د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

طالبان: د داعش وسله‌وال له یو شمېر هېوادونو افغانستان ته راننوتي


ارشیف: د داعش وسله‌وال
ارشیف: د داعش وسله‌وال

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون وايي چې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو د فعالیتونو په اړه د بلاول بوټو خبرې له "حقیقت" لیرې دي.

دغه وزارت د یکشنبې ورځې له غرمې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، له افغانستان نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو ته هېڅ ډول ګواښ نه‌شته او پاکستان دې په نړیوالو غونډو کې د شکایت پر ځای، د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

خو د طالبانو حکومت له افغانستان سره د مرستو او د دغه هېواد د اقتصادي او بانکي وضعیت د ښه‌والي په اړه د بلاول بوټو زرداري د څرګندونو هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس په دوهمه ورځ د نړۍ د په بشردوستانه مرستو او د افغانستان د اقتصادي او بانکي وضعیت پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

خو دا یې هم زیاته کړې چې که نړۍ پام ونه‌کړي، له افغانستانه امنیتي ګواښونه نه یوازې پاکستان ته خطر دی، بلکې د بلاول بوټو په وینا د سیمې او نړۍ هېوادونه به هم وګواښي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه‌ده، بلکې د تېرو ۲۰ کالو تسلسل دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یو هېواد ونه‌ګواښل شي. اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو حکومت د سیمې د امنیت پر خلاف تر ډېره د پخوانیو ګواښونو مخه نیولې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ امنیتي کنفرانس کې دغه‌راز ویلي، یوازنی ګواښ چې د طالبانو په وړاندې شته، هغه د داعش ډله ده.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن یکشنبه له غرمې مخکې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، وروستیو کې داعش وسله‌وال له یو شمېر هېوادونو افغانستان ته راننوتي دي.

مجاهد زیاتوي دا ډله د افغانستان لپاره ګواښ نه‌، بلکې یوه ستونزه ده.

که څه هم طالبان داعش ستونزه بولي، خو په دې وروستیو کې د دې ډلې له‌خوا ان په پلازمېنه کابل کې هم مهم اهداف په نښه شوي دي.

داعش د مرغومي په ۲۱مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخ ته د هغې چاودنې مسوولیت ومانه، چې د دې وزارت له شلو زیات ټیټ رتبه او لوړ رتبه مامورین او ډیپلوماټان په کې ووژل شول.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې نن یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د خبرو په غبرګون ازادي راډيو سره خبرې کولې ادعا وکړه چې داعش ډله نه‌‌ده توانېدلې یو مهم دولتي ځای په نښه کړي.

ذبیح‌الله مجاهد دا هم وویل چې وروستیو کې داعش وسله‌وال د بریدونو لپاره له نورو هېوادونو افغانستان ته راځي، خو هغه د کوم هېواد نوم وانه‌خیست.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه زیاته کړه: "موږ اوس هم داعش تهدید نه‌بولو، بلکې یوه ستونزه ده چې د راټولېدو په حال کې ده. دوی په ډېری ځایونو کې ځپل شوي دي. دا د کارته‌نو پېښه یې یوه بېلګه ده چې په دی هر چېرې شک راشي، پټنځای یې پیدا کېږي او له‌منځه وړل کېږي."

طالب چارواکي داسې مهال د داعش د ځپلو ادعا کوي چې د فبروري په ۹مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل، داعش غواړي په کابل کې د ایران، هند او چین په سفارتونو بریدونه وکړي.

په همدې غونډه کې د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

دې هېوادونو اندېښنه وښوده چې داعش ‌ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده.

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي داعش ډلې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې کړي دي.

د بېلګې په توګه داعش د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر ختیځ لور ته په پرتې دروازه کې چاودنه وکړه چې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر یې ووژل.

له دې پېښې دوه میاشتې وروسته یې د اکټوبر په ۳مه د کابل عیدګاه جومات په نښه کړ چې په کې یې ۸ تنه ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

له ياد برید پنځه ورځې وروسته یې د کندز په سید‌اباد کې د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چېرته چې یې ۵۰ تنه ووژل او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل.

د همدې میاشتې په ۱۵مه یې د کندهار په فاطمیه جومات برید وکړ چې په کې یې ۳۷ تنه ووژل او ۹۰ نور یې ټپیان کړل.

په کندهار کې د شیعه و په جومات کي تر چاودنې وروسته تصاویر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

داعش ډلې نور بريدونه هم کړي چې په کې په طالبانو بریدونه او د دوی د مهمو پلویانو او قوماندانو وژل هم شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG