د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

بلخ کې ټپي شوي خبريالان: د خبريالانو ملاتړو بنسټونو مو د درملنې لپاره هيڅ اقدام نه‌دی کړی


مزار شريف کې تبيان فرهنګي مرکز له بريد وروسته
مزار شريف کې تبيان فرهنګي مرکز له بريد وروسته

په مزار شریف ښار کې د ټپي شويو خبریالانو له‌خوا د خبریالانو په ملاتړو بنسټونو توندې نیوکې.

فردین نوروزی چې ۱۷ ورځې وړاندې له یو شمېر نورو خبریالانو سره په تبيان مركز كې د چاودنې له امله ټپي شوی وايي، ډاکټرانو په دې پېښه کې د ټپي شوي هر خبریال د غوږ پردې د درملنې لګښت زر ډالره اټکل کړی، چې په وینا یې خبریالان د دې لګښت توان نه‌لري.

"اورېدلی نه‌شم، د غوږونو پردې مې شلېدلي

دغه ټپي شوی خبریال ادعا کوي، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یوازې د روغتون د لومړیو دوو شپو د درملنې لګښت ورکړی او تر اوسه د يادې کمېټې په ګډون د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو له‌خوا د دوی د درملنې د دوام لپاره د مرستې کوم خبر نه‌شته.

نوموړی وايي: "اورېدلی نه‌شم، د غوږونو پردې مې شلېدلي، پښې مې درد کوي، درېدلی نه‌شم. د خبریالانو ملاتړو بنسټونه چې تل وایي، د خبریالانو ملاتړ کوي، هیڅ مرسته یې نه‌ده کړې."

ښاغلي نوروزي زیاته کړه چې په دې چاودنه کې ټپي شوي خبریالان د اقتصادي ستونزو له امله ان د خپلو ټپونو د پټۍ کولو توان هم نه‌لري.

تبيان فرهنګي مرکز کې پر خبريالانو بريد
تبيان فرهنګي مرکز کې پر خبريالانو بريد

په دې پېښه کې يو بل ټپي خبريال، خيبر ابراهيمي هم د خبريالانو د خونديتوب کمېټه تورنوي چې د ټپي خبريالانو د درملنې په برخه کې يې خپله ژمنه نه‌ده پوره کړې.

ښاغلی ابراهيمي وايي: "د خوندیتوب کمېتې موږ ته وویل چې زموږ د غوږونو د عملیات لګښت ورکوي، د پېښې څخه شاوخوا ۲۰، ۲۲ ورځې تېرېږي خو لا هیڅ مرسته نه‌ده شوې. دوی وویل چې موږ سره مالي مرسته کوي خو هغه هم نه‌ده شوې."

"زما غوږ یو ځل معاینه شو، هغه هم کمېټې په دې اړه اړیکه نه وه نیولې

په دې پېښه کې بل ټپي شوی خبریال، عاطف ارین هم ورته نیوکه لري.

نوموړی وايي: "زما غوږ یو ځل معاینه شو، هغه هم کمېټې په دې اړه اړیکه نه وه نیولې، زما یوه ملګري راته وویل چې، د خوندیتوب کمېټې یو شخصي روغتون لیدلی، راځه د غوږ پرده دې چک کړه چې ډېره ستونزه نه وي پېښه شوي یا د غوږ پرده دې نه وي شلېدلي، تر اوسه د خبریالانو ملاتړو بنسټونو ان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اړیکه نه‌ده نیولې."

خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (NAI) مسول ظریف کریمي وايي، دغه اداره له ټپي خبریالانو سره د عدالت غوښتنې تر کچې مرسته کوي.

ښاغلی ظريفي وايي: "په دې شرایطو کې تر ټولو لوی کار چې موږ کولی شو دا دی چې د دوی لپاره د عدالت غوښتنه وکړو او د دوی غږ هغه بنسټونو ته ورسوو، چې له خبریالانو سره مالي ملاتړ کوي. دا د خوندیتوب کمېټې دنده ده چې په دې شرایطو کې چې خبریالان فزیکي او رواني ستونزې لري، ورسره مرسته وکړي."

بل پلو د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر قديم ویاړ وايي، چې دغې کمېټې د ټپي خبريالانو د لومړنۍ او عاجلې درملنې لګښتونه ورکړي او د دوی د ټپونو د ښه کېدو په تمه دي، چې د دغو خبريالانو اساسي درملنه پيل شي.

نوموړی وايي: "د مزار شریف روغتون د ډاکټرانو او همدارنګه د کابل د ځینو روغتونونو څخه چې موږ لیدنه کړې او د ډاکټرانو سره مو خبرې کړي، سپارښتنه یې دا ده چې اول باید د دوي ټپونه چې په سر او غږونو کې یې لري عادي حالت ته راستانه شي، وروسته به د دوی د غوږ جراحي یا مصنوعي پرده یا هم د غوږونو د پردې د بیا ترمیم عملیات ترسره شي."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه یو له هغو محدودو بنسټونو څخه ده چې د زیانمنو خبریالانو د مالي ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي.

د بلخ ولايت په تبيان مرکز کې دغه چاودنه د روان کال د کب په ٢٠مه په داسې حال کې وشوه، چې شاوخوا ٢٥ خبريالانو، د خبریالانو ورځې په مراسمو کې ګډون کړی و.

د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې د افغان غږ خبري اژانس (آوا) خبریال حسین نادري او د هغه د یوه همکار په ګډون ۳ تنه ووژل شول او ۱۸ نور خبریالان ټپیان شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG