د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د طالبانو د حکومت سلو ورځو کې رسنیز بهیر څنګه، ننګونې او خنډونه یې څه وو؟


ارشیف، د طلوع نیوز ځینې خبریالان
ارشیف، د طلوع نیوز ځینې خبریالان

د طالبانو د حکومت په سلو ورځو کې د افغانستان د رسنیز ډګر رنګونه ډېر پیکه شول او د اکثرو رسنیو چارې په ټپه ودرېدې.

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وایي، د طالبانو له راتګ وروسته ۷۰ په سلو کې رسنۍ تړل شوي او پاتې نور یې هم تر محدودیتونو، سانسور او ننګونو لاندې فعالیت کوي.

طالبانو تازه رسنیو ته یوه بله تګلاره لېږلې چې دوی یې اصلاحي خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه یې د محدودیت او سانسور هڅه بولي.

  • د رسنیو عمومي وضعیت

طالبان د اګسټ په پنځلسمه کابل ته ننوتل او ماښام مهال یې د ارګ د نیولو اعلان هم پر الجزیزې ټلویزیون وکړ.

له همغې ورځې راهیسې د طالبانو چارواکي وایي، د رسنیو په ارزښت او اغېز پوه دي او پرله پسې د ډموکراسۍ د دې ستنې د ساتنې ډاډ ورکوي.

د طالبانو د واکمنۍ څو ورځې نه وې تېرې چې یو شمېر خلکو، په ځانګړي توګه هغو ښځو یې پرضد مظاهرې پیل کړې چې دندې او فعالیتونه یې درول شوي وو.

د همدې مظاهرو د خبري پوښښ پر مهال یو شمېر خبریالان ووهل شول، لنډمهالي توقیف شول او وسایل یې هم مات شول.

کابل کې یو وسله وال طالب له یوه خبریال سره
کابل کې یو وسله وال طالب له یوه خبریال سره

همدې امنیتي ستونزو او ورسره څنګ کې اقتصادي ننګونو ډېرې رسنۍ اړې کړې چې خپل فعالیتونه و دروي.

سید عظیم هاشمي په بغلان کې د ارمان شهر راډیو او شهربانو اونیزې مسول و وایي، اوسمهال یې دواړه رسنۍ بندې دي او له ډاره داسې ځای کې پټ دی چې کورنۍ ته یې هم ځای نه دی ورښودلی.

هاشمي زیاته کړه: "له کله نه چې طالبانو بغلان نیولی، زما داوړه رسنۍ تړل شوي دي، طالبان رسنیو او د کمرو مخې ته وایي چې عمومي بښنه یې اعلان کړې او نړیوالې ټولنې ته وایي چې هېچا سره کار نه لري، خو د پردې تر شا د ولایتونو په کچه په خبریالانو او د رسنیو په مسولانو پسې ګرځي."

د ښاغلي هاشمي په څېر یو شمېر نور خبریالان هم له خپلو ولایتونو کډه شوي او یا یې نورو هېوادونو ته پناه وړې، خو طالبان وایي، د دوی له خوا هېڅ خبریال ته ګواښ نه پیښېږي.

واحدالله امان په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټلوېزیون د خبر څانګې مرستیال و، ده ازادي راډیو ته وویل، کله یې چې داعش څو خبریالانې ووژلې، د دوی فعالیتونه ټکني او له تېرو څو میاشتې راهیسې بیخي بند شول.

د ښاغلي هاشمي په څېر یو شمېر نور خبریالان هم له خپلو ولایتونو کډه شوي
د ښاغلي هاشمي په څېر یو شمېر نور خبریالان هم له خپلو ولایتونو کډه شوي

دی وایي، دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د خبریالانو ملاتړي نړیوال بنسټونه یې باید غم وخوري: "زما او زما د ملګرو په څېر ډېر نور خبریالان هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ځکه دوی خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د طالبانو په راتګ او د پخواني حکومت له ړنګېدو سره ډېرې رسنۍ وتړل شوې، ځینو یې خپل کار کوونکي کم کړل، پر نړیوالې ټولنې او د خبریالانو د ملاتړ پر بنسټونو غږ کوم چې خبریالانو سره مرسته وکړي."

  • د فعالو رسنیو وضعیت او له پخوا سره یې د خپرونو توپيرونه

هغه رسنۍ چې له مالي، اقتصادي او څه نا څه امنیتي ستونزو سره سره یې فعالیتونه جاري ساتلي وایي، د حکومت له حقوقي او معنوي ملاتړه نه دي برخمن.

په لوګر کې د زینت راډیو مسول نورالله ستانکزی وایي، د طالبانو په راتګ یې یوازې یوه ورځ نشرات بند و، خو اوس له ګڼو ستونزه سره-سره خپرونې لري چې دوام ته یې ډېر ډاډه نه دی.

دا چې د دغې راډیو خپرونې له پخوا څومره بدلې شوې، ښاغلی ستانکزی یې په اړه وایي: " موسیقي نه نشریږي، تفریحي پروګرامونه نشته. کومې ادبي خپرونې چې لرو، د اوریدونکو شمېر یې ډېر کم شوی دی. د دې ترڅنګ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ یو، اوس اعلانات هم نشته. که په دې شکل سره وضعیت دوام وکړي، ممکن رسنۍ ژر سقوط وکړي، دوی اوس رسنیو پسې مالیه، د جواز تمدید او جریمې هم حساب کړي دي چې څوک یې د ورکړې وس نه لري."

  • اطلاعاتو ته لاسرسی

د پژواک خبري اژانس د خبرونو مسول عبدالرقیب سایل وایي، اوسمهال د طالبانو په حکومت کې د رسنیو د ملاتړ مشخص بنسټ نشته او اطلاعاتو ته د لاسرسي پخوانی چوکاټ هم نړیدلی دی.

سایل زیاته کړه: "افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی بیخي له صفر سره ضرب شوی دی، د اطلاعاتو د ورکولو او غوښتلو کوم چوکاټ چې موږ درلود، هغه کمېسیون مو چې درلود، دا هر څه درول شوي دي، موږ دا اندېښنه له مسولینو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریکه کړې، متاسفانه چې دې ستونزې ته رسیدګي نه کېږي، موږ د معلوماتو له تشې سره مخامخ یو."

د شمشاد خصوصي راډیو ټلویزیون د خبر مسول عابد احساس بیا وایي، طالبان په دولت جوړونه او نورو ورته لومړیتوبونو بوخت دي او ممکن له همدې کبله یې د رسنیزو ارزښتونو خوندیتوب ته ډېر پام نه وي.

ښاغلی احساس زیاتوي: " د طالبانو مشرانو، مربوطه ادارو او مسولانو یې رسنیو سره وار- وار ژمنې کړي چې کارونو ته به یې اسانتیاوې برابروي، په دې ورځو کې د طالبانو لپاره ډېر کارونه نور دي چې دوی یې باید ترسره کړي، هغه دولتي تشکیلات او دولتي کارونه دي. د ژورنالیستانو لپاره غټ مشکل اطلاعاتو ته لاسرسی دی چې کم شوی دی، واقعاً کم شوی دی، بلخصوص په ولایتونو کې خبریالان ډېر شکایت کوي چې اطلاعاتو ته په ښه ډول لاسرسی نه لري."

  • د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی

تازه د خبریالانو ملاتړو بنسټونو افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په تړاو څه نه دي خپاره کړي، خو د تېرې اکتوبر میاشتې په پای کې چې د طالبانو د واکمنۍ دوه نیمې میاشتې تېرې شوې وې یوه نظر پوښتنه وشوه.

دا نظر پوښتنه چې د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادېې ترسره کړې ښيي چې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د دغې ټولنې د رسنیو مسول مسرور لطفي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د نظرپوښتنې پایله دا وه چې ۷۰ فیصده رسنۍ په ټول هېواد کې تړل شوي دي، ۷۰ فیصده خبریالان بې کاره شوي او ۳۰ فیصده رسنۍ چې فعالیت هم کوي، کار کوونکي یې له محدودیتونو سره مخامخ دي، اطلاعاتو ته لاس رسی نه لري او د ځان او دندې د خوندیتوب ډاډ یې هم نشته."

د لطفي په وینا د طالبانو په لومړیو دوو نیمو میاشتو کې خبریالانو سره د بېلابېل ډول تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت شوي چې د ۹۰ فیصده هغو عاملین یې طالبان دي.

د طالبانو د واکمنۍ له پيله د خبریال د وژل کېدو یوازۍ یوه پېښه ثبت شوې ده، خو هغه هم پیچلې.

د لړم میاشتې په ۲۲مه د اریانا ټلویزیون خبریال حمید سیغاني کابل کې ووژل شو.

لومړی وویل شول چې نوموړی په هغې چاودنه کې وژل شوی چې دشت برچي کې پر ټونس موټر وشوه، خو وروسته یې میرمنې فوزیه وحدت ازادي راډیو ته وویل چې سیغاني د کابل ښار شمال کې ترور شوی دی.

  • طالبان د بیان ازادۍ او رسنیو په اړه څه وایي؟

طالبان که څه هم تل ځان د رسنیو ملاتړی بولي، خو په تېرو سلو ورځو کې یې دوه ځله رسنیو ته داسې تګلارې اعلان کړې چې له انتقادونو سره مخامخ شوې.

د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لړم په دیرشمه رسنیو ته اته ماده ییزه تګلاره ولیږله.

دې تګلاره کې راغلي، رسنۍ دې د شریعت او افغاني ارزښتونو خلاف فلمونه، مزاحیه او تفریحي پروګرامونه او داسې ډرامې نه خپروي چې چاته په کې سپکاوی شوی وي او یا یې ممثلینې ښځې وي.

د وزارت ویاند عاکف مهاجر وایي، دا د رسنیو سانسور نه دی: "دا د بیان د ازادۍ مخنیوی نه دی. بلکې یو څو لنډ غوندې اصول دي چې هغه زموږ کلتور زموږ ارزښتونه همداسې غواړي"

له دې وړاندې د سنبلې/ وږي میاشتې په ۲۹مه نیټه هم طالبانو رسنیو ته ۱۱ ماده ییزه مقرره ولېږله.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه د طالبانو نوې تګلاره او پخوانۍ مقرره د سانسور او محدودیتونو هڅه بولي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د عدالت غوښتنې مسول صدیق الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، دغه نوې تګلاره ممکن څه موده وروسته په قانون بدله شي.

خو د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وایي، حکومت یې د بیان ازادۍ او رسنیو ساتنې ته ژمن دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وایي، د بیان ازادۍ او رسنیو ساتنې ته ژمن یو.
د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وایي، د بیان ازادۍ او رسنیو ساتنې ته ژمن یو.

وثیق زیاته کړه: "دغه د بیان ازادي ته اسلامي امارت ژمن دی او حمایت یې کوي، همدغسې ټولو ژورنالیستانو، خبریالانو او د رسنیو مسولانو ته موږ ډاډ ورکوو چې دوی دې په ازادانه توګه باندې فعالیت وکړي."

د طالبانو سل ورځې د رسنیو لپاره له ننګونو او امنیتي، اقتصادي او مالي ستونزو ډکې وې. افغانستان کې فعاله یوشمېر رسنۍ بیا له نړیوالې ټولنې ملاتړ غواړي او وایي، دوی باید پرې نه ږدي چې کورنۍ رسنۍ یو مخ سقوط شي.

XS
SM
MD
LG