د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

یو امریکايي جنرال: په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیاتو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا ده


د داعش ډلې بیرغ
د داعش ډلې بیرغ

د امریکا یو جګپوړی نظامي وایي، د داعش خراسان څانګه ښايي په افغانستان کې په نږدې شپږ میاشتو کې د دې وړتیا پیدا کړي چې د امریکا او یا د امریکا لوېدیځو متحدانو ګټې په نښه کړي.

په منځنۍ ختیځ کې د امریکا جګپوړی قومندان مایکل کوریلا وایي، په شپږو میاشتو کې به داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې ده، ښايي وتوانېږي د امریکا او د نورو لوېدیځو هېوادونو د ګټو لپاره له افغانستان بهر په نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

دې جګپوړي امریکایي قومندان د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد د سنا امنیتي کمېټې ته وویل، د داعش ډله به په ډېرې چټکۍ سره بهرني عملیات په اروپا او اسیا کې د تر سره کولو وړتیا پيدا کړي، خو په نږدې راتلونکې کې په امریکا برید نه شي کولای.

دا به د داعش لپاره خورا ستونزمن وي چې زمونږ په هېواد کې دا ډول عملیات ترسره کړي.

خو نوموړي د داعش له خوا له دغه هېواده بهر د امریکايي اتباعو ژوند ته د ګواښ په اړه هم اشاره وکړه او ویې ویل: "زما د قومندانانو ارزونه دا ده چې داعش کولای شي بریدونه وکړي. پرته له کوم خبرتیا څخه په شپږو میاشتو کې امریکا یا غربي هېوادونو پر ضد زمونږ له خاورې بهر د پولې په اوږدو کې عملیات ترسره کړي. دا به د داعش لپاره خورا ستونزمن وي چې زمونږ په هېواد کې دا ډول عملیات ترسره کړي."

په منځنۍ ختیځ کې د امریکا جګپوړی قومندان مایکل کوریلا
په منځنۍ ختیځ کې د امریکا جګپوړی قومندان مایکل کوریلا

جنرال کوریلا ټینګار وکړ چې سلګونه زره امریکايي اتباع به چې په بهر کې ژوند کوي له بریدونو سره مخ شي.

کوریلا زیاته کړه، له افغانستانه بهر د داعش د خراسان څانګې د حملو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د دغې ډلې پر ضد د عملیاتو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

خو د طالبانو حکومت دا مسئله نه مني.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، امریکا په ورته څرګندونو کې په یو شکل داعش ته کمپاین کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

ده ازادي راډيو ته وویل: "موږ دا ادعاوې ردوو. افغانستان نور د هیچا لپاره داسې ځای نه دی چې له دې ځایه چا ته کوم ګواښ اوسي او یا هم ورته کومه ستونزه رامنځته کړي. دا اوس داعش په افغانستان کې د نابودۍ په حالت کې دی او ډېرې شدیدې ضربې یې ولیدې او په دې نړۍ پوهېږي. زما په نظر د امریکا نظامي مسوولین ورته څرګندونې په یو شکل کمپاین دی، دې داعش لپاره."

ورته وخت کې د سیاسي چارو ځینې کارپوهان وایي، داعش اوس د نورو هېوادونو په نسبت افغانستان ته یو مصیبت دی.

د سیاسي چارو کارپوه اسد الله ندیم
د سیاسي چارو کارپوه اسد الله ندیم
داعش د افغانستان خلکو ته یو مصیبت دی.

د سیاسي چارو کارپوه اسد الله ندیم ازادي راډيو ته وویل: "داعش په افغانستان کې شته او فعالیت لري، خو دومره توان نه لري چې د امریکا د ګټو لپاره یا له امریکا د نورو ضعیفو هېوادونو په ګټه، د ګاونډیو هېوادونو د ګټې لپاره عمل وکړي، ځکه دا توان هم نه لري او دا برنامه هم نه لري، خو داعش د افغانستان خلکو ته یو مصیبت دی."

دا لومړی ځل نه دی چې امریکایي چارواکي له افغانستانه د خپلو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو د ډلو د فعالیتونو ډېرېدل او سیمې او نړۍ ته د دوی د ګواښ په اړه اندېښنه څرګندوي.

ورته وخت کې د سیمې د هېوادونو ځینو چارواکو هم خپلو هېوادونو ته له افغانستان د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

داعش په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ګڼو خونړيو بریدونو مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی.

په بلخ کې د طالبانو د والي په دفتر کې ځانمرګی برید چې په نتیجه کې یې د ولایت والي او همداسې په د بلخ په مرکز تبیان کې د راپورونو پر اساس لږترلږه دو تنه ووژل شول او ۱۹ تنه د خبریالانو په ګډون ټپیان شول او دا د داعش ډلې له وروستیو بریدونو څخه دي چې دوی یې مسوولیت منلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG