د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

يو شمېر څېړونکي: خلکو سره د طالبانو چلند له 'اسلام' ناوړه ګټه اخيستنه ده


کابل کې طالب سرتېري د مېرمنو د يو لاريون تت و پرک کولو لپاره ډزې کوي، انځور - ارشيف
کابل کې طالب سرتېري د مېرمنو د يو لاريون تت و پرک کولو لپاره ډزې کوي، انځور - ارشيف

د اسلامې مسایلو ځینې څېړونکي او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له افغانانو سره د طالبانو د حکومت چلند، له اسلامه ناوړه ګټه اخیستنه او له اسلامه د خلکو ویرول بولي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله خدیجه محمدي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د اوسني نظام استازي، اسلام داسې خلکو ته معرفي کوي، چې د اسلام د نوم په اخیستلو سره خلک د ډار او د ویرې احساس وکړي.

دې ازادي راډيو ته وویل: "موږ اسلام څخه ویره، په خپلو سترګو وینو او احساس یې کوو، دوی چې ځانونه د اسلام استازي بولي، د دوی کړنو خلک ستړي کړي دي او له اسلام خلک لرې کوې. حال دا چې په اسلام کې ښځو ته ځانګړی ځای ورکړ شوی دی، خو له بده‌مرغه په اوس وضیعت کې نه یوازې دوی بلکې کورنۍ یې هم په ښه وضعیت کې نه‌دي."

دوی چې ځانونه د اسلام استازي بولي، د دوی کړنو خلک ستړي کړي دي او له اسلام خلک لرې کوې.

اغلې محمدي وایي، اسلام د برابرۍ او د عدالت دین دی او په اسلام کې د ټولو انسانانو حقونه په ښکاره توګه معرفي شوي دي.

په ورته وخت کې د اسلامي مسایلو ځینې څېړونکې بیا په افغانستان کې د خلکو سره د طالبانو اوسنۍ کړنې له اسلامه د خلکو ویرول بولي او د دوی پر کړنو نیوکه کوي.

محمد محقق د اسلامي مسایلو څېړونکي ازادي راډيو ته وویل: "نن هغه وضیعت څه چې افغانستان کې جریان لري، له بده مرغه داسې وضیعت دی چې میلیونو خلک د تېښتې په لټه کې دي، خپل کورونه خرڅوي، خپل ملکیتونه چور و چپاول ته پرېږدي او له بده مرغه چې دا د اسلام په نوم باندې تر سره کېږي. دا تر ټولو مهمې لاسته راوړنې دي هغه ډلو ته چې موخه یې له اسلام څخه د خلکو ویره ده، هغه کسان چې غواړي، اسلام د انساني حقونو مخالف دین معرفي کړي. د طالبانو او داعش ته ورته ډلو کار دی، دا تر ټولو ښه پلمه ده چې دوی یې په لاس کې لري."

په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو اوسنی چلند داسلام له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه بلل کېږي، طالبانو تل ویلي چې په هېواد کې د اسلامي او شرعي اصولو د پلي کولو په لټه کې دي.

بل پلو د ملګرو ملتونو سازمان له اسلامه د ویرولو په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت، له مسلمانانو څخه د نفرت او کرکې د له مینځه وړلو غوښتنه کړې ده.

د ياد سازمان سرمنشي انتونيو ګوتېرش وايي، د ملګرو ملتونو موخه له دې دا ده چې د مسلمانانو په وړاندې د کرکې، تبعیض او تاوتریخوالي د زیاتوالي پر وړاندې جدي اقدامات تر سره شي.

نوموړي ويلي: "تبعیض موږ ټول کمزوري کوي، موږ یې باید په وړاندې ودریږو.."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

نوموړي پر خپل ټویتر لیکلي چې، نن او هره ورځ په انسانیت باندې د بیا ټینګار لپاره باید د نفاق اچونکو ډلو سره مبارزه وکړو.

د ملګرو ملتونو سازمان تېر کال د مارچ ۱۵مه له اسلامه د ویرې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ونوموله.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښايي مسلمانان په ټوله نړۍ کې د خپلو مذهبي اعتقاداتو له امله د کرکې او تبعیض سره مخ کېږي.

دغه وزارت وايي هر څوک، هر چېرې د خپل فکر، عقیدې، وجدان او مذهب ازادي لري.

خو له اسلامه د خلکو د ویرېدو لامل څه دی؟

د اسلامي علومو د څېړونکي محمد محقق په ګډون یو شمېر کارپوهان وايي، هغه څه چې د اسلام څخه دویرولو په نوم دي او یا هم کېدای شي په راتلونکې کې لا ډېر شي، ګڼ عوامل لري.

د دوی په باور په دواړو اړخونو کې داسې ډلې شته چې یوه یې د اسلام په نوم بدې کړنې ترسره کوي، خو بله ډله یې همدا بدې کړنې د اسلام پر ضد د تبلیغاتو په بڼه کاروي.

دوی وايي، یوه ډله چې ځانونه اسلامي بولي واک ته درسېدو په هدف له اسلامه سیاسي ګټه اخلي، قتلونه کوي او په جنایتونو لاس پورې کوي، خو بله ډله چې ښايي د نورو ادیانو پلویان و اوسي همدا کړنې له اسلامه د خلکو د ویرولو لپاره د تبلیغاتو په بڼه کاروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG