د طالبانو حکومت د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت لهخوا رسنیو ته د خپرونو لپاره د غوښتنو په توګه د ۸مادهییز نوملړ سپارل کېدو، د رسنیو، له رسنیو د ملاتړو بنسټونو او خبریالانو پراخ غبرګون راپورته کړی.
هغه وړاندیزونه که چېرې عملي شي، د رسنیو په ځانګړي ډول د ټلوېزیونونو خپرونې به له ډېر محدودیت سره مخ کړي او ان ډېر شمېر ټلوېزیونونو ته به چې د خپرونو لویه برخهیې فلمونه او سریالونه دي، د نشرانو لپاره نور څه ورپاتې نهشي.
له رسنیو ملاتړي بنسټونه دا غوښتنې د رسنیو په ځانګړي ډول د ټلوېزیونونو سانسور بولي او وايي، منل بهیې د رسنیو فعالیت لا محدود کړي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مسؤل صدیقالله توحیدي د طالبانو لهخوا له رسنیو دې غوښتنو ته په اشارې سره وايي، دا مادې رسنۍ په ځانګړۍ ډول ټلوېزیونونه سانسوروي.
د ښاغلي توحیدي په خبره، که څه هم طالبانو دې غوښتنو ته د سپارښتنې نوم ورکړی، خو د ده په خبره، کېدای شي راتلونکي کې دا مادې قانوني جنبه پیدا کړي.
توحیدي وایي: "په دې موضوع کې زه د یوه اخلاقي دستورالعمل پر ځای، ډېر یو سانسور کوونکی ذهنیت وینم. اوس شاید په بېړهیې دې موضوعاتو ته د وړاندیز نوم ورکړی وي، خو وروسته به دا مادې راټولې او د یوه قانون په بڼه وړاندې شي. په افغانستان کې په رسنیو د لا ډېر محدودیت امکان شته."
د طالبانو حکومت لهخوا رسنیو ته په وړاندیز شوي اته مادهییز نوملړ کې په طنزي او کمېډي خپرونو کې د اشخاصو له سپکاوي ډډې کولو ته اشاره شوې او تر خوا یې ویل شوي، هغه فلمونه او سریالونه دې هم نهخپرېږي چې د اسلام او د افغانستان د فرهنګي چوکاټ مخالف وي.
په دې وړاندیزونو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کار ته هم اشاره شوې او راغلي چې ښځینه خبریالانې باید اسلامي حجاب وکړي او هغه تمثیلي خپرونې دې هم نهخپرېږي چي دوی پهکې ونډه لرلې وي.
پر هغو سریالونو بندیز چې د پیغمبرانو او صحابو پر ژوند څرخي، د هغو خپرونو بندېدل چې دین او انساني کرامت ته پهکې توهین شوی وي او یا هم پهکې د نارینهوو عورت ښکاري، د دې غوښتنو بله برخه ده.
خو د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې مسؤل صدیقالله توحیدي وايي، طنزي خپرونې د رسنیز پوښښ یوه مهمه څانګه ده او هر حکومتي مسؤل به د رسنیو لپاره طنزي سوژه وي.
په کابل کې سیمهییزه خبریاله اصلیه احمدزۍ هم وايي، ښځینه خبریالانې هېڅ مهال هم بېحجابه رسنیو کې نهدي راښکاره شوي او د طالبانو دا عمل د ښځو د فعالیتونو محدودول دي.
احمدزۍ زیاتوي: "هغه غوښتنې چې دوی یې کوي، د ښځو د ځپل کېدو لامل کېږي، څو شتونیې لا کمرنګه شي."
په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنه وايي، طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، تر ډېره د رسنیو په محدودیت تمرکز کړی.
د دې ټولنې ویاند مسرور لطفي ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال رسنۍ او خبریالان له ډېرو ستونزو په ځانګړي ډول اقتصادي او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزو سره مخ دي چې طالبانیې باید حل کړي.
مسرور وایي: "اوسمهال موږ یوې داسې سنجول شوې تګلارې ته اړتیا لرو چې د افغانستان د رسنیو د پاشل کېدو مخه ونیسي. تاسې ګورئ چې خبریالان او رسنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی ان د سړک پر غاړو درانه کارونه کوي."
خبریال سید عمر سهار بیا اندېښمن دی چې دا ډول محدویتونه به د خبریالانو پر وړاندې ستونزې لا ډېرې کړي.
سهار زیاتوي: "طالب مشران ډېر کله د بیان ازادۍ ته ژمنتیا ښيي او د همدې بیان له ازادۍ په ګټې رسنیو کې راڅرګندېږي او د خپل حکومت په ګټه تبلیغ کوي، خو یو شمېر نورو مواردو کې بیا دوی پر خبریالانو، رسنیو او ان د دوی د کار په ډول بندیز لګوي."
خو له دې ټولو سره سره د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا غوښتنې د سپارښتنې بڼه لري او اجباري نهدي.
مجاهد وايي: "د ارشاد او دعوت وزارت لهخوا یوه غوښتنه وه چې له رسنیو سرهیې له ناستې وروسته کړې. زموږ رسمي مکتوب نهدی، بلکې یوه غوښتنه ده."
په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي د تېرو ۲۰کلونو له مهمو لاسته راوړنو یوه ده، خو د دې مهمې لاسته راوړنې پر وړاندې ورځ تر بلې د محدودیتونو او سانسور اندېښنې زیاتېږي.
د دې رسنیو د خپرونو یوه برخهیې ځیني ترکي او هندي سریالونه او ځیني تفریحي خپرونې وې چې د طالبانو له واکمنېدو وروستهیې خپرېدل یا بند شوي او یا هم محدود شوي.
د افغانستان له رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، په ټول هېواد کې نږدې ۷۰ سلنه رسنیو خپل فعالیت د بېلابېلو لاملونو له مخې بند کړی، هغه رسنۍ چې په خپلو سیمو یا هم د هېواد په کچه د خلکو غږ ګڼل کېده.