د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

بلخ کې د خبریالانو په غونډه چاودنه؛ د تلفاتو په اړه یې بېلابېلې څرګندونې کېږي


په بلخ کې د خبریالانو په غونډه کې له شوې چاودنې وروسته د سیمې انځور
په بلخ کې د خبریالانو په غونډه کې له شوې چاودنې وروسته د سیمې انځور

د بلخ ولایت په تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو په یوې غونډې د نننۍ چاودنې د تلفاتو په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي.

د طلوع نیوز خصوصي رسنۍ خبریال عزیز ابرام چې د بلخ ولایت په نننۍ چاودنه کې ټپي شوی، له ازادي راډيو سره په خبرو کې له پېښې د خپلو سترګو لیدلی حال وايي.

هغه وویل: "زه د تلفاتو او ټپیانو په اړه دقیق نه پوهېږم، چې کله چاودنه وشوه موږ ټول یې روغتون ته انتقال کړو. هغه خبریال چې ما ولیده او وضعیت یې ډېر خراب د پژواک خبري اژانس خبریال و، له بده مرغه مخ او ویښتان یې ټول سوځېدلي وو او پښې یې هم فکر کوم چې ډېرې ژوبلې شوې وې."

چاودنه شاوخوا ۱۱ بجې د بلخ ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو په یوې غونډه وشوه.

د دغې چاودنې د تلفاتو په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دغې چاودنې په ترڅ کې بدبختانه زموږ پنځه تنه خبریالان او درې ماشومان ټپیان شوي دي چې روغتیايي حالت یې اوس ښه دي، خو یو تن د دې مرکز ساتونکی په شهادت رسېدلی."

وزیري وايي، د پېښې په ځای کې تخنیکي ټیمونه د وروستیو جزییاتو لپاره څېړنې کوي.

خو د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې په دغه چاودنه کې دوه کسه وژل شوي او ۱۲ خبریالان ټپیان شوي دي.

دغې کمېټې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

چاودنه شاخوا ۱۱ بجې د بلخ ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تبیان فرهنګی مرکز کې د خبریالانو په یوې غونډه وشوه.
چاودنه شاخوا ۱۱ بجې د بلخ ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تبیان فرهنګی مرکز کې د خبریالانو په یوې غونډه وشوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی وايي چې په یاده چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

نی هم ویلي چې ټپیان ټول خبریالان دي.

د دې ادارې مسوول ظریف کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه لومړني ارقام چې له موږ سره دي او د خپلو استازو نه مو په بلخ ولایت کې راټول کړي تر دا مهاله زموږ ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپیان شوي دي."

د رسنیو دغو ملاتړو بنسټونو په خبریالانو داشان بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

په همدې حال کې د اوا خبري اژانس چې د فتر یې په مزارشریف ښار کې د تبیان فرهنګي مرکز سره په یوه ودانۍ کې دی، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې چاودنه کې د تبیان مرکز او اوا خبري اژانس خبریالانو او کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی وړاندې کړی.

د یاد مرکز د خبر پر بنسټ، دا چاودنه د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وشوه چې د خبر ځای په حواله شاوخوا ۲۵ خبریالانو په کې ګډون کړی وو.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

له دې مخکې د تېرې پنجشنبې په ورځ د بلخ لپاره د طالبانو پر والي محمد داوود مزمل ځانمرګی برید وشو، چې مزمل او یو بل کس په کې ووژل شول او څلور کسه نور په کې ټپیان شول.

داعش د بلخ پر والي د برید پړه منلې ده.

XS
SM
MD
LG