د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د بلخ د تېرې شنبې ورځې چاودنه کې د دوو خبریالانو وژنه تایید شوه


تېره شنبه بلخ کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
تېره شنبه بلخ کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د تېرې شنبې د ورځې په چاودنه کې چې د خبریالانو په یوه غونډه کې وشوه، دوه خبریالان وژل شوي او د بېلابېلو رسنیو ۱۸ نور خبریالان ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د تېرې شنبې د ورځې د چاودنې د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د دوی د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې د افغان غږ 'اوا' په نوم د خبري اژانس یو خبریال حسین نادري او یو بل نوی همکار یې اکمل نظري وژل شوي دي.

دغه مرکز تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، په دې چاودنه کې چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو په ستاینغونډې وشوه د بېلابېلو رسنیو ۱۸ نور خبریالان ټپیان شوي چې د اعلامیې په ټکو د ځينو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په اعلامیه کې راغلي چې وژل شوی خبریال حسین نادري د حقوقو د پوهنځي د درېیم کال محصل و او له تېرو دوه کلونو راهیسې یې په بلخ ولایت کې د اوا خبري اژانس سره د سیمه ییز خبریال په توګه کار کاوه او تبیان فرهنګي مرکز سره یې همکاري لرله.

د یاد مرکز د اعلامیې پر بنسټ په چاودنه کې بل وژل شوی خبریال اکمل نظري د ژورنالیزم پوهنځي زده کوونکی و چې اوا خبري اژانس سره یې د عملي زده کړو په موخه همکاري کوله.

په همدې حال کې د خبریالانو ملي ټولنې هم په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې په یاده پېښه کې د دوه خبریالانو د وژل کېدو خبره کړې، خو په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

بلخ کې د تبیان فرهنګي مرکز کې له چاودنې وروسته د سیمې انځور
بلخ کې د تبیان فرهنګي مرکز کې له چاودنې وروسته د سیمې انځور

دغې ټولنې بیا، په پېښه کې د ټپي شویو خبریالانو شمېر ۱۴ ښودلی دی.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مسوول ظریف کریمي هم وايي چې د یادې چاودنې له امله د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

نږدې ۱۵ ټپیان لرو چې د ډېرو یې د غوږونو پردې شکېدلي دي او سترګو او بدن ته یې زیان رسېدلی دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "ښاغلی اکمل د تبیان فرهنګي مرکز رسنیز همکار و چې ووژل شو، د دې ترڅنګ سید حسین نادري د اوا غږ سره خبریال و چې دا هم د وژل شویو په منځ کې وو، نږدې ۱۵ ټپیان لرو چې د ډېرو یې د غوږونو پردې شکېدلي دي او سترګو او بدن ته یې زیان رسېدلی دی."

دی وايي، د دوه ټپي خبریالانو روغتیايي وضعیت ښه نه وو چې کابل ته انتقال شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند په یاده پېښه کې د تلفاتو د وروستیو شمېرو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې، خو د پېښې په لومړۍ ورځ یې په دغه چاودنه کې د تبیان فرهنګي مرکز د یوه امنیتي ساتونکي د وژل کېدو او پنځو خبریالانو په ګډون د اتو کسانو د ټپي کېدو پخلی کړی و.

دغه پېښه چې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې داعش یې د مارچ په ۱۲مه په ټیلګرام کې مسووليت ومانه په کور دننه بهر په پراخه کچه وغندل شوه.

د متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او د خبریالانو د ملاتړ ګڼو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو پر خوندیتوب ټينګار کړی او د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دغه حملې په اړه په خپل یو توېټ کې ویلي و چې پر خبریالانو او رسنیو حملې هغوی کوي چې له حساب ورکولو وېرېږي.

د امیري په خبره، خبریالان د ښې حکومتولۍ د پراختیا لپاره خپل ژوند په خطرکې اچوي، نو باید د هغوی دفاع اوکلک ملاتړ یې وشي.

XS
SM
MD
LG