د فبرورۍ ۱۳مه، د راډيو نړيواله ورځ سږ کال په داسې حال کې رارسيږي، چې په افغانستان کې د راډيوګانو وضعيت او له دې لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه د تېرو کلونو په پرتله توپير لري.
د یو شمېر رسنیزو بنسټونو موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د رسنيزې ټولنې هغه ازادي چې په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې وه، په چټکۍ سره لهمنځه ځي.
راډيو له پخوا راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ډېر اورېدونکي لري.
خو د راډيو يو شمېر مينهوال وايي، چې په تېر يوه کال کې د راډیويي خپرونو او نشراتو پر څرنګوالي د بنديزونو لګول د دې لامل شوي، چې دوى د خپلې خوښې وړ پروګرامونو او راډيوګانو له اورېدلو بې برخې شي.
"ما د راډیو د اورېدو لپاره به خپل د شپې خوب خرابوه
د مزارشريف ښار يوې اوسېدونکې مېرمن، چې ځان په خپل تخلص نظري راپېژني ازادي راډيو ته وويل: "ما د راډیو د اورېدو لپاره به خپل د شپې خوب خرابوه، او د راډيو له لارې مې د داستانونو اورېدل خوښېدل. ما ورسره مینه درلوده او هرکله به مې راډیو اورېده. له بده مرغه حالات بدل شول، زموږ د هېواد کورنی او سیاسي حالت خراب شوی دی. موږ اوس د پخوا په څېر راډيو نه اورو، ډېر بدلونونه راغلي، ځينې راډيوګانې کار نهکوي او يا هم راډيوګانې اوس موسيقي نه غږوي."
حميدالله چې په هلمند کې اوسېږي وايي، چې له څوارلسو کلنو راهيسې ازادي راډيو اوري او لهدې لارې مهم خبرونه او معلومات ترلاسه کوي.
نوموړی وايي: "تقریبا ۱۴ کاله کېږي چې زه په دې غټو راډیو ګانو کې ازادي راډیو تعقیبوم او اوس دا راډیو د وېب پاڼې له لارې ګورم او د هغې خبرونه په ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک او ټویټر کې له نورو سره شریکوم او د دې لارې ازادي راډيو تعقیبوم."
د فبرورۍ دیارلسمه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د ښوونیزې، علمي او کلتوري سازمان، یونسکو لهخوا د راډیو نړیواله ورځ ونومول شوه.
راډیو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د ژر او باوري معلوماتو د لېږدولو د تر ټولو ساده وسیلې په توګه د خلکو پام ځانته اړولی دی.
خو سږکال به افغانستان کې د راډیو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسيږي، چې د دغه هېواد د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) په وینا د راډیوګانو فعالیت نږدې ۵۰ سلنه کم شوی دی.
"شاوخوا ۵۰ سلنه راډیوګانې اوس په افغانستان کې غیر فعاله دي.
د دې ادارې مسوول، ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له واکمنۍ مخکې په دغه هېواد کې ۳۰۷ غږیزې رسنۍ فعالې وې، خو اوس د اقتصادي ستونزو او پر رسنیو د بندیزونو له امله دا شمېر ۱۶۳ ته راټیټ شوی دی.
ښاغلی ظريفي وايي: "شاوخوا ۵۰ سلنه راډیوګانې اوس په افغانستان کې غیر فعاله دي. موږ د پخواني حکومت له سقوط نه مخکې په افغانستان کې ۳۰۷ فعالې راډیو ګانې درلودې، خو له سقوط یو کال و څو میاشتې وروسته، اوس په افغانستان کې یواځې ۱۶۳ فعالې غږیزې رسنۍ لرو."
خو يوه مياشت مخکې، د افغانستان د خبريالانو ملي ټولنې، په دغه هېواد کې د رسنيو د فعاليتونو د درېدو او کمېدو د خبر په خپرولو سره ویلي و، چې اوسمهال په افغانستان کې ١٠٢ غږيزې رسنۍ فعاليت کوي.
ومو غوښتل په افغانستان کې د فعالو راډیوګانو د شمېر په اړه، د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم واخلو، خو د ياد وزارت د رسنیو د څار مشر عبدالحق حماد زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
د طالبانو حکومت پر رسنیو د بندیزونو او سانسور لګولو په لړ کې، دوه نیمې میاشتې وړاندې د ازادي او امریکا غږ راډیو ایف ایم او منځنۍ څپې بندې کړې او په دې وروستیو کې یې د ازادي راډیو پښتو او دري وېبپاڼې هم بندې کړې دي.
خو د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي و، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان ازادۍ ته ژمن دي او د ځینو رسنیو د بندېدو لامل یې د رسنیو اقتصادي ستونزې بللې دي.
خو د ازادۍ راډيو او امريکا غږ د خپرونو د بندیدو لامل یې "د خبريالۍ اصولو نه مراعاتول او يو اړخیز نشرات" بللی و.
په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو ملي شورا وايي، د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ وروسته، ۴۵سلنه راډیوګانې د مالي ستونزو او معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله تړل شوې دي.
د دې شورا مشر حفیظ الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل، چې نړیواله ټولنه باید د بیان د ازادۍ په برخه کې د افغانستان د شلو کلنو لاسته راوړنو د ساتلو په هدف اقتصادي همکاري وکړي او زیاته یې کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون جوړولو هڅې روانې دي.
نوموړی وايي: "نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې پام وکړي، اړینه ده چې له خبریالانو او په ځانګړي ډول د افغانستان له رسنیو سره همکاري وکړي. نورې ستونزې هم شته، په دې برخه کې هڅې روانې دي، چې موږ څنګه کولای شو اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره یو کمېسیون جوړ کړو."
په دې برخه کې هڅې روانې دي، چې مونږ څنګه کولای شو اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره یو کمېسیون جوړ کړو."
د افغانستان د خبریالانو مرکز یا AFJC په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړ، چې پهکې راغلی و، په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د محدودیتونو د سختولو له امله په ٢٠٢٢ کال کې ازادې رسنۍ او د بیان ازادي، په بشپړه توګه د مینځه تلو په حال کې دي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز څېړنې ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهيسې، له ٦٠٠ فعالو رسنیو څخه تر نيمايي زياتې (غږیزې، تصویري، چاپي او انلاين) تړل شوي، سلګونه خبريالان او د رسنيو کارکوونکي له هېواده وتلي او ښځینه خبريالانې څنډې ته شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عملي کړي څو ازادې رسنۍ د یادو قوانینو پر بنسټ خپل فعالیت وکړي.