د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د کندهاري سندرغاړي 'نجيب شريف' وهلو ټکولو فرهنګيان او فعالان غوسه کړي دي


ارشيف
ارشيف

په کندهار کې د یو محلي سندرغاړي نجیب شریف وهلو او شکنجه کولو یو شمېر افغان فرهنګیان او د بشري حقونو فعالان غوسه کړي دي.

لیکوال او مدني فعال نثار صالح وايي په زور کلي نه‌کېږي.

هغه په کندهار کې د طالب چارواکو له‌خوا د نجیب شریف په نوم د سیمه‌يیز سندر غاړي وهلو او شکنجه کولو ته په اشارې وايي؛ هنر او موسیقي د انساني ټولنې ضرورت دي او د هنرمندانو وهل او شکنجه کول دا ښيې چې اوس هم په افغانستان کې صحرايي محکمې روانې دي.

نوموړی وايي: "که څه هم د انجينر شریف د وهلو او شکنجه کولو دقیق علت لا معلوم نه‌دی خو، په خپل سر د محکمې د امر نه پرته د یو چا وهل او حوزې ته وړل دا ښيې چې تر اوسه په افغانستان کې د صحرايي محکمو دور دی او د هر چا چې هر څه زړه وغواړي په یو فرد يې عملي کولای شي."

"زما هیله له اوسني حاکمانو څخه دا ده چې د صبر او حوصلې څخه کار واخلي. هنر او موسیقي ټوله دنیا په رسمیت پېژني"

نثار صالح چې په کندهار کې د مدني او فرهنګي فعالیت سابقه لري ازادي راډیو ته وویل، انجينر شریف یو بې طرفه سندغاړی دی او تل يې ټولنې ته د خلکو په خوښه موسیقي وړاندې کړې ده.

ښاغلی صالح وايي: "زما هیله له اوسني حاکمانو څخه دا ده چې د صبر او حوصلې څخه کار واخلي. هنر او موسیقي ټوله دنیا په رسمیت پېژني، هنر او موسیقي د ټولنې ضرورت دی. زه او د کندهار ټول فرهنګیان په دې ډېر خپه یو چې انجينر شریف سره داسې شوي دي او د دې غوښتنه کوو هغه کسان چې په دې قضیه کې یې لاس درلوده محکمې ته کش کړي."

افغانستان کې ډېری سندرغاړي د طالبانو له ويرې په پټه ژوند کوي، انځور - ارشيف
افغانستان کې ډېری سندرغاړي د طالبانو له ويرې په پټه ژوند کوي، انځور - ارشيف

په ټولنیزو رسنیو کې هم یو شمېر فرهنګیانو او مدني فعالان په کندهار کې د نجیب شریف سره شوی چلند غندلی دی او هغه یې یو بې طرفه سندرغاړی بللی دی.

نجیب شریف چې سندرې یې پر کندهار سربېره د افغانستان په نورو سیمو کې هم ګڼ مینه‌وال لري ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له کوره نه‌دی بهر شوی.

"د کور په مخ کې د اولادنو په مخ کې يې لاسونه راباندې وتړل."

خو په وروستیو کې د خپل کور مخې ته ځايي طالبانو وهلی ډبولی او بیا یې ځان سره بېولی دی.

ښاغلي شريف وويل: "د کور په مخ کې د اولادنو په مخ کې يې لاسونه راباندې وتړل. زه ورسره نه تلم نو د کونداغونو ګوزارونه یې راباندې پیل کړل؛ په ډېرو کوڅو او خراب لارو يې وړلم ټولو خلکو او ګاونډیانو راته کتل او کله چې حوزې ته یوړم نو د تروریستانو نومونه به يې راته اخیستل او ویل به يې چې دوی پېژنې؛ ما به چې وویل چې نه، بیا به يې ډول ډول شکنجې راکولې."

دا افغان سندرغاړی وايي، اوس له فزیکي او رواني پلوه ښه نه‌دی او دومره شکنجه ورکړل شوې ده چې د هغه وخت یادول ورته سخت تمامیږي.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې دې ډلې پر موسیقۍ غږولو بندیز لګولی.

ډېرو افغان سندرغاړو افغانستان پرېښی چې یا ګاونډیو او یا هم لوېدیځو هېوادونو ته تللي دي.

خو لا هم په افغانستان کې ګڼ شمیر سندرغاړي پاتې دي چې نه یوازې د خپل هنر او کار څخه منع دي بلکې د نجیب شریف په څېر له پېښو سره هم مخ کېږي.

موږ د نجیب شریف سره د شوي چلند په اړه په کندهار کې د طالبانو د سیمه‌يیزو چارواکو د نظر ترلاسه کولو هڅه وکړه خو بریالي نه‌شو.

XS
SM
MD
LG