د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د رسنيو د ملاتړ بنسټونو بلخ کې پر خبريالانو د بريد په اړه د څېړنې غوښتنه کړې


بلخ کې د تبيان فرهنګي مرکز چې د شنبه په ورځ په‌کې چاودنه وشوه.
بلخ کې د تبيان فرهنګي مرکز چې د شنبه په ورځ په‌کې چاودنه وشوه.

په افغانستان کې د رسنیو او خبريالۍ بنسټونو یو شمېر مسولين، له طالبانو غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د پژواک خبري اژانس رئيس دانش کړوخېل، د يکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې، په مزارشريف کې پر خبريالانو د شنبې ورځې بريد په کلکه وغانده او دا يې د بيان پر ازادۍ او د افغانستان پر خلکو بريد وباله.

"موږ له اړونده مسولينو څخه غواړو چې دا پېښه په جدي توګه تعقيب کړي

نوموړي وويل: "موږ له اړونده مسولينو څخه غواړو چې دا پېښه په جدي توګه تعقيب کړي، عاملين يې وپېژني او د خبريالانو امنيت په برخه کې خپل مسوليت ادا کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان خبريالانو مرکز، د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد د خبريالانو او د بيان ازادۍ پر ضد يو ښکاره عمل بللی او په دې اړه يې د جدي څېړنې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، د شنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د ستاینې په مراسمو کې د بريد له امله ۳ کسان وژل شوي او د ۱۶ خبریالانو په ګډون تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.

بلخ کې پر خبريالانو چاودنه
بلخ کې پر خبريالانو چاودنه

دغه مرکز د هغو ۱۶ خبریالانو نوم‌لړ هم خپور کړی چې ټپي شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د پنځلسو خبریالانو ټپي کېدل تایید کړي وو.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دغه برید کې د تبیان کلتوري مرکز د یوه ساتونکي وژل کېدل او د ۵ خبریالانو او درې ماشومانو ټپي کېدل تاييد کړي وو.

"د دغه خبريالانو رواني حالت ښه نه‌دی

نی دغه برید، چې تر اوسه يې کومې ډلې مسوولیت نه‌دی منلی، په دې وروستیو کې پر خبریالانو تر ټولو خونړی برید بللی دی.

د نی مسول، ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: "د دغه خبريالانو رواني حالت ښه نه‌دی، د رواني پلوه يې ضربه ليدلې، او په عین حال کې يې د دوی د غوږو پردې شلېدلي، سترګې يې ژوبلې شوي، په سر او مخ يې چرې لګېدلي او تر درملنې لاندې دي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خبریالانو د خوندیتوب د غوښتنو او د دغې پېښې د څېړلو په اړه د ازادي راډیو د پوښتنو په ځواب کې څه ونه ویل.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې "CPJ" د دغې کمېټې د اسیايي پروګرامونو د همغږي کوونکي به لیه‌يي په حواله په يوې خپره شوي خبرپاڼه کې لیکلي، د خبریالانو د درناوي په مراسمو کې د خبریالانو په نښه کول یو د شرم وړ او بزدلانه عمل دی او ټینګار یې کړی، چې د هغو کسانو مصؤنيت باید پای ته ورسېږي چې خبریالان په نښه کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنيټ او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست هم دغه برید غندلی او له افغان خبریالانو څخه د ملاتړ د پراخېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بلخ ولایت په مزارشريف ښار کې پر خبريالانو د بريد د عاملينو د پېژندلو غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ويلي، چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال د يادې کميټې د مجازاتو د معافيت په نړيوال نوم‌لړ کې، د هغو هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري، چې د خبريالانو د وژونکو د تعقيب او محاکمې په برخه کې تر ټولو بده مخینه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG