د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

څېړنه: د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم نه شته


د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په یوې نوې څېړنه کې موندلې چې د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم نه شته.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اندېښنې تازه نه دي، خو له ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز وايي چې د دوی د موندونو له مخې، په رسنیو کې افغان ښځینه کارکوونکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغه مرکز د څلور میاشتنۍ څېړنې له مخې، د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې ۱۶۹۶ ښځینه کارکوونکې، د امنیتي، ټولنیزو او توپیري چلند له ستونزو سره مخ دي.

افغان خبریالان
افغان خبریالان

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نېکزاد د شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د موندونو له مخې، په ارزګان، نیمروز، نورستان، کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې یوه ښځینه خبریاله هم فعالیت نه لري.

نوموړې زیاته کړه:

"په یو شمېر ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو حضور بیخې کم دی، اما په ارزګان، نیمروز، نورستان او کنړ کې د بېلابېلو دلایلو له کبله، اصلًا ښځینه خبریالانې نشته."

د اغلې نېکزاد په خبره، په یاده څېړنه کې له درې سوو د زیاتو انځوریزو، چاپې رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب د بنسټونو له مسؤلینو، خبریالانو او کاروکوونکو سره مرکې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم په رسنیو کې ښځو سره د تبعیضي چلند او جسني ځورونې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یادې کمېټې د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب په هدف یوه پالیسي هم اعلان کړه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و، د یادې څېړنې په ملاتړ وویل، افغان حکومت د بیان ازادۍ او د خبریالانو د حقونو خویتوب ته ژمن دی.

په ورته وخت کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، که د موجوده وضعیت د ښه والي لپاره د تشو ژمنو پر ځای عملي اقدامات ونشي، ښايي ګڼې ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي.

خبریالې فیروزې عزیزې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په داسې شرایطو کې ډېرې کمې کورنۍ اجازه ورکوي چې نجونې دې په رسنیو کې کار وکړي، خو که په ځینو رسنیو کې د موجوده ستونزو د حل لپاره اقدامات ونشي، طبعاً چې بد اغېز کوي."

په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي بیا ازادي راډیو ته وویل چې د ښځینه خبریالانو د مرکز څېړنه اکثر له واقعیت سره اړخ لګوي.

د ښاغلي توحیدي په خبره، که څه هم په یاده څېړنه کې د افغانستان له ټولو رسنیو خبریالان نه دي پوښتل شوي، خو تر ډېره د موجوده ستونزې بیان پکې شوی چې حکومت باید ورته توجه وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG