د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

فریده نیکزاد: په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو ځورونې په ډېرېدو دي


د افغانستان د ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ مرکز وايي، په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو ځورونې مخ په ډېرېدو دي.

د افغانستان د ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ مرکز چارواکي وايي، په رسنیو کې ښځينه خبریالانې له خپلو کاري ادارو نیولې تر حکومتي او ولسي خلکو یا خو ځورول کېږي او یا ورسره تو پیريز چلند کېږي.

د دغه مرکز مشرې فریدې نیکزاد د شنبې په ورځ په کابل کې یوې ناستې ته په وینا کې وویل چې دغه ځورونې د دې لامل شوي چې یوشمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي.

فریده نیکزاد
فریده نیکزاد

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې د دې فرصت نه ورکول کېږي چې یوه ښځه د خبریالې په توګه کار وکړي او هغه خوندیتوب ونه لري، همدلته دی چې ځپل کېږي او وړتیاوې یې له منځه ځي او د دې لامل کېږي چې ځان ګوښه ونیسي او داسې یو حد ته رسېږي چې بلاخره مجبورېږي چې خپله مسلکي دنده پرېږدي او ولاړه شي خلاف د مسلک د دولتي مامورې په توګه کار وکړي."

مېرمن نیکزاد وايي، دغه ځورونې او توپیريز چلند نه یوازې په کابل بلکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لیدل شوی دی.

جنسیتي توپیریز چلند، لږې تنخواګانې، کورنۍ ننګونې او په حکومتي کچه معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځينه خبریالانو له نورو ستونزو شمېرل کېږي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې دا مهال د افغانستان په فعاله رسنیو کې ۱۰۳۷ ښځې په کار بوختې دي چې په وینا يي دا د تېرو دوو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښیي، خو په دې اړه یې کوم ارقام وړاندې نه کړل.

دوی وایي، فکر کوي چې د ښځينه ژورنالستانو وضعیت د ښه کېدو پرځای ورځ تر بلې خرابېږي.

د کابل د یوې سیمه ییزې راډيو خبریاله مقدسه هاشمي وايي، نه یوازې ښځینه خبریالانې بلکې په ټوله کې خبریالان د نورو ستونزو ترڅنګ د حکومتي چارواکو له ناسم چلند سره هم مخ دي.

دوی وايي، کاري چاپېریال کې هم له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي او کورنۍ یې حتی زړه نه ښه کوي چې خپلې لورګانې کار ته پرېږدي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سلاکار جعفر راستین چې په دغه ناسته کې ګډون کړی و وویل چې دوی د ښځينه ژورنالستانو د ستونزو د هواري لپاره ځيني مهم اقدامات ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ښځينه ژورنالستانو د ستونزو د هواري او خوندیتوب لپاره کارونه ترسره کړي له هغې ډلې د یوې کمېټې جوړول دي دغه کمېټه تر ډېره توانېدلې چې د خبریالانو په وړاندې د زورزیاتي پېښې وڅېړي او ورته رسیده ګي وکړي."

له دې ټولو سره سره د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې چارواکي وايي، په رسنیو کې د ښځينه ژورنالستانو ستونزو ته په هغه کچه رسیدنه نه ده شوې چې اړتیا ده.

دوی وايي، که چېري وضعیت داشان دوام وکړي او اړوند قوانین پلي نشي په راتلونکو کلونو کې به په رسنیو کې تر دې هم د کم شمېر ښځینه خبریالانو د حضور شاهدان اووسو.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG