اخګر د خپلو کتابونو د خرڅولو پرمهال

مدني فعال حفیظ اخګر د کور د کرایې ورکولو لپاره خپل کتابونه خرڅلاو ته ايښي دي.

مدني فعال حفیظ اخګر چې په تخار ولایت کې زېږېدلی، خو اوس په کابل کې ژوند کوي.

هغه چې په نړیوالو اړیکو کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي، د ۲۵۰ بستریز روغتون د کتابتون مسوول دی او یو وخت یې ۲۷ زره افغانۍ معاش درلود.

ښاغلی اخګر وايي، له کومې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلي، لومړی یې د دې روغتون د کارکوونکو معاش کم کړ او په تېرو ۱۰ میاشتو کې هم یوازې د ۴ میاشتو ورکړل شوی دی.

د اخګر په وینا د ډوډۍ او د کور د کرایې غم له سخت حالت سره مخ کړی دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل، چې له دې امله اوس اړ شوى چې اوس خپله یوازېنۍ شتمني چې څو ټوکه کتابونه دي، خرڅلاو ته کېږدي.

نوموړي زیاته کړه: "د کور څښتن مجبور کړم چې کرایه ورکړم، زه مجبور شوم چې د کور یخچال او ځینې نور وسایل وپلورم چې د وري او غويي میاشتو کرایه ورکړم، خو د غبرګولي میاشت چې راغله، د خرڅولو لپاره مې نور څه نه درلودل، مجبور شوم چې خپل کتابونه وپلورم."

حفیظ اخګر وايي، په هر کتاب یې له ۵۰ تر ۳۵۰ افغانیو بیه ایښې ده او هغه کتاب چې یو وخت یې په ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستی و، اوس اړ دی چې په ۳۵۰ افغانۍ یې وپلوري.
حفیظ اخګر وايي، په هر کتاب یې له ۵۰ تر ۳۵۰ افغانیو بیه ایښې ده او هغه کتاب چې یو وخت یې په ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستی و، اوس اړ دی چې په ۳۵۰ افغانۍ یې وپلوري.

ښاغلی اخګر ۴۰۰ ټوکه کتابونه لري او خرڅوي یې.

هغه تر اوسه بریالی شوی چې یوازې ۲۰ ټوکه کتابونه وپلوري.

نوموړى وايي، په هر کتاب یې له ۵۰ تر ۳۵۰ افغانیو بیه ایښې ده او هغه کتاب چې یو وخت یې په ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستی و، اوس اړ دی چې په ۳۵۰ افغانۍ یې وپلوري.

حفیظ اخګر وايي، دې کار ډېر متاثره کړی دی.

اخګر زیاتوي: "دا کار مې ځوروي، ځورېدل ډېر سخت دي، یوازې خپله انسان پوهېږي او نه شي کولای د وجود دننه درد بهر کړي، حتا یوه ارواپوه ته دا درد نه شې بیانولای."

د ښاغلي اخګر د ۶ میاشتني معاش په اړه د طالبانو له ویاندویانو د ځواب ترلاسه کولو لپاره زموږ هڅه بریالۍ نه شوه.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې یو بل افغان لیکوال جاوېد فرهاد هم د اقتصادي ستونزو له امله خپل کتابونه خرڅلاو ته وړاندې کړي وو.

XS
SM
MD
LG