د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

له هېواده بهر د چاپي رسنيو د دودولو هڅې؛ امريکا کې فارسي ټايمز مياشتنۍ له چاپه راووته


فارسي ټايمز مجله
فارسي ټايمز مجله

فارسي ټایمز هغه میاشتنۍ چې تازه په امریکا کې چاپ او د خپرونکو په خبره یې، په امریکا او کاناډ کې په وړیا ډول په لوستونکو ویشل شوې ده.

په فارسي، پښتو او انګریزي ژبو د دغه میاشتنۍ مسوول مدیر نقیب اروین ازادی راډیو ته وویل: "په اساسي ډول موخه دا وه، دا زموږ هېوادوال کوم چې امریکا او کاناډا ته راغلي دي، له څلوېښت، پنځوسو کلونو را په‌دېخوا په ځانګړي ډول په دې ورستیو کې، داسې یوه خپرونه چې دوی ورسره اړیکه جوړه کړي نه یې درلوده، او ټولنه یې په دې نه ده توانېدلې چې د دوی فعالیتونه او کارونه په امریکا کې د یوې خپرونې له لارې خپاره کړي."

فارسي ټایمز لومړۍ ګڼه د ۵۰۰۰ په تېراژ کې د خپرونکي او د فرهنګي ملګرو په مالی مرسته چاپ شوې

فارسي ټایمز لومړۍ ګڼه د ۵۰۰۰ په تېراژ کې د خپرونکي او د فرهنګي ملګرو په مالی مرسته چاپ شوې خو ښاغلی اروین وايي، د نورو ګڼو لګښت به دوی د سوداګریزو اعلانونو له لار پرې کوي.

په ورته وخت کې په جرمني کې مېشت یو شمېر فرهنګیان وايي، دوی هم د یوې مجلې د چاپ تابیا کړې ده.

انجنیر محمود سعید چې ځان د دې مجلې مسوول مدیر معرفي کوي ازادي راډیو ته وویل: "مجله تقربباً اماده ده، ډیزاین او اېډېټ هم شوی اوس نو د چاپ پړاو ته رسېدلې ده، همدې میاشت کې چاپيږي، فبروري کې، نوم یې هڅوب دی."

ښاغلی سعید وايي، چې دا مجله به په پښتو او یوه وړه برخه یې په جرمني ژبه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره په دغه هېواد کې د چاپي خصوصي رسنیو فعالیت په ټپه درېدلی دی.

د دغو رسنیو مسوولینو مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې، لامل د طالبانو له‌خوا پر دوی لګېدلي محدودیتونه بللي دي خو د طالبانو ویاندویانو بیا په وار وار ویلي، یادې رسنۍ د خپلو اقتصادي ستونزو له امل تړل شوي دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې تېره مرغومې میاشت کې وویل، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۳۸۷ رسنۍ تړل شوې دي.

دغې ټولنې په په خپل راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې په افغانستان کې ۵۷۹ غږیزې، تصویري او چاپې رسنۍ فعالې وې چې اوس یې شمېر ۱۹۲ ته راټیټ شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG