د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د خبریالانو ملي ورځ؛ افغان خبریالان له ګڼو ستونزو شکایت کوي


ارشیف: د افغانستان بېلابېلې رسنۍ
ارشیف: د افغانستان بېلابېلې رسنۍ

سږ کال د کب میاشتې ۲۷مه د خبریالانو په ملي ورځ، په افغانستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدودیتونه، د چارواکو ناسم چلند، اقتصادي او امنیتي او یو شمېر نورو ستونزو دوی د رسنیو د کار له دوام څخه زړه توري کړي دي.

د طلوع‌نیوز خبریال عزیز ابرام چې په مزار شریف کې د تبیان فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو د داعش ډلې په برید کې ټپي شوی او دواړو غوږونو ته‌یې زیان رسېدلی، وايي چې دی او همکاران‌یې له دې پېښې وروسته خبریالۍ ته زړه نه ښه کوي.

عزیز ابرام زیاتوي: "هغه ستونزې چې خبریالان ورسره مخ دي اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدودیت دی، د ښه اقتصاد نه‌درلودل، د راپورونو جوړولو لپاره د ارام ذهن نه‌درلودل او نور هغه ستونزې دي چې خبریالان ورسره مخ دي. په ځانګړې توګه له دې پېښې وروسته، ډېر شمېر هغه خبریالان چې زه ورسره اړیکه لرم په دې برخه کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي. او ان زما کورنۍ هم دا غواړي چې وزګار دې پاتې شم، خو خبریالي ونه‌کړم."

په دغه برید کې چې د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د ستاینې په مراسمو کې ترسره شو، یو خبریال او د رسنیو یو کارکوونکی ووژل شول او ۱۹ نور خبریالان ټپیان شول.

په بلخ کې د تبیان فرهنګي مرکز کې له چاودنې وروسته انځور. March 11, 2023.
په بلخ کې د تبیان فرهنګي مرکز کې له چاودنې وروسته انځور. March 11, 2023.

دا برید په افغانستان کې د 'خبریالانو له ملي ورځې' یوه اوونۍ مخکې د کب میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شو.

له ۱۳۹۲ کال راهیسې دغه ورځ هر کال د کب میاشتې په ۲۷مه د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هر کال د دې ورځې په مناسبت د یوې رقابتي پروسې له لارې 'د کال غوره خبریال' ټاکي او معرفي کوي.

د کلید راډیو خبریاله مرجان وفا چې درې ورځې وړاندې یې د ۱۴۰۱ کال 'د کال غوره خبریالې' جایزه ګټلې وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ښځینه خبریالانې له تبعیض سره مخ دي او د هغې په وینا ځینې رسنۍ د شته بندیزونو له امله ان ښځینه خبریالانې نه‌ګماري.

د کلید راډیو خبریاله مرجان وفا
د کلید راډیو خبریاله مرجان وفا

نوموړې زیاته کړه: "پخوا که یوازې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه وه، اوس زه دا احساسوم چې په دې برخه کې تبعیض هم شته. بله ستونزه چې ښځینه خبریالانې یې لري دا ده چې دوی وزګارې دي. یو شمېر رسنۍ غوره ګڼي چې د ښځینه خبریالانو پر ځای نارینه خبریالان وګماري او د دې کار یوازېنی لامل پر ښځو د بندیزونو زیاتېدل دي."

د يادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت په تلوېزيون کې هم د ښځينه ويناوالو د مخ پټولو بنديز لګولى او هغوى يې اړ کړي چې له سترګو پرته نور مخ پټ کړي.

له بلې خوا د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو په وینا، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵ قضیې ثبت شوي چې ډېری یې د خبریالانو د سپکاوي او نیولو وې.

ویل کېږي چې دا مهال دوه خبریالان د طالبانو حکومت په توقیف کې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د حوت په ٢٣مه وويل چې د زرغون تلوېزيون خبريال قدرت‌الله ترار له درېيو مياشتو بند وروسته خوشې شو، خو له طالبانو يې غوښتي چې د خيرالله پرهر او مرتضى بهبودي په نومونو دوه نور خبریالان هم خوشې کړي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د رسنیز کار په تړاو هېڅ‌څوک نه‌دي بندي شوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي د اندېښنو او په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو په اړه د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د پرله‌پسې اړیکو سره سره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څار څانګې مشر عبدالحق حماد، د یاد وزارت وياند عبدالمتين قانع او د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه معلومات ورنه‌کړل.

طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي چې رسنۍ دوی ته مهمې دي او دوی ژمن دي چې د خبریالانو ملاتړ وکړي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

په همدې حال کې د جنوبي اسيا د خبريالانو ټولنه وايي چې په افغانستان کې د رسنيو کار او فعاليت لپاره وضعيت ډېر نامناسب دى.

ضیا بومیا
ضیا بومیا

د دې ټولنې مشر ضیا بومیا ازادي راډیو ته وویل: "خبریالان له دغې وېرې چې د حکومت له‌خوا د سانسور سختې کړنلارې سره مخ نه‌شي، دې ته اړ شوي چې د ځان سانسورولو ته مخه کړي، امنیتي، اقتصادي او همدا شان معلوماتو ته د نه‌لاسرسي او له ډار پرته د معلوماتو خپرولو په برخه کې وضعیت ډېر خراب دی."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی د افغان خبریالانو د فعالیتونو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه اندېښنه وښوده او ویې‌ویل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۹۶ سلنه ښځینه خبریالانو او ۷۰ سلنه نارینه خبریالانو د رسنیو د اقتصادي ستونزو، په هېواد کې د ننګونو او محدودیتونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د دې بنسټ مشر ظریف کریمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که نړیواله ټولنه او د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت ته جدي پام ونه‌کړي، ښايي افغانستان د خبریالۍ او رسنیو د سل په سله سقوط شاهد وي.

کریمي وایي: "فکر نه‌کوم چې په لنډ مهال کې به د دې وضعیت څخه بهر شو، په اوږد مهال کې که د رسنیو ملاتړي بنسټونه، سرپرست حکومت او نړیوال بنسټونه پاملرنه وکړي، موږ کولای شو چې خبریالي او رسنیزه ټولنه بېرته ژوندي کړو."

د کریمي په وینا، د دې لپاره چې افغانستان د رسنیو د فعالیتونو د دوام، د بیان له ازادۍ د ملاتړ، عامه پوهاوي او د اطلاعاتو د ازاد خپراوي شاهد وي، د طالبانو حکومت باید په دې برخه کې نرمښت وښيي.

له بلې خوا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې 'سي‌پي‌جي' په دې وروستیو کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه خبریالان له افغانستانه وتلي او هغه چې په دغه هېواد کې پاتې دي له سختې وېرې او فشار سره مخ دي.

د دغې کمېټې په وینا په افغانستان کې خبریالان وخت ناوخت له تاوتریخوالي سره مخ کېږي او له هغوی څخه غوښتل کېږي چې له بنسټ‌پالو افکارو سره ځان عیار کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG