د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

په کاج ښوونیز مرکز کې ټپي شوې 'فاطمه امیري' د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې


فاطمه امیري د روان میلادي کال د سپتمبر په ۳۰ مه په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ټپي او یوه سترګه یې ژوبله شوه
فاطمه امیري د روان میلادي کال د سپتمبر په ۳۰ مه په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ټپي او یوه سترګه یې ژوبله شوه

د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ټپي شوې فاطمه امیري د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې ده.

د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو له ډلې فاطمه امیري د مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا په مرسته ترکیې ته د درمنلې لپاره استول شوې ده.

فرهاد دریا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د اغلې امیري د درملنې لپاره یې یوه اندازه پیسې راټولې کړي او د هغې په درملنه به یې ولګوي.

دریا وویل: "د خلکو او یو شمېر خواخوږو په مرسته مې یو اندازه پیسې د اغلې فاطمې د درملنې لپاره د (ګو فن مي) په مرسته راټولې کړي، له دې ټولو مهمه د فاطمه جانې د ترکیې ویزه مو د یو ملګري په مرسته ترلاسه کړله. په همدې حال کې له یو شمېر امریکايي، ترکیي او هغه افغان ډاکترانو سره چې په امریکا کې ژوند کوي په اړیکه کې یو او هغوی هر ځلې فاطمه ګوري، موږ د یو بل ټیم په تمه یو چې هغوي هم خپل نظریات ورکړي بیا به ټول ډاکتران په ګډه تصمیم ونیسي چې درملنه په څه ډول پیل شي."

دریا وايي، د اغلې امیري درملنه به ډېر وخت ونیسي ځکه ټاکل شوې د جراحي څو مرحلې ترسره شي.

سره له دې چې اغلې امیري څو ځلې له ازادي راډيو سره د خبرو لپاره ژمنه وکړه، خو نوموړې پوښتنې ځواب نه کړې.

فاطمه امیري د روان میلادي کال د سپتمبر په ۳۰مه په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ټپي او یوه سترګه یې ژوبله شوه.

په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله لسګونه زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 2022.09.30
په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله لسګونه زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 2022.09.30

نوموړې له دې وړاندې ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې وه چې وشي کړای بېرته خپل عادي ژوند ته په روغ ځان دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما د راپور پر بنسټ په کاج ښونیز مرکز په ځانمرګي برید په پایله کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG