د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

مېل انلاین: 'داوود مزمل' د داعش پر وړاندې د عملیاتو او جګړو یو مخکښ ګڼل کېده


د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل په یوه چاودنه کې ووژل شول.
د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو د یوه تر ټولو جګپوړي چارواکي وژل کېدو د ګڼو لوېدیځو مطبوعاتو پام ور اړولی دی.

د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل په یوه چاودنه کې ووژل شول.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ لیکلي دا له کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړه تر ټولو جګپوړی طالب چارواکی دی چې وژل کېږي.

محمد داوود مزمل د هلمند و او د طالبانو د مشر ملا هبت الله له خوا د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی و.

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې لیکلي یوه ځانمرګي بریدګر په شمال کې د طالبانو جګپوړی مشر له منځه یووړ.

د مېل انلاین په لیکنه که څه هم چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو په شمال کې د اسلامي دولت ډله د طالبانو تر ټولو لویه مخالفه ډله یادېږي.

محمد داوود مزمل تېر کال د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی و.

دی د مېل انلاین په لیکنه د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو پر وړاندې د عملیاتو او جګړو یو مخکښ ګڼل کېده.

دی په داسې وخت کې د بلخ والي وټاکل شو چې په دغه ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې له خوا ګڼ بریدونه وشول او په کې په طالبانو سربېره لسګونه ملکیانو ته هم مرګژوبله واوښته.

انډېپنډنټ:

انډېپنډنټ ورځپاڼې په کابل کې د یوه تلوېزیون له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه اوږده تلوېزیوني بحث په اړه مقاله لیکلې.

په مقاله کې راغلي دا ښايي کم پېښ شوي وي چې په یوه نږدې یو ساعته تلوېزیوني بحث کې کوربنې او مېلمنې ښځې وي او د ښځو پر حقونو مفصل بحث وکړي.

د انډېپنډنټ په لیکنه ټولې ګډونوالې ټیکري په سر او ماسکونه تړلي وو.

ورځپاڼې د بحث د یوې ګډونوالې اسما خوګیاڼۍ خبرې راخیستي چې ویلي یې دي ښځه د اسلام له نظره دا حق لري چې کار وکړي او تعلیم حاصله کړي.

انډېپنډنټ همداراز د تلوېزیون د ټولو کوربنو په اړه هم لیکلي چې له ماسک سره د پروګرامونو وړاندې کول ورته څومره ستونزمن وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG