د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د رسنيو ملاتړ بنسټونه: تېره يوه نيمه مياشت کې طالبانو څلور خبريالان توقيف کړي دي


يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو د نیونې دوام.

له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) وايي، د ۲۰۲۳ کال پیل راهیسې له دوی سره د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰ پېښې ثبت شوي دي.

د دې ادارې مسول ظریف کریمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یوازې په دغه موده کې څلور خبریالان نیولي او اوس هم ورسره بندیان دي.

ښاغلي ظريفي وويل: "لا تر اوسه د دغو خبریالانو د نیول کېدو دقیق لاملونه نه‌دي په ډاګه شوي چې د کومو جرمونو په تور نیول شوي دي، موږ له سرپرست حکومت نه د دې غوښتونکي شو، چې حد اقل د دغو خبریالانو د نیول کېدو دلایل له رسنيزو بنسټونو سره شریک کړي تر څو د رسنیو د تخطیو د کمېسیون له لارې ورته رسېدنه وشي."

ښاغلی کریمي وايي، واکمن نظام باید د دغه حالت مخه ونیسي.

د نۍ د معلوماتو له‌مخې، په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال یار محمد مجروح، په خوست ولایت کې د زرغون ټلوېزیون خبریال قدرت الله، په کابل کې د فرانس پريس خبریال مرتضی بهبودي او په ننګرهار کې سیمه‌يیز خبریال خیرالله پرهر د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز بیا روان حالت د خبریالانو په وړاندې د اندېښنې وړ بولي.

دا مسله د افغانستان ژورنالېستانو مرکز ته د اندېښنې وړ ده

د دې مرکز د عدالت غوښتنې برخې مسوولې سمیه ولي‌زاده د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د خبریالانو نیول کېدل وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې د خبریالانو په وړاندې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

نوموړې وويل: "دا چې د طلوع نیوز خبریال یار محمد مجروح په کندهار ولایت کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی او تر اوسه يې د نیول کېدو لاملونه نه‌دي په ډاګه شوي دا مسله د افغانستان ژورنالېستانو مرکز ته د اندېښنې وړ ده، دغه موضوع د مرکز له ادرسه محکومه ده، موږ پرته له کوم قید او شرط نه د دغه خبریال د ژر خوشې کېدو غوښتونکي یو."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو وړمه ورځ په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال محمد یار مجروح ونیوه او تر اوسه ورسره بندي دی.

د رسنیو ملاتړې بنسټونه د ښاغي مجروح د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوي.

کندهار کې د طلوع نيوز خبريال محمد يار مجروح چې طالبانو نيولی.
کندهار کې د طلوع نيوز خبريال محمد يار مجروح چې طالبانو نيولی.

موږ هڅه وکړه چې د ښاغلي مجروح له کورنۍ سره اړیکه ونیسو خو بریالي نه‌شو.

د دغه ادعاو په اړه مو د طالبانو د حکومت نظر هم وغوښت خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې د دې راپور تر خپرېدو ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د بېلابېلو ملاتړو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ له‌دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د بېلابېلو رسنیو خبریالان نیولي، بندیان کړي او ان شکنجه کړي دي.

په طالبانو دا تور هم دی چې په تېرو پنځلس میاشتو کې یې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت نږدې ٢٠٠٠ کارکونکي، مدني فعالان او خبریالان نیولي یا هم تري تم کړي دي.

د رواداري په نوم د بشر د حقونو یو بنسټ ادعا کړې، چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵مې د ۲۰۲۲ د نومبر تر پنځلسمې طالبانو د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ۱۹۷۶ کسان په غیر قانوني ډول نیولي دي.

دې بنسټ په خپل راپور کې ویلي، د دوی موندنې ښېي، چې د دې بنسټ په نیول شویو کسانو کې تر ډېره د تېر جمهوری حکومت کار کوونکي، ښځې، مدني او د بشري حقونو فعالان، خبریالان، دیني عالمان، سلفیان، قومي مشران او د مقاومت جبهې سره د تړاو په تور یو شمېر ملکي وګړي شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG