د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

انتونیو ګوترش: افغانستان بايد د نړيوالو نورمونو سره سم خپلې ژمنې عملي کړي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د افغانستان د وضعیت او په دې هېواد کې د یوناما د ماموریت د پلي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې او د دې سازمان امنیت شورا ته درې مياشتنی راپور وړاندې کړی دی.

په دې راپور کې د افغانستان په روان سیاسي، بشري او د بشري حقونو د هڅو په برخه کې د یوناما د فعالیتونو جاج اخیستل شوی دی.

طالبانو له اعلان شوې عمومي عفوې سره سره بشري حقونه تر پښو لاندې کړي

په دې راپور کې د طالبانو د سرپرست حکومت په اړه ویل شوي چې، په دې موده کې یې د وزیرانو په سطحه خلک رد او بدل کړي او د ادارو د تشکیلاتو او د نویو ادارو رامنځته کولو ته یې دوام ورکړی چې په دې ټولو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده مهم رول لرلی دی.

په راپور کې د امنیتي پېښو یادونه شوې او ویل شوي چې، د وسله‌والو مخالفینو او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې له لوري بریدونو دوام کړی.

دغه راز ویل شوي چې یوناما د هغو ادعاو په اړه کره شواهد ترلاسه کړي چې وایي، طالبانو له اعلان شوې عمومي عفوې سره سره بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي پرسونل په وړاندې یې سرغړونې ترسره کړي دي.

همدارنګه طالبانو له وسله‌وال اپوزېسیون سره د نښتو پر مهال هم له بشري حقونو سرغړونې ترسره کړي دي.

بشري اړتیاوې د ژمي په رارسېدو سره مخ په زیاتېدو دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانانو اساسي حقونه او ازادي سخت محدود شوي په تېره ښځې او نجونې په دوامداره توګه د زده‌کړې، کار، په ټولنه کې د فعال ګډون او خدمتونو ته د لاس‌رسي له حقونو څخه بې برخې شوي او ورځ تربلې محدودیتونه پرې زیاتیږي.

د راپور له‌مخې د طالبانو له‌خوا د مثبتو اقتصادي فعالیتونو د راپورونو سره سره په ټوله کې اقتصادي لید لوری د اندېښنې وړ دی او ویل شوي چې بشري اړتیاوې د ژمي په رارسېدو سره مخ په زیاتېدو دي.

ملګري ملتونه وایي، د بشرپالنې له مرستو ورهاخوا دې سازمان له افغانستان سره د مرستې لپاره یو نوی میکانېزم رامنځته کړی چې په ځانګړو شرایطو سره درې کلن ستراتېژیک چوکاټ رامنځته کوي.

البته په دې اړه نورجزیات نه‌دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا راپور داسې مهال وړاندې کوي، چې ميليونونه افغانان په ځانګړې ډول افغان مېرمنې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي. انځور - ارشيف
د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا راپور داسې مهال وړاندې کوي، چې ميليونونه افغانان په ځانګړې ډول افغان مېرمنې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي. انځور - ارشيف

د ملګروملتونو په دې راپور کې د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه ویل شوي چې طالبانو تر اوسه د سیاسي او قانوني سیسټم د رامنځته کولو په برخه کې غوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی او وایي، که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په اکتوبر میاشت کې څرګنده کړې وه چې د نوي اساسي قانون د جوړولو لپاره هڅې روانې دي خو تر اوسه په دې برخه کې عملي څه نه ترسترګو کېږي.

ویل شوي چې په دې موده کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ نه‌دی شوی.

د نجونو د تعلیم په وړاندې د خنډونو یادونه هم شوې او ویل شوي چې تر اوسه له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کړو ته له لاس‌رسي بې برخې دي.

په دې راپور کې همدارنګه یادونه شوې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په زیاتېدونکي ډول د داسې یو شخص په توګه راڅرګندیږي چې په خپله پرېکړې کوي او ډېری وختونه هم له کابینې بهر د سلاکارانو له یوې کوچنۍ ډلې سره پرې سلا او مشوره کوي.

د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي دغه راپور په ۱۶ مخونو کې چمتو شوی چې پر جزیاتو په‌کې په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې په ډېرو نورو برخو کې هم د ستونزو یادونه شوې ده.

XS
SM
MD
LG