د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو کلیزه؛ افغانان یې د اطلاع رسونې معتبره سرچینه بولي


نن د جولای څلورمه د ازادې اروپا راډیو، ازادي راډیو له اویایمې کلیزې سره برابره ده، دې نړیوالي رسنۍ آلمان کې د ۱۹۵۰ کال د جولای په څلورمه نېټه خپل فعالیت پیل کړ.

اویا کاله وړاندې د المان مونیخ ښار څخه د ازادې اروپا راډیو لومړنۍ خپرونه خپره شوه.

ازادي راډیو ۲۶ کاله وروسته، په ۱۹۵۴ کال کې له ازادې اروپا راډیو سره یو ځای او د نتیځې اروپا او مخکیني شوروي لپاره یې په ۲۵ ژبو نشرات پیل کړل.

دا مهال د ازادې اروپا/ ازادي راډيو خپرونې د یوې نړیوالې رسنۍ په توګه په ۲۳ هېوادونو کې په ۲۷ ژبو خپرونې خپروي.

ازادي راډيو افغانستان لپاره د ۱۳۸۱ راپدېخوا په دري او پښتو ژبو خبري، روزنیزې او تفریحې خپرونې لري.

ازادي راډیو په اف ام او لنډو څپو باندې د خپرونو په خپرولو سره به ټول افغانستان کې میلیونونه اورېدونکي لري.

سراج الدین د کابل ښار یوه هټیوال دی، دی د ازادي راډیو ښه اورېدونکی دی او اورېدل یې نه فضا کوي.

سراج الدین وایي، ازادي راډیو ورته د اطلاعاتو معتبره سرچینه ده چې د لسګونو رسنیو له ډلې یې ټاکلي ده.

هغه زیاتوي: "کابل کې چې کله موږ ماشومان و، مشرانو به ازادي راډیو ته غوږ نیوو او موږ ته به یې سپارښتنه کوله، موږ هم ازادي راډیو ته غوږ ونیسو څو له هرڅه خبر واوسو."

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې څانګه وايي، د افغانستان لرې پرتو سیمو کې چې خبرې سرچینو ته لاسرسی کم دی، ازادي راډیو د اطلاع رسونې په برخه کې مهمه سرچینه بلل کېږي.

څانګه وایي، د ازادي راډیو تفریحې خپرونو ترڅنګ د خبر برخې ځانګړي مینه واله ده.

هغه زیاتوي: "ازادي راډیو تل خلکو ته خدمت کړی او هغه څوک چې کلیو بانډو کې له اطلاعاتو محرومه دي، اطلاع رسونه ورته کوي."

د افغانستان ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ د نی اجرییه مشر مجیب خلوتګر وايي، افغانستان کې تر نویو بدلونونو وروسته ازادي راډیو د مخکښو رسنیو له ډلې ده او له څه کم دوه لسیزې فعالیت وروسته یې د خلکو تر منځ ځانګړی ځای ترلاسه کړی دی.

د ښاغلي خلوتګر په خبره، ازادي راډیو د خلکوله غوښتنو سره سمه د خلکو په ژبه خپرونې کوي.

د نی اجرییه مشر مجیب خلوتګر
د نی اجرییه مشر مجیب خلوتګر

هغه زیاتوي: "کله چې ازادي راډیو اطلاع رسونه کوله او اوس هم هغو ځایونو کې اطلاع رسونه کوي چې هلته نورې رسنۍ نشته، د ازادي راډیو پالیسي د خلکو له غوښتنو سره برابره ده چې د افغانستان ډېری رسنۍ دا ځانګړنه نه لري."

د ازادي راډیو اصلي ماموریت، دقیقه او بې پرې اطلاع رسونه، د ډیموکراسي ترویج، قومي او مذهبي تعصب سره مبارزه، د بشر له حقونو څخه دفاع او د ملي یوالي رامنځته کول دي.

په افغانستان کې د ازادي راډیو خپرونې لومړیو کې د لنډو څپو له لارې پیل شوې خو وروسته یې د منځنیو څپو له لارې خپرونې پیل کړې.

ازادي راډیو اووه ورځې د اوونۍ د سهار له اوو بجو د ماښام تر اوو بجو پورې په پښتو او دري ژبو خپرونې لري چې ډېری یې ژوندۍ او خلکو سره په مخامخ اړیکو ولاړې دي.

XS
SM
MD
LG