د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو د غځولو توصیه کړې


ارشیف: د یوناما نښان
ارشیف: د یوناما نښان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما د فعالیتونو غځولو په درشل کې د سولې نړیوال انسټېټوټ په یوه راپور کې ویلي چې که د یوناما ماموریت وغځول شي نو له ننګونو سره به مخ شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د فعالیتونو پای ته رسېدو نېټه په نږدې کېدو ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا توصیه کړې چې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو موده دې د ۱۲ میاشتو لپاره وغځول شي.

په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو غځول په کال کې یو ځل د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې تر بحث او پرېکړې لاندې نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې نړیوال انسټېټوټ نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په ویبپاڼه خپور شوی، راغلي چې د امنیت شورا غړي د ملګرو ملتونو سازمان او طالب چارواکو ترمنځ د سیاسې معاملې د مناسبې سطحې په اړه اختلاف لري، په تېره وروسته له هغې چې د افغان ښځو او نجونو حقونو د محدودولو په پالیسۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

په راپور کې راغلي چې سیاسي معاملې، بندیزونه، د ناورین مدیریت او د مرستو کمېدل، پراختیايي پروګرامونه، د ترهګرۍ ګواښ او له بشري حقونو دوامداره سرغړونې، دا ټول به د افغانستان په اړه په وروستیو خبرو او د یوناما د فعالیتونو پر دوام اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي چارو پوهان وايي، په افغانستان کې د محدودیتونو شتون د یوناما فعالیتونه له ننګونو سره مخ کوي او دا په راتلونکي کې د یوناما د فعالیتونو پر کموالي اغېز کولای شي.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي ازادي راډيو ته وویل: "د دې خطر احتمال شته، چې که طالبان د ښځو پر وړاندې خپل کړنلاره بدله نه کړي نو ممکن د نړۍ علاقه به افغانستان ته کمه شي. نړۍ کې نورې ننګونې هم شته او دا خطر به په راتلونکې کلونو کې د یوناما پر فعالیت اغېز وکړي او افغانستان به د طالبانو لومړۍ دورې په شان هېر شي."

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي
د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي

د سیاسي چارو یو بل پوه صلاح الدین سعیدي بیا وايي چې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو غځول باید د افغانانو په ژوند مستقیمه اغېزه ولري، نه د نورو ډلو.

سعیدي وویل: "د افغانستان خلکو سره مرستې، د افغانستان خلکو ته دوا او درمل رسول، د افغانستان په ابادۍ کار کول، په هېڅ صورت د دې درول نه د افغانستان په ګټه دي، نه د جهان په ګټه دي او نه هم انساني کار دی. دا چې د یوناما دفتر خپل کار ته په افغانستان کې ادامه ورکوي یا یې تمدیدوي، دا ښه کار دی، خو مرکزي سوال دا دی چې له دې کار نه افراطي تروریست، خودخواه، خودکامه ترې نه ګټه اخلي او که په مستقیمه توګه د افغانستان ملت ته مرسته کېږي؟ دا یو بنیادي تفاوت دی چې په خواشینۍ سره ډېر ځلي نه درک کېږي او بیا د افغانستان خلک له مشکلاتو سره مخ کېږي."

په همدې حال کې د سولې د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، دغه انسټېټوټ، سټیمسن مرکز او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډه د یوناما د ماموریت په اړه د فبرورۍ په ۱۴مه د یوه بحث کوربه و.

د دې بحث د ترسره کولو موخه په افغانستان کې د یوناما د دندو د لومړیتوبونو او ترتیب او د دغه ماموریت د ستراتیژیک تمایل او اقداماتو په اړه ارزونه او پرېکړه ده.

د ازادي راډیو خبریال په افغانستان کې د یوناما فعالیتونو د غځولو د اغېزو په اړه د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه پوښتنه وکړه، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د يادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته، د ښځو پر کار او زده کړو د محدوديتونو، د بشري مرستو د ځنډېدو او د اقتصادي ناورین د زياتېدو په اړه يوناما تل اندېښنې مطرح کړي، خو د طالبانو د سیاستونو او تګلارو په بدلولو یې کوم خاص اغېز نه دی کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG