د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د طالبانو له لوري د ازادي راډیو د ویبپاڼو بندولو غبرګونونه پارولي


د ازادي راډیو ویبپاڼه
د ازادي راډیو ویبپاڼه

په افغانستان کې د ازادي راډیو د پښتو او دري ویبپاڼو په بندېدو د رسنیو یو شمېر ملاتړو بنسټونو غبرګونونه ښودلي دي.

په افغانستان کې د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکې وايي چې د ازادي راډیو پښتو او دري ویب سایټونو یا ویبپاڼو ته د دوی لاسرسی بند شوی دی.

د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه بیا د دې اقدام په غبرګون کې وايي چې د دغه ډول بندیزونو دوام به په افغانستان کې د رسنیو خپرونې بندې کړي او اطلاعاتو ته لاسرسی به سخت کړي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې د رسنیو د خپرونو او د بیان د ازادۍ د ټینګښت لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي.

کریمي وویل: "دا ډول پرېکړې او محدودیتونه به په افغانستان کې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د معلوماتو ازاد بهیر به پڅ کړي او ښايي په راتلونکي کې د رسنیو د خپرونو د بشپړ بندېدو او د بیان پر ازادۍ په ټولیزه توګه محدویتونه زیات کړي."

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ازادي راډیو د ویبپاڼو یو شمېر لیدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې په دې وروستیو کې دې ویبپاڼو ته لاسرسی نه‌لري.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلای بیا د دغې کړنې په ځواب کې ویلي چې په افغانستان کې به له هرې ممکنې لارې د دغې راډيو اورېدونکو ته پروګرامونه او معلومات وړاندې کړي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلای
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلای

ښاغلي فلای وویل، کله چې طالبانو د ازادي راډیو ایف ایم او په منځنۍ څپې نشرات بند کړل، دوی په ځواب کې د ازادي راډیو ۲۴ ساعته خپرونې پیل کړې.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه طالبانو په افغانستان کې په منځني او ایف ایم څپو د ازادي او امریکا غږ راډيو ګانو خپرونې بندې کړې.

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دوى له خوا د ازادي راډيو د ویبپاڼو د تړلو خبره رد کړه.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تراوسه له داسې یوې موضوع نه یم خبر شوی دا اوس چې تاسو وویل ما د ازادي راډیو دواړه پاڼې په پښتو او فارسي کې خلاصې کړې، کومه ستونزه نه وه، زه به یې عکسونه هم درته راولېږم."

مجاهد وايي، دوی په دې برخه کې څیړنې کوي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د ورستیو ورښتونو له امله ښايي د ازادي راډیو ویبسایټونه د انټرنېټي ستونزو له امله بند شوي وي.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار له مشر عبدالحق حماد څخه هم معلومات وغوښتل، خو هغه په دې اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ازادي راډیو د خپرونو له بندېدو وروسته عبدالحق حماد په یوه ټویټ کې وویل چې د دغه بندیز لامل "د ژورنالیزم د اصولو نه مراعات او یو طرفه نشرات دي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي، د ازادي راډیو د ویبپاڼو بندېدل د دې لامل شوي چې یو شمېر سیمه‌ییزې رسنۍ چې له دې ویبپاڼو یې د خبري سرچینو په توګه کار اخیسته له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ننګرهار ولایت سیمه ییز خبریال وحیدالله ازادي راډیو ته وویل: "د ازادي راډیو د ویبپاڼو تړل زما لپاره په شخصي توګه ښه خبر نه دی او د دې تر څنګ د هغو رسنیو لپاره چې د ازادي راډیو له ویبپاڼې به یې خبرونه اخیستل او خپلو اورېدونکو ته به یې رسول اوس د دې خبرونو برابرول له لوی خلا سره مخ دي."

د يادونې وړ ده چې له نږدې يو نيم کال راهيسې د طالبانو له لوري پر رسنيو بنديزونه دوام لري او د ازادي راډيو او امريکا غږ راډيو پر خپرونو د بنديز ترڅنګ، د طالبانو حکومت د یو شمېر سيمه ييزو رسینو ويبپاڼې هم تړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG