د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو په رسنیو محدودیتونه ډېر کړي


ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم
ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ادعا کړې چې طالبانو په رسنیو محدودیتونه ډېر کړي او په وروستیو کې یې خبریالان او ځینې نور فعالان نیولي، ځورولي او ان وژلي دي.

خبریال محمد یار مجروح چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوی، د کورنۍ یو غړي یې وايي، تر دمه د نوموړي په اړه هېڅ معلومات دوی ته نه دي ورکړل شوي.

هغه چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، د کورنۍ غړي یې څو ځله د کندهار استخباراتو ادارې ته ورغلي، خو د مجروح په لیدلو نه دي بریالي شوي.

په دې اړه مو د کندهار د والي ویاند هم وپوښت، خو نوموړي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د مجروح ترڅنګ خپلواک خبریال خیرالله پرهر او د فرانس پرېس خبریال مرتضی بهبودي هم دا مهال د طالبانو په زندان کې دي.

همدا ډول ادعا کېږي چې د طالبانو حکومت د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل، مدني فعالې نرګس سادات او لیکوال ذکریا اصولي په ګډون په بېلابېلو برخو کې یو شمېر نور فعالان هم زنداني کړي دي.

د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل د روان میلادي میاشتې په لومړیو کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی. هغه د کابل پر سړکونو خلکو ته وړیا کتابونه وېشل.
د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل د روان میلادي میاشتې په لومړیو کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی. هغه د کابل پر سړکونو خلکو ته وړیا کتابونه وېشل.

د طالبانو حکومت له خوا د خبریالانو او فعالانو د نیولو په غبرګون کې د جمعې په ورځ ناوخته د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په یوه ټویټ کې ادعا وکړه چې طالبانو په افغانستان د بیان په ازادي محدودیتونه ډېر کړي او په دې لړ کې یې خبریالان او د مدني او بشري حقونو فعالان زنداني کړي، ځورولي او ان وژلي دي.

دې سازمان غوښتنه کړې ده چې له طالبانو سره د دې کړنو په اړه حساب کتاب وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه شان ویلي، طالبانو د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او برعکس له ډېرو حقونو یې محروم کړي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي هم ادعا کوي چې په افغانستان له خلکو د بیان د ازادۍ حق اخیستل شوی او په همدې خاطر خبریالان او نور فعالان تر سخت فشار لاندې دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "یوازې هغه کسان چې د نظام په ګټه خبرې کوي، هغوی ته دا حق ورکول کېږي، خو هغه کسان چې انتقاد کوي او حقایق خپروي، په هغوی سخت محدودیتونه وضع شوي دي. که تاسې د حاکم نظام د ویاندویانو څرګندونې په رسنیو کې وګورئ، په مستقیم ډول دوی خبریالان ګواښي، ان تر دې چې ځینې خبریالان تعقیبېږي، نیول کېږي او ځورول کېږي."

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي

عبیدي زیاتوي، د طالبانو د حکومت محدودیتونو خبریالان اړ کړي چې خپل راپورونه سانسور کړي او یا هم په ځینو مسایلو بېخي کار ونه کړي.

نوموړی د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو له نړیوالو ادارو غواړي چې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د بیان په ازادي لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

بلخوا د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي هم د طالبانو له حکومته غواړي چې د خبریالانو د زنداني کولو پر ځای دې د هغوی قضیې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون له لارې وڅېړي.

مجددي وویل: "د اصولو له مخې که خبریال هره ستونزه ولري، دا به ښه وي چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت او رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له لارې یې موضوع تعقیب شي، ترڅو رسنۍ او خبریالان په دوی د لګول شویو تورونو په اړه هم پوه شي."

د بخښنې د نړیوال سازمان د وروستۍ ادعا په اړه مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه هم وپوښتل خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم طالب چارواکو تل ویلي چې دوی د شریعت او قوانینو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دي او هېڅ چا ته د دوی له خوا خطر متوجه نه دی، خو له دې سره هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په خپلو راپورونو او اعلامیو کې وخت ناوخت ادعاوې کړې چې د طالبانو حکومت خبریالان، د مدني او بشري حقونو فعالان، پخواني چارواکي او پوځيان ګواښي، زنداني کوي یې او حتا وژني یې، خو طالبانو بیا تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG