د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د کاج ښوونیز مرکز د وژل شویو زده کوونکو په یاد نندارتون پرانیستل شوی


د کاج په ښوونیز مرکز کې د وژل شویو زده کوونکو په یاد د انځورګرۍ له پرانیستل شوي نندارتون یو انځور
د کاج په ښوونیز مرکز کې د وژل شویو زده کوونکو په یاد د انځورګرۍ له پرانیستل شوي نندارتون یو انځور

نن په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز کې د وژل شویو زده کوونکو په یاد د انځورګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د دې نندارتون ګډونوال شازیه وايي، د وژل شویو کسانو جرم یوازې او یوازې زده کړه وه او دوی باید د هغوی لاره تعقیب کړي.

د دې نندارتون په پرانیسته کې د زده کوونکو، محصلانو او استادانو ترڅنګ د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه.

د کابل په لوېدیځ کې د کاج ښوونیز له چاودنې وروسته. په دې چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 2022.09.30
د کابل په لوېدیځ کې د کاج ښوونیز له چاودنې وروسته. په دې چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 2022.09.30

په کاج کې د وژل شوې مرضیې ماما او د هاجر د عمه د زوی ظاهر مدقق چې خپله یې هم په دې نندارتون کې ګډون کړی و ازادي راډيو ته وویل چې دا نندارتون له هغه کسانو یو ملاتړ دی چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

مدقق وویل: "تاسو که له رواني اړخه د غمجنو خلکو ژوند ته وګورئ، دا ډول نندارتونونه له موږ سره مرسته کوي چې خپل غمونه تر یوه حده کم کړو او د وژل شویو کسانو کورنۍ حقیقتونه ومنو، خپل عادي ژوند ته بېرته راوګرځو ، ځکه نه کېږي چې ټول عمر وژاړو."

د کاج ښونیز مرکز استاد نجیب الله یوسفي د دې نندارتون په اړه وايي، چې د قربانیانو کورنۍ ته د روحي ډاډ ترڅنګ مرسته کوي چې خلک له لاسه وتلې روحیه او انګېزه بېرته ترلاسه کړي.

د دې نندارتون د جوړولو یو هدف دا ښودل شوی چې وښيي نورې افغان نجونې زده کړو ته وهڅوي.
د دې نندارتون د جوړولو یو هدف دا ښودل شوی چې وښيي نورې افغان نجونې زده کړو ته وهڅوي.

یوسفي وايي: "د انځورګرۍ نندارتون موږ ته څو ګټې لري، د بېلګې په توګه د وژل شویو کسانو کورنیو ته ډاډ دی، زده کونکو او استادانو ته انګېزه ورکوي چې لا زیات د زده کړې په برخه کې هڅې وکړي، د سوداګرو پام د کابل په لوېدیځ کې زده کوونکو او ښونیزو مرکزونو ته اړوي چې مالي مرستې ته اړتیا لرو. کومې ادارې چې د بشري حقونو په برخه کې کار کوي هغوی یو ځل بیا متوجه کوو چې له موږ سره ظلم روان دی."

د دې نندارتون یوه جوړونکې او د هنر ياران نوين په نوم د انځورګرى بنسټ 'کارګاه نقاشي هنرياران نوين' غړې زبیده وایي، د نندارتون له جوړولو یې هدف دا دی چې وښيي، نورې افغان نجونې وهڅوي چې زده کړې به نه پرېږدي.

هغې وویل: "زموږ هدف له دې پروګرام څخه د هغو کسانو د لارې تعقیب دی چې د علم په لاره کې وژل شوي دي. موږ غواړو چې ټولې نړۍ ته دا پيغام ورسوو چې افغان نجونې زده کړو ته نه پرېښودل کېږي. زه له ټولو نجونو غواړم چې مبارزه به کوي او درس به نه پرېږدي."

په کاج ښوونیز مرکز د سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه ځانمرګی برید شو چې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د راپور پر بنسټ له۵۳ کسانو ډېر په کې ووژل شول او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG