د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ګوټیرېش: ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۲۳ فعاله وسله والې ډلې ثبت کړي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیرېش وايي، دوی په افغانستان کې ۲۳ فعاله وسله والې ډلې ثبت کړي دي.

ګوټیرېش د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې د دغه هېواد امنیتي وضعیت له پخوا ډېر د اندېښنې وړ ښودلی دی.

هغه د مارچ په اتمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپلې وینا پر مهال ويلي چې په افغانستان کې یې ۲۳ هغه وسله والې ډلې ثبت کړي چې وسله وال فعالیتونه کوي.

هغه راپور چې د ګوټیرېش خبرې په کې راخیستل شوي، په کې ویل شوي چې د دغو وسله والو فعالو ډلو درې هغه یې مقاومت ملي جبهه، د افغانستان د ازادۍ جبهه او د افغانستان د خپلواکۍ ملي اسلامي تحریک دي چې په هلمند، کابل ، کندهار ، کاپیسا، ننګرهار، نورستان او پنجشېر ولایتونو کې یې د ډېرو بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

ارشیف: په پنجشېر کې د مقاومت جبهې وسله وال غړي چې دا مهال د طالبانو پر ضد جګړه کوي.
ارشیف: په پنجشېر کې د مقاومت جبهې وسله وال غړي چې دا مهال د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

د ګوټیرېش په وینا، په افغانستان کې د فعالو وسله والو ډلو ترڅنګ په امنیتي پېښو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د هغه د معلوماتو پربنسټ، د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۱۴مې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې د جګړې اړوند امنیتي پېښو او ملکي تلفاتو په مجموعي شمېر کې زیاتوالی راغلی چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو د همدغې مودې په پرتله زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، یوازې په دغه نږدې درېیو میاشتو کې ۱۲۰۱ امنیتي پېښې ثبت شوي، خو د تېر کال په همدې موده کې ۱۰۸۸ پېښې وې.

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې امنیتي بد وضعیت ته اندېښنه ښودلې، خو یو شمېر افغانان هم له روان وضعیت نه شکایت کوي.

د کابل یوه اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "په دې وروستیو کې د کابل ښار وضعیت ډېر خراب شوی، په رڼا ورځ وسله والې غلاوې کېږي، خلک ترور کېږي او دغه راز چاودنې کېږي، حتی دغه نن هم په کابل کې چاودنه وشوه چې دا ډېر بد حالت دی."

همدا نن په بلخ او کابل کې چاودنې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

دغه راز د بلخ یو اوسېدونکی هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل: "په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي پېښې زیاتې شوي دي. همدا نن په بلخ او کابل کې چاودنې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي. د حاکم نظام واکمنان ادعا کوي چې امنیت یې خوندي کړي، خو دوی په دې برخه کې پاتې راغلي."

دغو ټولو اندېښنو ته بیا د طالبانو حکومت په ځواب کې شوې ادعاګانې ناسمې او له حقیقته لرې بولي.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله خلکو او د دوی نظام ته خطر نه شي پېښولای.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "په افغانستان کې ډلې ټپلې نه شته. هغه د داعش په نوم چې کومه پدیده ده هغه هم د کنترول او مهار په حال کې ده. دلته نورې ډلې ټپلې شتون نه لري، نه د کوم تهدید احساس کېږي. کوم امار چې ملګرو ملتونو ته چا ورکړي هغه زه نه تاییدوم، ټول خیالي دي او کوشش کېږي چې افغانستان بې ثباتي معرفي کړي."

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو خبره کوي چې یوازې د مارچ په نهمه په کابل او بلخ ولایت کې دوه بېلابېلې چاودنې شوي چې په ترڅ کې پنځه کسانو ته مرک ژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو سازمانو هم په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودلي چې طالبان بیا په ځلونو دغه اندېښنې بې اساسه بللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG