د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

د بښنې نړيوال سازمان: له بشري حقونو د سرغړونې له امله بايد طالبانو سره حساب وشي


کابل کې د مېرمنو يو لاريون، ارشيف
کابل کې د مېرمنو يو لاريون، ارشيف

د طالبانو له لوري په بدخشان کې د صدای بانوان په نوم د ښځو د یوې راډیو د تړلو په غبرګون کې د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل ویلي چې: "دا د طالبانو له لوري په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو ځپل دي."

دغه سازمان پر خپل ټویټر په یو بیان کې ویلي دي، له بشري حقونو د سرغړونې او د ښځو او نجونو پر حقونو د تیري له امله باید له طالبانو سره حساب کتاب وشي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې د ښځو حقونه د بشر حقونه دي.

د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې په شمالي ولایت بدخشان کې د صدای بانوان په نوم په ښځو پورې اړوند یوه راډیو په دې جرم چې، ګوندې د روژې په میاشت کې یې موسیقۍ خپروله وتړله.

که څه هم د يادې راډيو مسوولینو ورته ویلي وو، چې موسیقي ترې په تېروتنه کې خپره شوې، خو بدخشان ولايت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدين احمدي له دغه اقدام وروسته د تېرې جمعې په ورځ ازادي راډيو ته ويلي وو، یادې راډيو په پرله‌پسې ډول د طالبانو د حکومت د خپرونو د پالیسۍ خلاف خپرونې کولې.

د صدای بانوان راډيو لا هم تړلې ده.
د راډيو يوه مسووله

د يادې راډیو یوې مسوولې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په دې راپور کې خپور شي په يو لیکلي پیغام کې ازادي راډيو ته ویلي، د صدای بانوان راډيو لا هم تړلې ده.

لا معلومه نه‌ده چې یاده راډيو به تر کومه تړلې وي خو مسولینو یې هیله ښودلې وه چې طالبان به بياځلې ورته د فعالیت اجازه ورکړي.

يوه ښځينه خبرياله، انځور - ارشيف
يوه ښځينه خبرياله، انځور - ارشيف

د دوى د دې هيلې په اړه مو هڅه وکړه د بدخشان د اطلاعات او کلتور رئيس ښاغلى معزالدين احمدي بيا وپوښتو، خو د دې راپور تر خپرېدو يې ځواب رانه‌کړ.

په بدخشان ولايت کې د صداى بانوان په نوم دې راډيو لس کاله وړاندې نشرات پیل کړي وو چې، د اته کارکوونکو له ډلې شپږ یې ښځې وې.

طالبانو پر افغانستان د بياځلي واکمنۍ وروسته په افغاني رسنیو يو لړ محدودیتونه ولګول چې له امله زیات شمېر رسنیو خپل فعالیتونه ودرول او ګڼ خبریالان بې دندو شول.

که څه هم په کور دننه او بهر بېلابېلو سازمانونو او د بشری حقونو فعالانو له ښځو سره د طالبانو چلند په تېره د ښځو پر کار او تعلیم بندیز له بشري حقونو سرغړونه بللې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې دا سرغړونې بندې کړي، خو د افغان ښځو د حقونو فعالانې وايي، نړیوال دې پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

مدني فعالې سحر ساحل ازادي راډيو ته وویل، که نړیواله ټولنه په رښتیني ډول د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي ستونزه حل کېدای شي.

نوموړې وايي: "نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشارونه زیات کړي، د هغه څه د نه عملي کېدو له امله چې دوی په دوحه کې ژمنه کړې وه، خو زه نه پوهېږم ولې نړۍ یوازې زموږ سېل کوي او نور هیڅ عملي اقدام نه‌کوي او یوازې ګوري چې څه کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې، پر افغانستان د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ وروسته پر افغان مېرمنو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونونو پر ښځو د هر ډول زده‌کړو دروازې تړلي او دغه شان په نا دولتي کورنيو او نړیوالو مؤسسو کې هم د دوی پر کار کلک بندیز لګول شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG