د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

په رسنيو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي نوې پالیسي اعلان شوه


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په رسنيو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي نوې پالیسي اعلان کړه.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په رسنیو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره دغه پالیسي ګټوره بولي او وايي، د دې په عملي کېدو سره به یې په رسنیو کې د جنسي ځورونې ستونزه تر ډېره حل شي.

د دغې کمېټې حقوقي سلاکار عین الدین بهادري د سې شنبې په ورځ په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل:

"دغه پالیسي د رسنیو مشران، مدیران او د رسنیو امتیاز اخیستونکي اړباسي چې د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره باید جدي تدابیر ونیسي."

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دغه پالیسي د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت او نورو اړوندو ادارو ته وسپارله، څو عملي بڼه خپله کړي.

د ځينو کورنیو او نړیوالو ادارو د څېړنو له مخې، دا مهال په افغانستان کې له ۵۰ سلنې څخه ډېرې افغان خبریالانې له جنسي ځورونې څخه سر ټکوي.

د کار په چاپېریال کې جنسي ځورونې، په رسنیو کې د ښځو او نجونو له کاره د کورنیو او خپلوانو ناراضيتي او د معاش لږوالی په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو له اساسي ستونزو شمېرل کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په رسنیو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي دغه نوي پالیسي ګټوره وبلله او هرکلی یې ترې وکړ.

د دغه وزارت د نشرانو د برخې مرستیال سید اقا فاضل سنچارکي په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغې پالېسۍ په عملي کېدو کې به، جدي ګامونه واخیستل شي.

سید اقا فاضل سنچارکي
سید اقا فاضل سنچارکي

ښاغلي سنچارکي وویل:

"دغه پالیسي چې جوړه شوې، موږ ترې هرکلي کوو، ډېره مهمه پالیسي ده او موږ به د پالېسۍ په عملي کېدو او اړوندو ادارو ته په استولو کې به یې جدي ګامونه واخلو."

په همدې حال کې بیا یوشمېر خبریالانې په رسنیو کې د ځورونو د موجودیت یو لوی لامل د قربانیانو چوپتیا ګڼي.

دوی همدارنګه له اړوندو ادارو غواړي چې د جنسي ځورونې د مخنیوي دغه نوې پالېسي عملي او ترې څارنه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG