د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

اقتصادي ستونزې؛ کندز کې ۱۴سیمه ییزو رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي


کندز کې یوه سیمه ییزه راډیو
کندز کې یوه سیمه ییزه راډیو

د اقتصادي ستونزو له امله په کندز کې ۱۴سیمه ییزو رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي چې له ډلې یو ټلوېزیون، ۷ سیمه ییزې راډیوګانې او ۶ چاپې رسنۍ دي.

په دې ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو چارواکي وايي، د پخواني حکومت په حاکمیت کې په دغلته ۱۵راډيوګانې، څلورخصوصي ټلوېزیونونه او شپږو چاپي رسنیو فعالیت کاوه، خو د طالبانو په واکمنېدو سره ۱۴ سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپل فعالیتونه بند کړي دي.

په کندز کې د خاور ټلوېزیون مسوول اکمل رحماني ازادي راډيو ته وویل: "پخوا زموږ رسنۍ پر اعلاناتو او ځینو پروژو چلېدلې اوس هغه نشته، که شرایط همداسې دوام ولري، پاتې رسنۍ هم له سقوط سره مخ کېږي. په کندز کې که له لسو رسنیو څخه یې درې فعاله دي."

ددې ولایت د 'راډیو کندز' مسوول حسیب الله حساس هم ورته نظر لري وايي: "په کندز کې یو شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله د خپلو دفترنو دروازې تړلي، که وضعیت همداسې وي ښايي راتلونکي کې به پاتې رسنۍ هم خپل فعالیتونه بند کړي، ځکه نه اعلانونه شته او نه هم ملاتړ کوونکي دفترونه."

په شمال ختيځ زون کې د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې مسوول شهباز صابري وايي، که افغانستان کې حاکم نظام د سیمه ییزو رسنیو وضعیت ته پاملرنه ونه کړي، ښايي په کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې هم لسګونه سیمه ییزې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله خپل فعالیتونه بند کړي.

روحاني وايي، دوی د اسلامي ارزښتونو او د ملي ګټو په رڼا کې د رسنیو له فعالیتونو ملاتړ کوي
روحاني وايي، دوی د اسلامي ارزښتونو او د ملي ګټو په رڼا کې د رسنیو له فعالیتونو ملاتړ کوي

صابري زیاته کړه: "اوس مهال کندز د روشنې په نوم یو ټلوېزیون خپل فعالیت بند کړی، ۷ سیمه ییزې راډیوګانې فعالیت نه لري او دغه راز چاپي رسنۍ هم هېڅ فعالیت نه لري. اقتصادي ننګونې نه یوازې په کندز کې، بلکې په شمال ختيځ زون کې د رسنیو پر وړاندې جدي او اصلي ستونزې بلل کېږي."

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني وايي، دوی د اسلامي ارزښتونو او د ملي ګټو په رڼا کې د رسنیو له فعالیتونو ملاتړ کوي: "اکثریت رسنیو خپل فعالیتونه پیل کړي او هغه چا چې نه دي پیل کړي، هغوی ته موږ بلنه ورکوو چې راشي خپل فعالیتونه پیل کړي. د دوی پر وړاندې موږ هېڅ ستونزه نه لرو او زمېنه هم ورته برابرو، څو دوی خپل فعالیتونه وکړي. زموږ له لوري ټولو رسنیو که هغه راډيوګانې دي او یا ټلوېزیونونه دي، اجازه ده را دې شي خپل فعالیتونه دې پیل کړي."

د یو شمېر خبریالان په وینا، په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله نه یوازې دا چې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي ، بلکې اطلاعاتوته لاسرسې هم محدود شوی دی او دې مسالې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

خو د اطلاعات او فرهنګ رئیس بیا وايي، دوی تل هڅې کړي چې په وخت سره دقیق او کره اطلاعات خبریالانو ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG