د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د اقتصاد او سولې انستيتيوت: افغانستان لا هم له ترهګرۍ د زيانمنو هېوادونو په سر کې دی


په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه شوی چې له امله یې ۶۳۳ کسان وژل شوي دي.
په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه شوی چې له امله یې ۶۳۳ کسان وژل شوي دي.

که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ظاهرا په افغانستان کې د جګړې خونړۍ څپه کمه شوې، خو لا هم دا هېواد په نړۍ کې له ترهګریزو بریدونو نه د زیانمنو هېوادونو په سر کې دی.

د اقتصاد او سولې انستیتيوت د "تروریزم د نړیوال شاخص" په کلني راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی ویلي، افغانستان د څلورم کال لپاره په پرله‌پسې ډول له ترهګرۍ نه د زیانمنو هېوادونو په سر کې دی.

په راپور کې راغلي، په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه شوی چې له امله یې ۶۳۳ کسان وژل شوي دي.

د راپور پر بنسټ له دې جملې يې يوازې ۵۴۹ کسان په پلازمېنه کابل کې وژل شوي.

خو دغه انستیتيوت ویلي دي، په همدې کال کې په افغانستان کې د بریدونو کچه ۷۵ سلنه او د مرګ‌ژوبلې کچه ۷۸ سلنه کمه شوې ده.

د تېر کال د دسمبر ۱۲مې د چاودنې يو انځور چې د کابل په شهرنو سيمه کې پر هغه هوټل وشوه چې چينايي وګړي په‌کې اوسېدل.
د تېر کال د دسمبر ۱۲مې د چاودنې يو انځور چې د کابل په شهرنو سيمه کې پر هغه هوټل وشوه چې چينايي وګړي په‌کې اوسېدل.

د اقتصاد او سولې انستیتيوت چې اصلي مرکز یې په استرالیا کې دی په خپل دې راپور کې ویلي دی، چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو نهه سلنه یې په افغانستان کې وو او دا شمېر د ۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله په دې ۲۰ سلنه کموالی ښيي.

خو د راپور پر بنسټ د بریدونو او مرګ‌ژوبلې د کموالي لامل، له یوې جنګې ډلې څخه واک ته د طالبانو رسېدل دي.

په یاد راپور کې راغلي دي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې داعش خراسان څانګې لږ تر لږه ۱۴۱ بریدونه کړي چې له امله ۴۹۸ افغانان وژل شوي دي.

هڅه مو وکړه د اقتصاد او سولې انستیتيوت د دغه راپور په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم واخلو خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د روان کال د جنوري په ۱۱مه د کورنيو چارو د وزارت پر کارکوونکو د بريد انځور چې يو شمېر پخواني افغان ډيپلوماټان په‌کې ووژل شول.
د روان کال د جنوري په ۱۱مه د کورنيو چارو د وزارت پر کارکوونکو د بريد انځور چې يو شمېر پخواني افغان ډيپلوماټان په‌کې ووژل شول.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په دې هېواد کې د داعش خراسان څانګې د وسله‌والو بریدونه زیات شوي، چې له امله یې وخت ناوخت مرګ‌ژوبله رامنځته کېږي.

په افغانستان کې اوس لږ تر لږه ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي

په وروستیو دوه پېښو کې چې د بلخ په مزارشریف ښار کې وشوې د بلخ لپاره د طالبانو د والي په ګډون څلور تنه ووژل شول چې دوه په‌کې خبریالان وو او نږدې شل کسه نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د مارچ په اتمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې د افغانستان امنیتي وضعیت له پخوا ډېر د اندېښنې وړ وښوده.

هغه د خپلې وینا پر مهال ويلي چې، په افغانستان کې یې ۲۳ هغه وسله‌والې ډلې ثبت کړي چې وسله‌وال فعالیتونه کوي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۱۴مې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې د جګړې اړوند امنیتي پېښو او ملکي تلفاتو په مجموعي شمېر کې زیاتوالی راغلی چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو د همدغې مودې په پرتله زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، یوازې په دغه نږدې درېیو میاشتو کې ۱۲۰۱ امنیتي پېښې ثبت شوي، خو د تېر کال په همدې موده کې ۱۰۸۸ پېښې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG