د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د مصونیت کمېټه: ناامنۍ د شمال زون په رسنیو کې د ښځو حضور کم کړی


ارشیف، یوه ښځینه ژورنالېسته په سټوډیو کې د کار پر مهال
ارشیف، یوه ښځینه ژورنالېسته په سټوډیو کې د کار پر مهال

په افغانستان کې د خبریالانو د مصونیت کمېټه په شمال زون کې د ناامنیو د زیاتوالي او په رسنیو کې د مالي ستونزو د رامنځته کېدو له وجهې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور له کموالي خبر ورکوي او په اړه‌یې اندېښنه ښيي.

په شمال کې د خبریالانو د مصونیت کمېټې مشر بشیر احمد انصاري وايي چې په شمالي ولایتونو کې د ناامنۍ زیاتوالی د دې لامل شوی چې د جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو په تصویري او غږیزو رسنیو کې د ښځو حضور نسبت پخوا ته په مراتبو کم شي.

انصاري په رسنیو کې د مالي ستونزو رامنځته کېدل او خبریالانو ته په موقع او د مناسب تنخوا نه‌ورکول، د شمال زون په رسنیو کې د ښځو د حضور د کموالي بل عامل بولي.

هغه په‌دې اړه وویل:

"په سرپل ولایت کې هېڅ ښځه په رسنیو کې کار نه‌کوي، په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې هم په رسنیو کې د ښځو حضور په کراتو کم شوی او یوه یا دوه ښځې رسنیز فعالیت لري. اساسي ستونزې نا امنۍ او په موقع خبریالانو ته د معاش نه‌ورکول دي."

ښاغلی انصاري وايي چې کومو ښځینه خبریالانو چې د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله له خپلو دندو فاصله نیولې، په ټولنه کې د نورو کاري فرصتونو د نشتوالي په خاطر اړ شوي چې وطن پرېږدي او بهرني هېوادونو ته کډوال شي.

انصاري زیاته کړه:

"یو عمده لامل خو ناامني ده، دوهم دا چې کله چې ښځینه خبریالانې له دندې فاصله نیسي، په نورو برخو کې د کار د نشتوالي په خاطر وطن پرېږدي او نورو بهرنیو ملکونو کې کډوال کېږي."

په بلخ کې یو شمېر خبریالانې وايي چې د امنیتي ګواښونو د شتون او د مناسب تنخوا د نه‌ترلاسه کولو ستونزو سره سره، دوی په ټولنه کې له ناوړه دودونو او په کار ځایونو کې له روان ګواښونو سره مخ دي.

راضیه موسوي یوه له همدې خبریالانو ده، هغه‌یې په اړه وايي:

"له دې سره چې په موقع ښځینه خبریالانو ته معاش نه‌ورکول کېږي او له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، ښځینه خبریالانې په ټولنه کې له ناوړه دودونو او په کار ځایونو کې له روحي او رواني تهدیداتو سره مخ دي او په همدې اساس اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي."

د خبریالانو د مصونیت کمېټې مسؤلان په ټولنه کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د ناوړه دودونو د حاکمیت په تأیید سره وايي چې دولت په رسنیو کې د ښځو د حضور د بیا احیا لپاره باید تشویقي برنامې جوړې کړي او رسنیو ته د هغوی په مطبوعاتي فعالیت کې د ښځو حضور اجباري کړي.

بشیر انصاري یې په اړه وویل:

"دولت باید تشویقي برنامې ولري، په رسنیو کې د ښځو حضور اجباري کړي او همکار بنسټونه د ښځینه خبریالانو د معاش په ورکولو کې رسنیو سره مرسته وکړي. مثلاً پخوا د «USAID» دفتر د پروموټ برنامې له‌خوا په رسنیو کې ښځینه کارکوونکو ته تنخوا ورکول کېده."

په همدې حال کې په شمال زون کې د افغان خبریالانو ټولنه «سجنا» هم د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د ترورېستي حملو د زیاتوالي په دلیل په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور د کموالي په خاطر اندېښنه ښيي او دولت خاصتاً د شمال زون د محلي حکومتونو چارواکي د خبریالانو د ځاني او مالي خوندیتوب په برخه کې په بې‌پامۍ تورنوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG