د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د کاج ښوونيز مرکز زده‌کوونکې: د پوهنتونو تړلو دروازو ناهيلې کړي يو


يو شمېر افغانې زده‌کوونکې چې د کانکور ازموينه کې يې ګډون کړی، انځور - ارشيف
يو شمېر افغانې زده‌کوونکې چې د کانکور ازموينه کې يې ګډون کړی، انځور - ارشيف

د کاج ښوونیز مرکز یو شمېر نجونې زده‌کوونکې وایي، له ډېرو ستونزو سره یې د کانکور ازموینه ورکړه او هیله یې درلوده چې لوړې زده‌کړې پیل کړي؛ خو د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړلو، دوی ناهیلې کړي دي.

زهرا عظیمي د کاج تعلیمي مرکز له زده‌کوونکو څخه ده چې، د ياد مرکز په برید کې یې کیڼ لاس ټپي شوی و.

زهرا وایي، له برید وروسته یې که څه هم ډېر لوی شاک ولید، خو د ټپي وجود سره یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او اوس د پوهنتون د دروازو تړل د دې ټول ارمانونه له‌منځه یوړل.

"په تېر دوه کالو کې مې شپه او ورځ زیار وویست څو خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسېږم

نوموړې وايي: "په تېر دوه کالو کې مې شپه او ورځ زیار وویست څو خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسېږم، بلاخره ولاړم او د ازموینې ته حاضره شوم او ازموینه مې په پوره شوق او ذوق ورکړه خو له ازموینې وروسته د پوهنتون دروازې وتړل شوې، خپل دننه یو احساس لرم چې نه‌ يې شم بیانولی، تر دې وړاندې مې فکر کاوه چې د یو افغان په توګه او هغه هدف چې هېواد ته لرم، د یوه افغان په توګه مسوولیت لرم، چې باید یې تر سره کړم خو اوس چې دپوهنتون دروازې تړل شوي دي، یوه ویرونکې او تیاره صحرا ته روانه یم."

زهره د ۲۲۵ نمرو په تر لاسه کولو سره د کابل پوهنتون کیمیا څانګې ته لاره ومونده او ټاکل شوې وه چې، د کیمیا په څانګې که به خپلې زده‌کړې کوي.

"کاشکې ټولو نجونو ته د خپلې خوښې تحصیلي رشتې د انتخاب اجازه ورکړل شوې وی"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

بصیرت فطرت د کاج ښوونیز مرکز بله زده‌کوونکې ده چې، د ټپي کېدو سره يې په دواړو اصلي او متفرقه ازموینو کې یې ګډون وکړ.

بصیرت وایي، هیله یې درلوده، چې د کانکور د ازموینې د تر سره کولو سره به تر بل کال پورې د کابل پوهنتون د انجينرۍ په څانګه کې زده‌کړې وکړي خو اوس دې هيلو ته رسېدل ورته ستونزمن دي.

نوموړې وايي: "هیله مې درلوده مهندسه شم، تل مې غوښتل مهندسه شم، علاقه مندي مې وه ځکه مې دو کاله زیار وکښه څو وکولای شم خپلې رشتې ته بریالۍ شم، خو په هر صورت خپل له هیلو پاتې شوم خو بیا مې هم هیلې درلودې چې خپلې همدې رشتې ته به ادامه ورکړم خو اوس طالبان نجونو ته د درس ویلو اجازه نه ورکوي، که پوهنتون وي یا هم کوم بل ځای، د ښوونځیو دروازې یې هم پر مخ تړل شوې دي."

"هیله مې درلوده مهندسه شم، تل مې غوښتل مهندسه شم

دا په داسې حال کې ده چې، طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې، د روانې کب میاشتې په ۱۵ مه به یوازې د هلکانو محصلانو پسرلني سمېسترونه پیل شي.

که څه هم د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو د دغه وزارت ویاند ضیا الله هاشمي تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې، تر بلې خبرتیا پورې نجونې د امر په منلو مکلفې دي.

طالبان په داسې حال کې دا اعلان کوي چې، د ۲۰۲۲ کال ډسمبر میاشت کې یې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دا محدودیتونو له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سر مخ شوي موضوع ده خو، لا هم دوی خپل له سخت دریځه موقف نه‌دي په شاه شوي.

د کاج ښوونیز مرکز پېښه په اتم د ميزان هغه مهال تر سره شوه چې، د دغه مرکز زده‌کوونکې د ازمایښتي کانکور په ازموینه کې بوخت وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوې یوناما د راپور له‌مخې د کابل په کاج ښوونیز مرکز کې ځانمرګي برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او په زرګونه افغانانو د دغه برید په غبرګون د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وکړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG