د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

امريکا: که طالبان د القاعده شبکې پر وړاندې خپلې ژمنې عملي نه‌کړي موږ به خپله لاس په کار شو


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که په افغانستان کې د طالبانو حکومت ونه‌شي کړای او یا ونه‌غواړي د القاعده شبکې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي امریکا چمتو ده او د دې وړتیا لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د بېلګې په ډول یاد کړل.

نوموړي وويل: "طالبانو خصوصي او علني ژمنې کړي چې دوی باید پرې عمل وکړي او هغه دا چې دوی به هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د متحده‌ایالاتو پر ضد استفاده وکړي. دویمه مسله دا ده چې موږ چمتو یو، ژمن یو او دا وړتیا لرو چې که چېرې طالبانو اقدام ونه‌شو کړای او یا یې ونه‌کړ، نو موږ به په خپله اقدام کوو."

"طالبانو خصوصي او علني ژمنې کړي چې دوی باید پرې عمل وکړي

نېډ پرایس تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل ایمن الظواهري له وژلو وروسته په ایران کې مېشت مصری، سيف العدل د دې شبکې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ایران تر دې دمه په هغه هېواد کې د القاعده د نوي مشر سيف العدل د شتون په اړه د دغه امریکايي چارواکي د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

القاعده شبکې هم تر اوسه په رسمي توګه د ایمن الظواهري ځای ناستی نه‌دی ټاکلی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دوی ارزونې د ملګرو ملتونو له هغه راپور سره سمون لري چې سيف العدل په حقیقت کې د دې شبکې نوی مشر دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس

ملګرو ملتونو د سې‌شنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل، په غالب ګومان غړي هېوادونه په دې نظر دي چې په اوس وخت کې عدل د دې ډلې مشر دی او چارې یې پر مخ وړي.

۶۲ کلن عدل چې پخوا د مصر د ځانګړو ځواکونو ډګرمن او د القاعده د پخواني ساتونکي ګارډ غړی و، متحده‌ایالاتو یې پر سر لس ملیونه ډالره انعام هم ايښی دی.

ملګرو ملتونو دغه شان په خپل راپور کې ویلي وو، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ارزونو له‌مخې القاعده د طالبانو په حاکمیت کې امن پټن‌ځایونه لري او د یادې شبکې غړي په افغانستان کې د عمل د ازادۍ څخه برخمن دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاندویانو تازه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تېره ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه غونډه کې یو وار بیا ژمنه وکړه چې افغان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد پر ضد استعمال نه‌شي.

په افغانستان کې د القاعده شبکې د موجودیت په اړه اندېښنې وروسته له‌هغې لا زیاتې شوې چې د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په جولای میاشت کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په یو برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو.

طالبانو هغه مهال د الظواهري د وژل کېدو په اړه بې خبري ښودلې وه.

په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو د موجودیت ترڅنګ د داعش خراسان څانګې د وسله‌والو د فعالیتونو او موجودیت په اړه اندېښنې هم مخ پر زیاتېدو دي.

د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ، ارشيف
د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ، ارشيف

د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان CSTO د ګډو ځواکونو لوی درستیز اناتولي سیدروف وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی چې یوازې څلور زره یې د تاجکستان د پولې په اوږدو کې د بدخشان، کندز او تخار په ولایتونو کې ځای پر ځای دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي دغه څرګندونې رد کړې او ویې ویل، هېڅوک باید افغانستان بدنام نه‌کړي.

ښاغلي متقي وویل، د افغانستان په هره سیمه کې چې داعش وسله‌وال سر پورته کوي له منځه وړل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG