د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

۱۸ کاله ازادي؛ ازادي راډیو ۱۸ کلنه شوه


د ازادي راډیو د مرکزي دفتر ودانۍ
د ازادي راډیو د مرکزي دفتر ودانۍ

په افغانستان کې ازادي راډیو ۱۸ کلنه شوه.

له نن څخه ۱۸ کاله وړاندې ازادي راډيو د ۲۰۰۲ میلادي کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمې بجې په پښتو او دري ژبو درې ساعته خپرونې پیل کړې، وروسته د ۲۰۰۴ کال د مارچ په ۲۱مه دغه نشرات ۱۲ ساعتو ته لوړ کړای شول.

ازادي راډیو دا مهال د افغانستان په وخت د سهار له ۰۷:۰۰ د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو خپرونې لري چې د هر ساعت په سر کې خبرونه او هر نیم ساعت کې د مهمو خبرونو سرټکي خپروي.

ازادي راډيو اوس په ټول افغانستان کې په منځنۍ څپه ۱۲۹۶ "اې اېم" او د کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې په ۱۰۰،۵ ایف ایم خپرېږي.

ازادي راډیو د سهار له ۰۷:۰۰ بجو پیلېږي د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو خپرونې لري.
ازادي راډیو د سهار له ۰۷:۰۰ بجو پیلېږي د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو خپرونې لري.

دا چې د ازادي راډیو په اړه عام افغانان څه نظر لري، د بدخشان، ننګرهار، کابل او هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي یې په اړه داسې وايي: "نوم مې شېر زمان دی، موږ ۱۲ ساعته ازادي راډیو اورو، د خبر په رسولو کې سرعت او دقت ته بشپړ پام کوي، زموږ د خوښې پروګرامونه چمتو کوي."

"احمد احمدي یم له تېرو اتو کلونو راهیسې ازادي راډیو اورم، ښه لا دا چې د انټرنټ او فېس‌بوک له لارې پروګرامونه څارم، ښه شیان خپروي."

"ملنګ خاکسار یم، په ټول افغانستان کې ازادي راډيو اورېدل کېږي، له نېکه مرغه په خبرونو او راپورنو کې زیات حقیقتونه موجود دي."

"له شک پرته ازادي راډیو یو له فعاله رسنیو څخه ده، توانېدلې هر هغه څه چې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې تېرېږي، ورته کتنه وکړي، متنوع، سیاسي، فرهنګي او بېلابېلې خپرونې لري او یوه باوري رسنۍ ده."

ازادي راډیو دا مهال یوازې تر یوې راډیو محدوده نه‌ده پاتې، بلکې څو رسنیزې برخې لري چې میلیونونه کسان‌ یې د ویبپاڼې، فېسبوک، ټویټر، انسټاګرام او یوتیوب له لارې تعقیبوي.

په افغانستان کې ازادي راډیو دومره مینه‌وال لري چې حتی یوه تن یې له خبرونو د افغانستان د تاریخ لیکلو هوډ کړی.

سید محمد امین عارف له پنځو کلونو راهیسې د ازادي راډيو خبرونه په خپل قلم لیکي او ارشیف کوي.

د ازادی راډیو له خبرونو د افغانستان تاریخ لیکي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

ښاغلی عارف زیاتوي: "ټولې رسنۍ زموږ د قدر وړ دي، خو ما ازادي راډیو ځکه غوره کړه چې دوی لومړی حقایق لیکي، پاکه دري لیکي، زما د خوښې رسنۍ ده زه‌یې اورم، لیکم‌ یې او په راتلونکي کې به نور هم ولیکم."

ښاغلي عارف زیاتوي چې غواړم د ازادي راډیو له څپو نوي نسل ته د حقایقو په رسولو کې ونډه واخلم: "زما هدف چې ازادي راډيو اورم او لیکم‌یې همدا دی چې دا د افغانستان او نړۍ حقیقتونه دي چې له ازادي راډیو خپرېږي او زه‌یې اورم، همدا ولیکم او نوی نسل‌یې ولولي چې په رښتیا په افغانستان کې څه تېرېدل."

د ازادي راډيو ۲۷ بېلابېلې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، حقوقي، ځوانانو، ښځو او بشري حقونو او نورې ډول ډول اختصاصي خپرونې لري.

د ازادي راډیو رئیس قادر حبیب
د ازادي راډیو رئیس قادر حبیب

د ازادي راډیو رییس قادر حبیب د ازادي راډيو د خپرونو په اړه وايي: "په تېرو ۱۸ کلونو کې ازادي راډیو خپلو اورېدونکو ته تر وسه وسه د کره او پر وخت معلوماتو د رسولو هڅه کړې، ازادي راډیو یوازې د پېښو راپور نه‌ورکوي، بلکې هڅه کوي چې خپلو اورېدونکو ته ووايي چې پېښه د دوی په ژوند څه تأثیر کوي، موږ اوس یو څو رسنیزه اداره یوو په راډیو او ټولینزو رسنیو کې د ولسواکۍ، ښې حکومتولۍ، بشري حقونو، بیان ازادي، له فساد سره د مبارزې ترڅنګ د نورو مهمو موضوعاتو په اړه افغانانو ته د ازاد او متوازن بحث زمینه برابروو."

ازادي راډيو د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د مرکزي دفتر ترڅنګ په کابل کې څانګه او د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې خبریالان لري چې په خپل وخت کره او بې‌طرفه خبرونه اورېدونکو ته چمتو کوي.

ازادي راډیو له دې وړاندې په ۱۹۸۵ کال کې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د یوې مودې لپاره د ازاد افغانستان په نوم نشرات پیل کړل خو د ۱۹۹۳ کال په اکټوبر کې دغه نشرات بند شول.

له دې وړاندې په لومړي ځل په ۱۹۵۰ کال کې ازادي راډیو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په نوم په پخوانۍ چکوسلواکیا کې نشرات پیل کړل چې دا مهال له ۲۵ په زیاتو ژبو نشرات لري.

XS
SM
MD
LG