د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

کابل کې د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو په یاد کتابتونونه پرانیستل شوي


ارشیف
ارشیف

د کاج ښوونیز مرکز له خونړۍ پېښې ۴۰ ورځې وروسته د قربانیانو په یاد یې په کابل کې دوه کتابتونونه پرانیستل شوي.

پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید نن چهارشنبه ۴۱ ورځې پوره کېږي، خو د قربانیانو د یادونو شمعې یې لا هم بلې دي.

تازه د دوی په یاد د کاج په ښوونیز مرکز کې دننه د کاج په نوم یو کتابتون هم پرانیستل شو.

د کاج ښوونیز مرکز یوه استاد انور یاسا ازادي راډيو ته وویل، دا کتابتون د دې مرکز د استادانو او زده کوونکو او د قربانیانو د کورنیو لخوا جوړ شوی چې تر اوسه ۴۰۰۰ ټوکه کتابونه ورته راټول شوي دي.

یاسا وویل، د دې کتابتون له جوړولو، هدف د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو یادونه ده.

هغه زیاته کړه: "د دې کتابتون د جوړېدو هدف دا و چې د شهیدانو یاد تل زموږ په زړونو کې پاتې شي، څو راتلونکي نسلونه او زده کوونکي دا هېر نه کړي. کوم علم چې موږ زده کړی په اسانه نه، بلکې د وینو په توېدلو ترلاسه شوی دی. له دې لارې غواړو راتلونکو نسلونو ته دا پیغام ولېږدو چې موږ په داسې شرایطو کې هم د علم او پوهې بیرغ لوړ ساتلی و."

یاسا د دې کتابتون جوړېدل او د مطالعې د فرهنګ دودول د ټولنې د ودې لپاره اساسي اړتیا بولي.

تر دې مخکې د خالد نورا په نوم د کابل د لوېدیځ یوه اوسېدونکي د سې شنبې په ورځ د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو په یاد یو بل کتابتون هم پرانیست.

یو له هغو کسانو چې د دې کتابتون په جوړولو او د کتابونو په راټولولو کې یې ونډه درلوده او د امنیتي ستونزو له مله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په یوه لیکلي پیغام کې ازادي راډيو ته وویل، د دې کتابتون له جوړېدو هدف نجونو او ځوانانو ته د مطالعې د فرصت برابرول او د کاج د ښوونیز مرکز د قربانیانو یادونه وه.

د کاج ښوونیز مرکز یوه استاد نجیب الله یوسفي ازادي راډيو ته وویل، د دې ډول کتابتونونو جوړېدل په افغانستان کې د مطالعې فرهنګ عاموي.

یوسفي وویل: "د دې ډول کتابتونونو جوړېدل یو غوره او مبارک اقدام دی. زه له دې کار څخه ملاتړ کوم، دا ډېر ښه کار دی او په هېواد کې د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ عاموي."

۴۱ ورځې مخکې د تلې میاشتې په ۸مه نېټه د کابل په لوېديځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز انتحاري برید وشو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د راپور پر بنسټ ۵۳ تنه په کې ووژل شول او ۱۱۰ تنه په کې ټپیان شول.

دې برید پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل او له دې برید وروسته "د هزاره و وژنه ودروئ" کمپاین هم پیل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG