د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د بې پولې خبريالانو سازمان: طالبان دې بلخ کې پر خبريالانو شوې چاودنه وڅېړي


مزار شريف کې پر خبريالانو شوی بريد
مزار شريف کې پر خبريالانو شوی بريد

په داسې حال کې چې د خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه له طالبانو د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کوي، یو شمېر افغان خبریالان بیا خپله طالبان دوی سره په بد چلند تورنوي.

د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې د پژواک خبري اژانس سيمه‌يیز خبریال سیرت نوري د هغو خبریالانو له ډلې دی، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ، په تبیان فرهنګي مرکز کې چاودنه کې ټپي شوی.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د روغتون مسولین او طالب چارواکي له ده سره پر بد چلند تورن کړل.

ښاغلی نوري وايي: "زما وضیعت واقعا جدي و، زما مخ او سر یو څه سوځېدلي وو، ملا مې خوږه وه، پښو کې مې چرې بندې پاتې دي، ما ډېره اړتیا درلوده چې زما ستونزه هلته تشخیص شي، خو مسولینو، ډاکټرانو او د روغتون چارواکو هڅه کوله چې موږ ژر له روغتون نه وباسي."

"زما وضیعت واقعا جدي و، زما مخ او سر یو څه سوځېدلي وو، ملا مې خوږه وه

ښاغلی نوري وايي، ډېری ټپیانو نورې درملنې ته هم اړتیا درلوده.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اړوند دویمه امنیتي حوزه کې په (تبیان په فرهنګي مرکز) کې چاودنې لږ تر لږه یو خبریال او رسنیز کارکونکی وواژه او ۱۸ نور خبریالان یې ټپیان کړل.

دا چاودنه د خبریالانو په یوه ستاینغونډه وشوه، چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې داعش ومانه.

مزار شريف کې د خبريالانو په غونډه کې د شوې چاودنې انځور
مزار شريف کې د خبريالانو په غونډه کې د شوې چاودنې انځور

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې په ټپي خبریالانو کې د ځینو هغه روغتیايي حالت ښه نه‌دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان (Reporters Without Borders ) د سه‌شنبې ورځې ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې په بلخ ولایت کې د خبریالانو په غونډې چاودنه وڅېړي او عاملین محاکمه کړي.

د دغه سازمان د اسیا پاسفیک څانګې مشر (دانیل بسترد) د چهار شنبې په ورځې ازادي راډيو ته وویل: "دا ډېره د حیرانتیا خبره ده چې د ژورنالېستانو یوازینی دلیل چې دوی ژورنالېستان دي په نښه شوي. موږ پر سرپرست والي حاجي محمد یوسف وفا غږ کوو چې د دغه برید عاملین دې په مزار شریف کې بې له ځنډه وپېژندل شي تر څو د دوو وژل شویو خبریالانو او د رسنیو د نورو ټولو ټپي شویو خبریالانو د عدالت په خاطر محکمې ته راکاږل شي."

دغه سازمان د بلخ ولایت له سیمه‌يیزو چارواکو غوښتي چې د يادې پېښې ټول اړخونه وڅېړي او له رسنیو سره یې شریک کړي.

هم‌مهاله بیا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (Committee to Protect Journalists) په افغانستان کې افغان خبریالانو ته د خوندي چاپیریال په رامنځته کېدو ټینګار کړی.

د دغې کمېټې اسیا برخې په یوه ټویټ کې ویلي، چې د رسنیزو فعالیتونو لپاره خوندي چاپیریال ډېر مهم دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د افغانستان برخې مشر قدیم ویاړ په دې اړه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو وویل: "په بلخ ولایت کې د خبریالانو په غونډه چاودنه یو بشري جنایت دی، موږ د افغانستان په قضیه کې له ټولو ښکېلو خواو غواړو چې د دغه پېښې د څېړنې په برخه کې جدي و اوسي او دوی باید دخپلو اعمالو په سزا ورسول شي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره خبرې وکړو، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې بیا نوموړي ویلي وو، دوی د خبریالونو د خوندیتوب، ورنه د ملاتړ او په وړاندې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي موضوع ته ژمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG