د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

افغانستان کې د راډیو اورېدونکي او مینه‌وال مخ په زیاتېدو دي


په داسې حال کې چې نړۍ کې رسنۍ او د معلوماتو سرچینې ورځ تر بلې د پرمختک په حال کې دي او سوشیل مېډیا یا ټولنیزې رسنۍ د خلکو د معلوماتو د ترلاسه کولو پر لومړنیو سرچینو بدلې شوي په افغانستان کې لا هم راډیو د معلوماتو یوه مهمه سرچینه ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر کمال سادات ازادي راډیو ته وویل، د خبرتیا او معلوماتو رسونې د الاتو له ډلې تر ډېره په افغانستان کې راډیو ډېر مینه‎وال او اورېدونکي لري او ورځ تر بلې یې اورېدونکي مخ په زیاتېدو دي.

ښاغلی سادات وايي، د هېواد په کلیو او بانډو کې د برېښنا نه‌شتون، انټرنټ او ټلوېزیون ته د خلکو محدود لاسرسی، فقر او بې‌وزلي او په ځینو مواردو کې د افغاني ټولنې سنتي جوړښتونه هغه عمده عوامل دي چې د راډیو اورېدونکي یې زیات کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر کمال سادات
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر کمال سادات

نوموړی وايي:

"په افغانستان کې د راډیو اورېدونکي مخ په زیاتېدو دي او په هېواد کې د راډیوګانو پرمختک هم ډېر دی او د خلکو تر منځ خورا ډېر اهمیت لري او ورته مهم دي."

په افغانستان کې د راډیو له جوړېدو څخه نېږدې ۹۰ کاله تېرېږي خو د راډیوګانو غږ لا هم اوچت دی او د افغانانو تر منځ ځانګړی اهمیت لري.

د افغانستان د راډیو او ټلوېزیونونو د ټولنې مسؤلان وايي، د افغانستان ډېری اوسېدونکي اوس‌مهال راډیو ته لاسرسی لري او په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې هم د راډیو خپرونې اورېدل کېږي.

د دغې ټولنې رئیس محمد رحمتي ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال څه باندې ۲۰۰ راډیوګانې په افغانستان کې خپرونې لري خو یوازې ۱۰۰ راډیوګانو د دغه اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړی.

نوموړی وايي:

"په دغې ټولنه کې له مرکز او ولایتونو څخه شااوخوا ۱۰۰ راډیوګانې غړیتوب لري، د راډیوګانو شمېر په ټول هېواد کې له ۲۰۰ څخه هم زیات دی او موږ هڅه کوو چې نورې راډیوګانې هم د دغه ټولنې غړیتوب واخلي."

په ورته وخت کې د رسنیو یو شمېر مسؤلین او د ژورنالیزم پوهنځي استادان راډیو یوه ارزانه او اسانه رسنۍ بولي او وايي، راډیو په ټوله نړۍ، په تېره بیا وروسته پاتې او بې‎‌وزلو ټولنو کې د معلوماتو د شریکولو او تفرېح یوه ډېره کامیابه سرچینه ده.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد ذبیح‌الله حیدري وویل، راډیو د ټولنیزو او فرهنګي خپرونو د خپرولو ښه بستر کېدای شي او کولای شي پر ټولنې مثبتې اغېزې پرې باسي.

ښاغلي حیدري زیاته کړه:

"دا چې افغانستان یوه سنتي ټولنه ده، د برېښنا او اقتصاد له پلوه هم له ستونزو سره مخ دی نو راډیو کولای شي چې یوه ښه رسنۍ اوسي او د خلکو تر منځ د اړیکې یوه قوي وسیله اوسي. راډیو د ټولنیزو، پراختیايي او فرهنګي خپرونو د پلي کولو یو ښه بستر کېدای شي."

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي که څه هم د راډیو پر ارزښت ټینګار کوي خو وایي چې کابل ښار کې راډیو خپل اورېدونکي له لاسه ورکړي او ځای یې ټلوېزیونونو او ټولنیزو رسنیو خپل کړی.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"اوس نو راډیو څوک نه‌اوري، اوس نو موبایل، ټلوېزیون او نورې وسیلې شته چې د هر څه لپاره کارول کېږي او خلک ترې ګټه اخلي."

"اوس توپیر لري، مخکې به یوه راډیو وه او ټول به پرې راټول وو اوس هر کور، موتړ او دوکان کې راډیوګانې او نور وسایل شته او ټول ترې ګټه اخلي."

له ښارونو ورهاخوا په کلیو او بانډو کې راډیو د خلکو د ژوند یوه برخه ګرځېدلې.

حکمت‎الله چې غزني ولایت کې د راډیو اورېدونکی دی او په خبره‌یې د راډیو اورېدل‌یې د ژوند یوه برخه ګرځېدلې وايي، په هېواد کې له هرې پېښې څخه لومړی له راډیو څخه خبرېږي نو ځکه راډیو ورته ډېر ارزښت لري.

نوموړی وايي:

"زه تل دې ته په تمه اوسم چې واورم کومه پېښه شوې، څو تنه په‎کې مړه شوي، نو ځکه راډیو ته ډېر ارزښت ورکوم، ډېر خلک‌یې اوري او ټول‌یې مینه‎وال دي. هغه راډیوګانې نه‌اوري چې واقعیت نه‌وايي او یا هم غیر مشروع خپرونې لري."

ننګرهار کې د یوې محلي راډیو خبریال حضرت یوسف یوسفزی وايي، د راډیو اورېدونکي تر ډېره هغه خپرونې اوري چې پر واقعیتونو ولاړ اوسي او د ټولنې ستونزې رابرسېره کړي.

دی وايي، کلیوال خلک د هرې بلې معلوماتي سرچینې په پرتله پر راډیو ډېر باور لري.

نوموړی وايي:

"که رښتینې راډیو وي، خبرونه او خپرونې‌یې له صداقت او د ټولنې ستونزې او حل لارې رابرسېره کړي هغه راډیوګانې تر ډېره خلک اوري او بیا بیا یې اوري."

له دې ټولو سره-سره اقتصادي او امنیتي ستونزې هغه څه بلل کېږي چې د رسنیو په ځانګړي ډول د راډیوګانو د فعالیتونو مخه‌یې نیولې.

د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې رئیس صدیق‌الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر راډیوګانې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د انتقادي خپرونو یا خبرونو د خپرولو له کبله د محلي زورواکانو او ترورېستي ډلو له لوري له ګواښونو سره مخ دي.

د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې رئیس صدیق‌الله توحیدي
د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې رئیس صدیق‌الله توحیدي

ښاغلی صدیقي وايي:

"په افغانستان کې د راډیوګانو جدي ستونزې د مالي سرچنو او د تجارتي اعلانونو نه‌پیدا کول او امنیتي ګواښونه دي چې د ترورېستي ډلو له‌خوا ورته متوجې دي او په ځینو مواردو کې د محلي زورواکانو له‌خوا له ګواښونو سره مخ کېږي."

ښاغلی توحیدي وايي، که څه هم په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر تصویري رسنیو خپرونې پيل کړي خو راډیوګانې لا هم د خلکو تر منځ خپل ځای لري.

په افغانستان کې لومړنی راډیويي چینل د "راډیو کابل" تر نوم لاندې نېږدې نوي کاله مخکې د غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شو چې د یوې مودې فعالیت وروسته‌یې د ځینو دلایلو له امله خپرونې ودرولې خو په ۱۳۲۰ لمریز کال‌یې بېرته خپلې خپرونې پیل کړې او په هغه وخت کې یې یوازې د کابل ښاریانو ته خپرونې کولې.

په هغه وخت کې ډېر شمېر خلکو راډيوګانې نه‌درلودې نو راډیو به‌یې د هغو لاودسپیکرونو له لارې اورېدله چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې لګول شوي وو.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG