د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د ننګرهار ځینو رسنیو کې پاتې ښځینه ژورنالېستانې: له امنیتي ننګونو خوندي نه‌یو


ارشیف، یو شمېر افغان ښځینه ژورنالېستانې
ارشیف، یو شمېر افغان ښځینه ژورنالېستانې

د ننګرهار په یو شمېر رسنیو کې د ګوتو په شمېر پاتې ښځینه ژورنالېستانې چې په شکل د اشکالو له رسنیو سره کار کولو ته دوام ورکوي، وایي چې له امنیتي ننګونو خوندي نه‌دي.

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب یو شمېر ټولنې هم چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې ګواښونو اندېښمنې کړي، له ټولو اړخونو غواړي چې د ژورنالېستانو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.

د دغو ټولنو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په رسنیز ډګر کې شااوخوا ۲۰ ښځينه ژورنالېستانو کار کاوه چې دمګړۍ یې ټولې په کور ناستې دي.

هدیه نګاه په ننګرهار کې د یوه خصوصي ټلوېزیون ویانده ده، کومه چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په جلال‌اباد کې له یوې امنیتي ننګونې سره مخ او له اندېښنې یې په کور ناستې ته اړ شوه.

ننګرهار کې د لسګونه ښځو غونډه چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له‌منځه تلو غوښتنه لري.
ننګرهار کې د لسګونه ښځو غونډه چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له‌منځه تلو غوښتنه لري.

هدیه نګاه ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وایي، لا هم د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانو ژوند خوندي نه‌دی او د هغې ورځې په ارمان ده چې یو ځل بیا لکه د پخوا پشان بې‌اندېښنې کار او خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

هدیه نګاه د هغې صحنې کیسه کوي، کومه چې ۱۰ ورځې وړاندې کله چې له کوره دفتر ته پر لاره ورسره مخ شوه: "درې کسانو راپسې رامنډې کړې، یو کس چې وسله‌یې په لاس کې وه، بېخي مې څنګ ته رانږدې شو، دوه نور یې چې وسله‌وال وو، لږ وروسته وو، خو دا یو چې بېخي مې نور لاسته رانږدې و، د تفنګچې مرمۍ یې کش کړه او رکشا چلوونکي ته مې چې زه‌یې دفتر ته بیولم، وویل چې ودرېږه! کله چې رکشا چلوونکی په وضعیت پوه شو چې دا خو اوس برید کوي، نو په ډېره بېړه او تېزۍ سره وتوانېد چې له سیمې ووځي."

هدیه نګاه زیاتوي، دې پېښې یې د دې او د دې د کورنۍ اندېښنې زیاتې کړي او غواړي چې تر یو څه وخته په یوه خوندې ځای کې له خپلې کورنۍ سره واوسي.

ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند
ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند

ثنا بیا په ننګرهار کې د یوه خبري اژانس خبریاله وه، کومه چې له تېرو شااوخوا پنځو میاشتو راهیسې یې د امنیتي ننګونو له کبله کار پرېښی دی.

دا په ټولو ښکېلو لورو د افغان خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځينه ژورنالېستانو د خوندیتوب غږ کوي: "له حکومت څخه مې جدي غوښتنه دا ده چې د خبریالانو امنیت ته دې پاملرنه زیاته کړي، له ډلو چې خبریالان په نښه کوي، غواړم چې خبریالان نور په نښه نه‌کړي ځکه چې د خبریالانو دنده یوازې ټولنې ته خدمت کول دي."

په ننګرهار کې د ښځينه ژرونالېستانو دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې په تېرو څو میاشتو کې په دغه ولایت کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون ۴ تنه ښځینه کارکوونکې ووژل شوې کومې چې دغلته‌یې د نورو ښځينه ژورلېستانو زړونه مات، په کور ناستې او یا له کورونو کار کولو ته اړ کړې.

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون وژل شوې کارکوونکې
ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون وژل شوې کارکوونکې

دغو پېښو د خبریالانو د خونديتوب او ملاتړ ټولنې هم اندېښمنې کړې دي.

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسف ظریفي ازادي راډيو ته وویل، په مکرر ډول‌یې تر ځایي مسؤلانو خپل غږ رسولی، خو په وینا یې، له هڅو سره سره بیا هم وضعیت داسې حد ته رسېدلی چې نږدې ټولو ځایي ښځينه ژورنالېستانو یې دنده پرېښې او په کورونو ناستې دي.

ښاغلی ظریفي زیاتوي: "په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې اندېښنې ډېرې زیاتې شوې دي، خطرات شته دي، اوس د ډېری رسنیو ښځينه کارکوونکې په کور ناستې دي."

بل لور ته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې ولایتي اداره د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې په ټول توان کار کوي او ټولو امنیتي حوزو ته لارښوونه شوې چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي: "په ننګرهار کې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب او نورو برخو کې د پاملرنې په موخه ولایتي اداره په ټول توان کار کوي، خپله د ننګرهار والي له خبریالانو سره مستقیمې اړیکې لري، د دوی غوښتنو ته ځوابونه وایي، همدا شان‌یې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې هم د خبریالانو د امنیت خوندیتوب لپاره کار وکړي او هم په کاري چاپېریال کې یې د سهولتونو په برابرولو کې پوره همکاري وکړي."

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې تر ۱۰ ډېرې راډيوګانې او درې ټلوېزیوني شبکې فعالیت کوي چې په‌کې د ننګرهار د خوندیتوب ټولنې د معلوماتو له مخې، تر ۲۰ زیاتې ښځينه کارکوونکې په‌کې په دندو بوختې وې چې دمګړۍ نږدې ټولې یې په کور ناستې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG