د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

ځینې هنرمندان او سندرغاړي: طالبانو د خوښیو پروګرامونو ته له تګ منع او وګواښلو


ارشیف
ارشیف

هغه هنرمندان او سندرغاړي چې په افغانستان کې پاتې ادعا کوي چې طالبانو ګواښلي او ویلي دي ورته چې نور دې د خوښیو پروګرامونو ته سندرو ویلو لپاره نه ځي.

دوی ادعا کوي چې د طالبانو له خوا پر فعالیتونو یې محدویتونه وضع شوي دي.

طالبان په ټول افغانستان کې موسیقي منع اعلان کړې ده.

طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې هم په موسیقۍ بندیز لګولی و اوس هم د دوی تر واکمنۍ لاندې په ملي تلوېزیون کې موسیقي نه خپرېږي.

سره له دې چې طالبانو په ودونو کې د موسیقي د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځينې سندرغاړي ادعا کوي چې طالبانو دوی ګواښلي او ورته ویلي چې د واده پروګرامونه ته دې سندرو ویلو لپاره نه ځي.

په افغانستان کې یو محلي سندرغاړی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو په راتګ سره موسیقي په افغانستان کې ختمه شوې او دوی سندرغاړو ته اجازه نه ورکوي چې د خوښیو پرګرامونو ته لاړ شي.

هغه زیاتوي: "شاوخوا یو نیم کال کېږي چې په یو پټ ځایه کې ژوند کوم. هغه سندرغاړي چې په افغانستان کې دي ورسره په اړیکه کې یم، ځینې یې ان د خوراک ډوډۍ هم نه لري، د کور د کرایې ورکولو توان نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د طالبانو حکومت له خوا یې کورونه تالاشي شول او ټول د موسیقۍ وسایل یې ورته وسوځول. دوی موږ ته اخطار راکړی که چېرته مو د موسیقۍ له الاتو سره ولیدئ بیا د شکایت حق نه لرئ."

هغه وايي چې ژوند په افغانستان کې ډېر سخت شوی دی.

له دې سره خوا کې هغه سندر غاړي چې د افغانستان بهر په پاکستان او ایران کې ژوند کوي هغوي هم له ګڼو اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

ځوان سندر غاړی ګودر ځاځي وايي چې له افغانستان نه بهر سندرغاړي باید د افغانستان دننه سندرغاړو سره پرتله نه شي.

د هغه په خبره، هغه سندرغاړي چې په افغانستان کې پاتې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي په پاکستان کې د افغان سندرغاړو ستونزې ته په اشارې ازادي راډیو ته وویل: "هغه افغانان چې له افغانستان نه وتلي دي او په پاکستان کې ژوند کوي، په دوی کې ډېری داسې دي چې کورنۍ په افغانستان کې پاتې او دوی دلته ژوند کوي، دوی په لټه کې دي چې کار وکړي خپله هنرنمايي وکړي، خو هغه څه چې باید دوی ته شوي وای نه دي شوي، مالي ستونزې شته، د کور د بود باش ستونزې شته، د ویزې ستونزه ډېره مهمه ده ډا ټول هغه موارد دي چې دلته ورسره په لومړۍ سره کې مخامخ دي."

د ځاځي په خبره، ملګري ملتونه باید دوي ثبت کړي چې په پاکستان کې یې ستونزې حل شي.

له دې وړاندې هم د پاکستاني پولیسو له خوا د ځیني سندر غاړو د نیونې او ځورونې راپورونه ورکړل شوي وو.

له دې وړاندې هم داسې راپورنه ورکړل شوي و او ډېری سندرغاړو ازادي راډیو ویلي وو له هغې ورځې نه چې له موسیقۍ لري شوي له ژوند نه لري شوي، د خپل هنر نه لري شوي چې دغه بېلتون یې سخت ځوروي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره ډېری سندرغاړو افغانستان پرېښی دی.

د هنري ازادۍ ابتکار سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳ زره سندرغاړو او هنرمندانو چې په فرهنګي برخه کې یې فعالیت درلود له دوی غوښتي چې مرسته ورسره وکړي څو له افغانستان او یا هغه درېیمګړي هېواد نه چې دوی ورغلي د ویستلو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو په افغانستان کې په ټولو رسنیو، د ودنو په پروګرامونو او همداراز په موټرونو کې د سندرو په اورېدلو او غږوو بندیز لګولی دی.

په تېرو دوو لسیزو کې زیات شمېر ښځنیه او نارینه سندرغاړو د زرګونه سندرو په ویلو سره فعالیت کاوه او سندرې به یې د ملي او نورو شخصي تلوېزیونو له لارې خپرېدې، خو اوس د یو شمېر افغان سندرغاړو په باور چې نور په افغانستان کې دغې برخې ته هیله مندي نه شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG