په ټولنیزو شبکو کې په دې ورستیو کې د نورو ګڼو موضوعاتو تر څنګ فوتي اعلانونه هم ډېر تر سترګو کېږي.
دا اعلانونه لومړی د ملي راډيو له څپو خپرېدل او ورپسې چې سیمهيیزې راډيوګانې جوړې شوې، دوی یې هم د پیسو په بدل کې خپرول پیل کړل خو اوس د یو شمېر سیمهيیزو راډيوګانو څښتنان وايي، د پخوا په پرتله دا ډول کم اعلانونه ترلاسه کوي.
په لوګر کې د یوې سیمهيیزې راډيو مسوول خان ولي احمدزي ازادي راډیو ته وویل، چې خلک اوس د اقتصادي ستونزو له امله فوتي اعلانونه د راډیو ګانو له لارې نه بلکې د خپلو ټولنیزو پاڼو له لارې خپروي.
نوموړي وويل: "پخوا مو د جنازو او فاتحو ډېر اعلانونه درلودل، چې اوس ۸۰ سلنه دا اعلانونه کم شوي دي، مخکې به مو په اوونۍ کې ۱۰ یا ۱۵ د جنازو اعلانونه درلودل، خو اوس دومره نهشته."
د کابل اوسېدونکې وږمه وايي، اقتصادي ستونزې به یو لامل وي، چې له امله یې خلک اوس د راډیو ګانو پر ځای پر خپلو ټولنیزو پاڼو کې دا ډول اعلانونه خپروي.
د نوموړې په خبره بل لامل یې دا دی، چې له ډېرو خلکو سره یې دوستان په ټولنیزو شبکو کې ملګري دي او له دې لارې یې دوی په اسانه خبرولای شي.
اغلې وږمه وايي: "خلک ځکه په ټولنیزو شبکو کې اعلانونه خپروي چې هلته ورسره خپلوان او ملګري اډ وي او اوس ټولنیزې رسنۍ هم ډېرې کارول کېږي، چې له دې لارې په اسانه خبرېدلای او د دوی په مراسمو کې ګډون کولای شي."
ه دې لارې په اسانه خبرېدلای او د دوی په مراسمو کې ګډون کولای شي."
خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکي بیا د دې اعلانونو په بڼه انتقاد لري او وايي، ډېر کله د جنازو او فاتحو له داسې اوږدو اعلانونو سره مخ کېږي چې د یوې مقالې د لوستلو وخت نیسي.
لیکوال نقیب احمد عزیزي وايي، دا اعلانونه ځکه دومره اوږده وي، چې د مړي د کورنۍ ځینې خپلوان خفه کېږي چې ولې یې، د جنازې او فاتحې په اعلان کې نوم نهشته.
نوموړی وايي: "کله ناکله حتا په دې لېست کې ځینې کسان د نوم په نه راتګ د مړي له کورنۍ خفه وي چې زه خو یې هم خپل یم، ولې زما نوم په اعلان کې نهشته؟ په داسې حساسو مسایلو کې د شهرت رقابت باید و نهشي. اعلان دومره اوږد وي چې اعلان نه وي او د نومونو یو لېست ترې جوړ شي او ځینې خلک خو یې د پای لهخوا لولي چې اصلي کیسه پیدا کړي، یعنې په دومره وخت کې ممکن یو کس یوه مقاله ولیکي یا یې ولولي."
لیکوال صدیق دقیق هم د جنازې او فاتحو اوسني اعلانونه اوږده، ګونګ او له ژبنیو ستونزو سره مل بولي.
نوموړی یې د ښه کېدو لپاره وړانديزونه لري او وايي: "یوازې چې د مړي نوم واخیستل شي او د جنازې او فاتحې د ځای او وخت یادونه وشي، کافي ده. که خپله ډېر مشهور نه وي او په نږدې خپلوانو کې یې څوک مشهور وي، د هغو نومونه دې واخیستل شي. بل دا چې د مړي نوم چې په پای کې لیکل کېږي او خلګ سرګردانوي، که دا مخکې راوړل شي چې پلانی د پلاني زوی وفات شوی، دلته یې جنازه یا فاتحه ده او ورته راشئ، دا به ښه وي."
"یوازې چې د مړي نوم واخیستل شي او د جنازې او فاتحې د ځای او وخت یادونه وشي، کافي ده.
افغانان چې ټولنیز ژوند او د خپلوۍ پالل د ژوند مهم اړخ ګڼي، د خوشالۍ او خفګان په مراسمو کې یې هم ډېر خلک راټوليږي، ځکه خو هم ډېر کله هڅه کېږي چې د اعلانونو او کارتونو لېږلو له لارې ټول هغه خلک خبر شي چې له یوه کس سره د غم یا خوښیو په مراسم کې ګډون کوي.
په ډېرو کلیوالو سیمو کې اوس هم خلک د کاغذي رقعو او یا د کلیو په جوماتونو کې د اعلانونو له لارې د جنازې او فاتحې له مراسمو خبرېږي، خو په ښارونو کې د رسنیو ترڅنګ پر ټولنیزو شبکو کې هم نن سبا دا اعلانونه ډېر خپرېږي.