د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د تاجکستان پر حکومت د ازادي راډیو د عمومي مشر انتقاد


د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلای
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلای

ازادې اروپا راډیو د تاجکي څانګې په چارو کې د تاجکستان پر لاسوهنه انتقاد کړی دی.

په داسې حال کې چې د ازادې اروپا راډيو خبریالان د کرونا ویروس د پېښو په اړه معلومات ورکوي او د ځایي رسنیو له‌خوا رامنځته شوې معلوماتي خلا ډکوي، د تاجکستان حکومت د دوی د هڅو مخه نیسي. دا خبره د ازادې اروپا راډيو رئیس جیمي فلای کړې ده.

ښاغلي فلای د سې شنبې په ورځ «د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۳۰» نېټه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین ته په یوه لیک کې د دې راډيو د تاجکي څانګې په کاري چارو کې د حکومت د تکراري لاسوهنې په اړه خواشیني څرګنده کړه.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د عمومي مشر لیک
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د عمومي مشر لیک

راډیو ازادي په تاجکستان کې خپل مهم رول لري. تاجکستان له چین او افغانستان سره پوله لري او په منځنۍ اسیا کې یو بې وزله هېواد ګڼل کېږي.

تاجکستان د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د نوروز مراسمو، بازارونو او غونډو ته اجازه ورکړې.

راډیو ازادي په تاجکستان کې مشهوره انسټاګرام پاڼه لري او پر يوټیوب د دې راډيو وېډیوګانې ترلاسه کوونکي شااوخوا یو میلیون دي چې له دې هېواده د دباندې اوسېدونکو کډوالو او ځوانانو لپاره د معلوماتو مهمه سرچینه ده.

خو ښاغلی فلای وايي، چارواکو د دې راډيو له خبریالانو سره له لیدو ډډه کړې، د پوښتنو ځوابونه نه‌ورکوي او روغتیايي خبري کنفرانسونو ته اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلي فلای ویلي: "زه شک لرم چې د تاجکستان حکومت د ازادي راډيو د ځايي څانګې پر وېب‌پاڼه تېره اوونۍ بندیز د کرونا ویروس په اړه زموږ د راپورونو په خاطر لګولی."

په تاجکستان کې د راډيو ازادي د راپورونو پر وړاندې دا اقدامات په داسې حال کې شوي چې تاجک چارواکو په سیستماتیکه توګه خبریالانو ته جواز نه‌ورکوي چې دوی ورته په قانوني توګه د کار کولو په خاطر اړتیا لري.

د ازادې اروپا راډيو رئیس جیمي فلای همداراز د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د هغه ټینګار ځواب هم ووایه چې ګواکي په دې هېواد کې د اسلامي رنسانس ګوند په اړه راپورونه د ترورېزم معادل دي، نو ځکه حکومت د دې راډيو خبریالان ځپي.

ده وویل چې تاجکستان اسلامي رنسانس ګوند د نړیوالو د پرېکړې پر خلاف ترورېسته ډله اعلان کړې او تر هغه وخته چې دا ډله تاوتریخوالی نه‌کوي او د قانون له مخې چلند کوي، د تاجکستان د سیاسي ژوند برخه به وي او راډيو ازادي به‌يې په اړه راپور ورکوي.

د ازادې اروپا راډيو تاجکي څانګه په دوشنبه کې ځايي دفتر لري او په دې هېواد کې د کره او بې‌پرې معلوماتو یوه مهمه سرچینه ده.

په تاجکستان کې د راډیو ازادي یوه خبریاله افسانه
په تاجکستان کې د راډیو ازادي یوه خبریاله افسانه

دا راډيو په ۲۲ هېوادونو کې تر ۳۷ میلیونه زیاتو خلکو ته په ۲۶ ژبو خپرونې کوي. دا هغه هېوادونه دي چې په‌کې رسنۍ محدودې دي او یا هم مسلکي خبریالي په‌کې بشپړه فعاله نه‌ده.

په ۲۰۱۹م کال کې د ازادې اروپا راډيو د ځايي څانګو وېډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو ۳،۶ میلیارد ځلې لیدل شوي.

XS
SM
MD
LG