د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

په بلخ کې د شنبې ورځې چاودنې په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


دا چاودنه د ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د غونډې پرمهال وشوه.
دا چاودنه د ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د غونډې پرمهال وشوه.

د لوېدیځ ګڼو چاپي خپرونو په مزارشریف کې د شنبې د ورځې د چاودنې په اړه مطالب خپاره کړې دي.

دا چاودنه د ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د غونډې پرمهال وشوه.

ګلوبل اینډ مېل:

ګلوبل اینډ مېل لیکي، دوې ورځې وروسته د بلخ په مرکز کې دا چاودنه وشوه چې هلته د طالبانو والي مولوی محمد داوود مزمل او دوه تنه نور په یوې چاودنې کې چې داعش یې مسوولیت ومانه، ووژل شول.

د خپرونې په باور طالبانو لا هم د خپل والي د وژلو د پېښو تحقیقات کول چې دا بله چاودنه په مزارشریف کې وشوه.

مېل انلاین:

مېل انلاین خپرونې د مزارشریف د پرونۍ چاودنې د غمځپلیو کسانو یو عکس خپور کړی چې په کې درې تنه ښکارې چې جامې یې په وینو لړلې دي او ژاړي.

مېل انلاین هم د پنجشبې د ورځې پېښې ته اشاره کوي او لیکي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ راوروسته د دوی د بلخ والي تر ټولو جګپوړی استازی دی چې ووژل شو.

نیویارک پوسټ خپرونې د دې پیښې درې عکسونه خپاره کړې دي په یوه کې په وینو لړلي کسان ناست دي، په بل عکس کې یوه خبریال خپله ماته کمره په لاس کې نیولې ده، په درېیم عکس کې هم هغه کوټه ښکارې چې چاودنه پکې شوې ده، هلته ماتې څوکۍ او وسایل ښکاري.

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ لیکي چې د طالبانو یوازېنی مهم مخالف داعش دی چې د دوی له بیا واکمنۍ راوروسته یې د طالبانو پر غړیو او شیعه اقلیت ګڼ بریدونه کړې دي.

واشنګټن ایګزماینر:

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې له افغانستانه د کډوالو د ایستلو د برخې د یوې مسوولې کاترین چووانس لیکنه خپره کړې ده.

چووانس د امام په نوم له امریکایي پوځیانو سره د یوه افغان ژباړونکي په وینا لیکي چې دی یو له هغو کسانو څخه و چې طالبان پسې ګرځېدل.

امام وایي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته ده ته زنګ راغی چې هوایي ډګر ته له پاسپورټ سره راشه. امام څرګندوي چې دا د طالبانو له لوري د ده لپاره یو دام و.

چووانس وړاندې لیکي چې دې له یو شمېر نورو سره د تخلیې یو پروګرام جوړ کړ، خو یوه هم تجربه نه لرله او د بهرنیو هېوادونو د حکومتونو له تګلارې سره هم اشنا نه و، اما بیا یې هم له دې رضاکارانه هڅو لاس وانخیست.

د مقالې لیکواله بیا لیکي چې دوی څو اونۍ له امام سره کار وکړ، هغه ته یې نوی ټیلفون ورکړ، خوندي ځای ته یې انتقال کړ او څو میاشتې وروسته یې دی له افغانستانه وایست.

واشنګټن ایګزماینر وړاندې لیکي چې امام اوس د امریکا د متحد ایالتونو په کلیفورنیا کې هڅه کوي چې هغه افغانان له افغانستانه وباسي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG