د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د محدودیتونو دوام؛ د شمال په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور کم شوی


ارشیف
ارشیف

د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د محدودیتونو زیاتوالي په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور کم کړی دی.

په شمال زون کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا نی وايي چې په بېلابېلو شمالي ولایتونو کې د قرنطین مودې د اوږدوالي له امله ګن شمېر رسنۍ له مالي زیانونو سره مخ شوي او خپل ډېری ښځینه خبریالانې او کارکوونکي یې له تنخواه پرته یا رخصت کړي او یا هم ځواب کړي دي.

د افغانستان په شمال کې له رسنیو څخه ملاتړي بنسټونه په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور کموالي ته په اندېښنه کې دي.

د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ دفتر یا نی وايي چې د یاد بنسټ یوه سروې دا ښيي چې د کرونا ویروس سره د مبارې په خاطر د قرنطین او پر کارونو د لګول شویو محدودیتونو د مودې د غځېدو په خاطر ځینو رسنیو د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی.

په شمال کې د نی دفتر مشره مبینه ساعي وايي چې د قرنطین د مقراراتو په وضع کېدو سره تر ټولو ډېر ښځینه خبریالانې اغېزمنې شوي دي.

د آغلې ساعي په خبره چې ډېر شمېر ښځینه خبریالانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړي دي.

هغې ووېل: "هغه نظر اخیستنه چې مونږ ترسره کړه، دا ښيي چې ډېری خبریالان په ستونزو کې دي، دوی خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم ورته له معاش پرته رخصتي ورکړل شوې."

ښځینه خبریالانې چې د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې په خاطر له لګول شویو مقرراتو زیانمنې شوي دي او خپلې دندې یې له لاسه کړي یا یې له معاش پرته رخصت ترلاسه کړې، له مالي ستونزو سره مخ دي.

مهناز موزون په بلخ کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ خبریاله ده.

هغه وايي چې له معاش پرته یې رخصتي ترلاسه کړې او یادې مسئلې د هغې کورنۍ له جدي مالي ستونزو سره مخ کړې.

موزون زیاتوي: "زه چې د هر تولیدي راپور په مقابل کې پیسې ترلاسه کوم، اوس له تنخواه پرته رخصتي راکړل شوې، دغه وضعیت زه دې یوې ښځینه خبریالې په توګه له جدي مالي ستونزو سره مخ کړې یم، چې په واقعیت سره راته ستونزمنه ده."

په شمال کې د خبریالانو ټولنه (سجنا) هم د ځینو مختلفو دلایلو په خاطر د شمال په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور کم والي ته اندېښنه لري.

د دغې ټولنې مشر ګلاب شاه باور ازادي راډیو ته ووېل چې یو شمېر ښځینه خبریالانو د امنیتي ګواښونو له امله ځینو د سیمه ییزو رسنیو څخه د مناسب معاش د نه ترلاسه کولو په خاطر او نورو بیا د قرنطین د مودې د غځېدو له امله دندې له لاسه ورکړي.

په همدې حال کې، د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د لګول شویو محدودیتونو د رفع کېدو هڅې یې پیل کړې دي.

د دغه ریاست مرستیال عطا محمد ساهو ازادي راډیو ته ووېل چې د بندیزونو د بشپړ رفع کېدو په صورت کې به یو ځل بیا د بلخ ولایت په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور د پام وړ شي.

د نی دفتر د مسئولانو په اند چې تر ټولو ډېر په سمنګان ولایت کې د رسنیو کارکوونکي او ښځینه خبریالانې د شته محدودیتونو او امنیتي ګواښونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG