د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

واشنګټن پوسټ: د طالبانو په بیا واکمنېدو سره داعش خپلو حملو ته زور ورکړی


د تېر شنبې په ورځ بلخ کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې چاودنه وشوه چې له کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله واړوله.
د تېر شنبې په ورځ بلخ کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې چاودنه وشوه چې له کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله واړوله.

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

واشنګټن پوسټ:

د اسلامي دولت ډلې د افغانستان په شمال کې د شیعه ګانو پر مرکز د برید مسوولیت ومانه، امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د طالبانو چارواکو ویلي چې د بلخ په مرکز مزارشریف کې د تبیان پر فرهنګي مرکز د شنبې د ورځې په برید کې یو تن وژل شوی او د خبریالانو په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي، خو د رسنیو ملاتړیو بنسټونو ویلي چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او شپاړس تنه ټپیان شوي دي.

د اسوشېټېډپرېس په راپور چې واشنګټن پوسټ خپور کړی، ویل شوي چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې وسله والو چې د طالبانو مهمه سیاله ډله بلل کېږي، ډېر ځلې شیعه ګان په نښه کړي دي.

په دوام کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د داعش وسله والو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

پر تبیان مرکز له برید دوه ورځې مخکې داعش په مزارشریف کې د بلې هغې حملې مسوولیت هم اخیستی و چې په کې د دې ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل ووژل شو.

په تېره فبرورۍ میاشت کې طالبانو ویلي و چې د داعش دوه مهم غړي یې په افغانستان کې ووژل.

یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د داعش د وسله والو حملې به په دې هېواد کې د امنیت د ټینګښت په اړه د یو شمېر طالبانو ډاډ تر پوښتنې لاندې راولي.

هېل:

امریکایۍ هېل ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې امریکا باید زموږ له خپلو افغان متحدینو سره پر ژمنې عمل وکړي، د دوو کارپوهانو نظرونه خپاره کړي دي.

په دې مطلب کې ویل شوي چې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې تیره اونۍ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا د متحده ایالتونو د وتلو په اړه لومړۍ استماعیه غونډه جوړه کړه.

د مطلب لیکوالانو ویلي چې د بحثونو ډېره برخه د له ۱۵۰ زره زیاتو افغانانو باندې څرخېده چې په افغانستان کې کلونه کلونه د متحدو ایالتونو ترڅنګ درېدلي او متحدو ایالتونو اوس هغوی یوازې پرېښي دي.

د راپورونو له مخې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر پخواني غړي د طالبانو له خو وژل شوي، ځینې نور یې له افغانستانه تښتېدلي او په نورو هېوادونو لکه ایران کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

په هېل ورځپاڼه کې د دغه مطلب دواړه لیکوالان وړاندیز کوي چې د امریکا کانګرېس او حکومت یې باید ژر تر ژره له افغانستانه د خپلو افغان متحدینو د چټک انتقال د اسانتیا لپاره یو دوامداره پروګرام جوړاو تمویل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG